نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې د ځانګړي ډول جامو پر اغوستلو ټینګار او د نه مراعت په صورت کې له ښځو سره تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري.
د هغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر خپلې خوښې د حجاب پر مراعت ټینګار کړی او په وروستیو ورځو کې یې په هرات ولایت کې لسګونه ښځې د جامو د ډول له امله نیولې دي. دغه اقدام د خلکو له اعتراضونو سره مخ شو او وروسته د طالبانو له خوا په زور وځپل شو.
طارق عثمان د حجاب په اړه د طالبانو تګلارې تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د دې ډلې برداشت له شرعي او فقهي اصولو سره سمون نه لري.
هغه زیاته کړې چې حجاب او ستر عورت یو شان مفاهیم نه دي او حتی د ستر عورت موضوع هم تر ډېره اخلاقي بڼه لري. د ده په وینا، د جامو ډول د هرې ټولنې له دودونو او عرف سره تړاو لري او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په زمانه کې هېڅوک د جامو د نه مراعت له امله نه شکنجه کېدل او نه هم مجازات کېدل.
د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال همداراز ویلي چې اسلامي شریعت خلک د ځانګړي ډول جامو اغوستلو ته نه اړ باسي او پر خلکو د یوې ټاکلې بڼې لباس تحمیلول شرعي مشروعیت نه لري.
نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي که یوه ښځه چادري وانه غوندي، شریعت دا حکم نه کوي چې هغه دې په دُرو ووهل شي یا مجازات شي. د هغه په وینا، اوسني واکمنان په کندهار کې له ښځو سره همداسې چلند کوي.
طارق عثمان د طالبانو د محتسبانو کړنو ته په اشارې ویلي چې د حجاب یا چادري د نه اغوستلو له امله د خلکو وهل ټکول او سزا ورکول نه یوازې جایز نه دي، بلکې له شرعي پلوه هم مشروعیت نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د انسانانو سپکاوی او د هغوی د کرامت تر پښو لاندې کول، په ځانګړي ډول په عام محضر کې د وهلو او ځورولو له لارې، د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی. د نوموړي په باور، په بازارونو او عامه ځایونو کې د دین تر نامه لاندې د خلکو ځورول نه یوازې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د انساني کرامت ښکاره نقض هم ګڼل کېږي.
د طارق عثمان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته په بېلابېلو تورونو خلک نیسي او په عام محضر کې یې په دُرو وهي. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه لږ تر لږه ۲ زره او ۷۳۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.
د یادو شمېرو له مخې، په دې موده کې تر ۱۰۶ زره او ۷۰۰ ډېرې دُرې لګول شوې دي، چې په اوسط ډول هره ورځ له ۶۰ څخه زیاتې دُرې کېږي.