• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د نشه‌يي توکو د خرڅلاو او استعمال په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ور کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یوې اونۍ په لړ کې یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۴ کسان د نشه‌يي توکو د خرڅلاو او استعمال په تور نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي. له یادو کسانو سره شیشه، چرس او نشه‌يي ګولۍ هم نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران حکومت ته د امریکا ځواب باید «قوي او پیاوړی» وي.

نوموړي د امریکا له ای‌بي‌سي نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په نظر ځواب ورکول ډېر مهم دي. هغوی زموږ یوه چورلکه راوغورځوله او موږ اوس هم د ځواب په حال کې یو.»

ټرمپ زیاته کړې: «دا ځواب د هغه څه په غبرګون کې دی چې هغوی تېره شپه زموږ له چورلکې سره وکړل، او زه باور لرم چې دا ځواب باید ډېر قوي او پیاوړی وي، او دا ځواب هم همداسې روان دی.»

د هغه په وینا، د امریکا روان اقدامات د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او موخه یې د ورته پېښو مخنیوی دی.

تر اوسه د ایران حکومت له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدو بشري اندېښنې زیاتې کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱
ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدو بشري اندېښنې زیاتې کړې
100%

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې د ایبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه د هغو ټولنو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی چې له وړاندې د جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله سخت اغېزمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له دوو میلیونو څخه زیات بې‌ځایه شوي کسان اوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ایبولا د انتقال لوړ ګواښ لري.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې او اقدامات اړین دي، څو د ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د ایبولا د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو د مخنیوي هڅې پراخې شي.

د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د نفتو بیې لوړې شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۱
د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د نفتو بیې لوړې شوي
100%

امریکایي رسنۍ «سي‌بي‌اېس» نیوز راپور ورکړی، چې پر اسراییل د ایران له توغندیزو بریدونو څو ساعته وروسته، د نړیوالو بازارونو د اوونیزو معاملو له پیل سره سم د نفتو بیې لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د خامو نفتو بیه درې سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې په ۹۳،۳۰ ډالرو پلورل کېږي. همداراز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د نفتو بیه ۲،۸ سلنه زیاته شوې او هر بېرل یې ۹۵،۷۸ ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې په امریکا کې د عادي پټرولو د هر ګېلن (شاوخوا ۳،۸ لیټره) اوسطه بیه ۴،۰۹ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د کب له نهمې نېټې راهیسې، د جګړې له پیل وروسته، ۱،۱۶ډالره زیاتوالی ښيي.

سي‌بي‌اېس نیوز همداراز ویلي چې د ونډو راتلونکې معاملې له کمښت سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، دډاو جونز شاخص ۱۹۹ واحده راټیټ شوی دی.

شنونکي باور لري چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو زیاتوالی د انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کوي او د نفتو د بیو د لا لوړېدو احتمال هم شته.

ډونالډ ټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زه کوم

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زه کوم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه هر هغه هوکړه چې متحده ایالات یې وکړي، د اسراییل لومړی وزیر به یې منلو ته اړ وي، ځکه وروستۍ پرېکړه د ده په وینا د امریکا له لوري کېږي.

ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په هغې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې،ویلي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «له منلو پرته بله لاره نه لري» که واشنګټن له ایران سره کومه هوکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: «هغه (نتنیاهو) به هېڅ بله چاره ونه لري.»

د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه دوام لري او د سیمې وضعیت د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

تر اوسه د اسراییل حکومت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سید عباس عراقچي: په جګړه کې د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه شواهد موجود دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
سید عباس عراقچي: په جګړه کې د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه شواهد موجود دي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا کړې چې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي له لوري په ځینو پوځي عملیاتو کې د مستقیمې ښکېلتیا شواهد موجود دي.

عراقچي د المیادین ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې داسې شواهد شته چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد عملیاتو کې د متحده عربي اماراتو له هوايي حریم او خاورې څخه استفاده کړې ده.

هغه ویلي: «د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه په ځینو عملیاتو کې شواهد زموږ په لاس کې دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د تهران او ابوظبي ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یو لامل په متحده عربي اماراتو کې د اسراییل حضور او له تل ابیب سره د دغه هېواد نږدې اړیکې بللې دي.

عراقچي زیاته کړې چې دا ډول پرمختګونه د سیمه‌ییزو اړیکو پر ثبات منفي اغېز لري او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېدای شي.