• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د مسکو په سیمه کې د تېلو یوه تصفیه‌خونه په نښه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې اوکرایني ځواکونو د اوږد واټن بریدونو په ترڅ کې د روسیې د مسکو په سیمه کې د تېلو یوه تصفیه‌خونه، چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، په نښه کړې ده. نوموړي دا برید د روسیې د بریدونو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی دی.

زیلنسکي په ایکس لیکلي چې دغه هدف د جګړې له کرښې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې موقعیت درلود.

نوموړي د اوکراین د امنیتي خدماتو، د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، ځانګړو عملیاتو ځواکونو، دفاعي استخباراتو او توغندیزو ځواکونو له منسوبینو مننه کړې او ویلي یې دي چې هغوی خپل ماموریت په اغېزمنه توګه ترسره کړی دی.

زیلنسکي ټینګار کړی چې «روسیه باید اړ کړل شي چې زموږ د خلکو پر ضد جګړه پای ته ورسوي» او زیاته کړې یې ده چې د اوکراین اوږد واټن وسلې د دې فشار یوه مهمه برخه جوړوي.

د اوکراین ولسمشر دغه برید د روسیې د پوځي حملو او د جګړې د اوږدېدو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی او ویلي یې دي چې دا جګړه باید پای ته ورسېږي.

د روسیې چارواکو تر اوسه د زیلنسکي د دغو څرګندونو او د تصفیه‌خونې د په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

یونیسف: نږدې نیمایي ماشومان په نړۍ کې له درېیو هم‌مهاله اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱
یونیسف: نږدې نیمایي ماشومان په نړۍ کې له درېیو هم‌مهاله اقلیمي ګواښونو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه نوي راپور کې ویلي چې شاوخوا ۱،۱ میلیارده ماشومان نږدې د نړۍ نیمایي، اوس مهال لږ تر لږه له درېیو هم‌مهاله اقلیمي ګواښونو سره مخ دي، چې د هغوی روغتیا، زده‌کړې او ژوند ته جدي خطر پېښوي.

یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې نږدې ټول ماشومان له لږ تر لږه یوه اقلیمي ګواښ سره مخ دي، خو شاوخوا ۱،۱ میلیارده ماشومان بیا له درېیو یا تر هغه ډېرو هم‌مهاله اقلیمي خطرونو سره ژوند کوي.

دغه راپور چې د «ماشومانو د اقلیم د خطر راپور ۲۰۲۶» په نوم خپور شوی، ښيي چې وچکالي، سخت تودوخه او د ګرمۍ څپې هغه درې تر ټولو عام اقلیمي خطرونه دي چې میلیونونه ماشومان ورسره مخ دي.

د یونیسف اجراییوي مشره، کاترین رسل ویلي: «د ماشومانو ژوند لا هم د ګرمۍ څپو، ځنګلي اورونو، وچکالۍ او سېلابونو له امله ګډوډ شوی دی. د نړۍ نیمایي ماشومان اوس له لږ تر لږه درېیو هم‌مهاله اقلیمي ګواښونو سره ژوند کوي.»

د راپور له مخې، له ۲۹۶ میلیونو څخه ډېر ماشومان په داسې سیمو کې ژوند کوي چېرې چې له وچکالۍ، سختې ګرمۍ او د ګرمۍ له څپو سره یوځای مخ دي. همدارنګه له ۱۱۵ میلیونو څخه ډېر ماشومان بیا له وچکالۍ، سختې ګرمۍ او استوایي توپانونو سره هم‌مهاله اغېزمنې سیمې کې اوسي.

یونیسف وايي چې په افریقا کې د سهیل سیمه له تر ټولو سختو اغېزمنو سیمو څخه ده، چیرې چې له ۴ میلیونو څخه ډېر ماشومان له درېیو خطرونو، د ګرمۍ څپې، سختې تودوخې او د شګو او دوړو طوفانونو سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د اسیا په هېوادونو لکه بنګله‌دېش، میانمار او پاکستان کې ماشومان له څو اقلیمي ګواښونو سره په لوړ شدت کې مخ دي، په داسې حال کې چې لوړ عاید لرونکي هېوادونه هم له دې خطرونو خوندي نه دي.

په ایټالیا کې، د راپور له مخې، له ۶ میلیونو څخه ډېر ماشومان له اوږدمهاله ګرمۍ او وچکالۍ سره مخ دي، خو راپور ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره لا هم د تطبیقي اقداماتو اړتیا شته.

یونیسف همدارنګه ویلي چې د هوا ککړتیا نږدې ټول ماشومان اغېزمنوي، او شاوخوا ۱ میلیارد ماشومان د ملاریا له خطر سره هم مخ دي، چې دا وضعیت د اقلیمي خطرونو ترڅنګ نورې جدي اندېښنې هم زیاتوي.

دغه اداره د حکومتونو، خصوصي سکتور او نړیوالو شریکانو څخه غوښتي چې د اقلیمي ګازونو د کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي، د ماشومانو لپاره خوندي او اقلیم‌مقاومې روغتیايي او تعلیمي اسانتیاوې رامنځته کړي، او ماشومان د اقلیم د پالیسیو په جوړولو کې په فعاله توګه شامل کړي.

یونیسف په پای کې ویلي: «کله چې موږ روغتیا او زده‌کړې پیاوړې کړو او زیربناوې د ماشومانو له اړتیاوو سره سمې جوړې کړو، نو موږ نه یوازې هغوی له نننیو خطرونو ژغورو، بلکې د راتلونکي لپاره یې هم خوندي کوو.»

د بشري حقونو څار بنسټ: په نړۍ کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
د بشري حقونو څار بنسټ: په نړۍ کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په نړۍ کې پر تعلیمي بنسټونو لږ تر لږه ۸ زره او ۵۰۰ بریدونه ثبت شوي دي. دغه سازمان افغانستان یادونه هم کړې چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او د ښځینه ښوونکو نیول یې د «زده‌کړو پر ضد مستقیم برید» کڼلی.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د «تر برید لاندې زده‌کړې» په نوم د نړیوال څارنیز بنسټ موندنې ښيي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې پر تعلیمي بنسټونو لږ تر لږه ۸ زره او ۵۰۰ بریدونه ثبت شوي، چې د مخکینۍ دوه کلنې دورې په پرتله له ۴۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی څرګندوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښوونې او روزنې د ساتنې نړیوال ایتلاف د راپور له مخې ویلي چې د یادو بریدونو په پایله کې له ۱۰ زره او ۶۰۰څخه ډېر زده‌کوونکي، ښوونکي او د تعلیمي ادارو کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي یا په نورو ډولونو زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښې په ۸۳ هېوادونو کې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵۵ هېوادونه د وسله‌والو شخړو او جګړو ښکېل هېوادونه دي.

د «تر برید لاندې زده‌کړې» بنسټ افغانستان ته په اشارې ویلي چې طالبان لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ځینې ښځینه ښوونکې یې نیولې دي. بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د زده‌کړو پر حق مستقیم برید ګڼل کېږي.

د دې بنسټ مشرې څېړونکې، فیلیسِټي پیِرس، ویلي: «موږ باور لرو چې د بریدونو واقعي شمېر تر ثبت شویو پېښو ډېر لوړ دی، ځکه د جګړو پراخېدل، د بشري مرستو محدود لاسرسی او د معلوماتو د راټولولو ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼې پېښې هېڅکله ثبت نه شي.»

د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له زیاتېدو سره، د وسله‌والو شخړو کچه د دویمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

راپور ښيي چې تر ټولو ډېر بریدونه په کولمبیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، فلسطین او اوکراین کې ثبت شوي دي. یوازې په اوکراین کې له ۹۰۰څخه ډېر بریدونه پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو راپور شوي دي.

د راپور له مخې، په فلسطین کې پر تعلیمي بنسټونو له دوو زرو ډېر بریدونه ثبت شوي او د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د غزې نږدې ټول ښوونځي یا زیانمن شوي او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. همداراز، په هایټي کې پر ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو له ۴۰۰څخه ډېر بریدونه شوي دي.

راپور زیاتوي چې نجونې او ښځې د تاوتریخوالي، تبعیض او د زده‌کړو له حق څخه د محرومېدو له لوړ خطر سره مخ دي. په ځانګړي ډول په کامرون، کولمبیا، هایټي او نایجیریا کې د نجونو پر ښوونځیو هدفي بریدونه او له جګړو سره تړلی جنسي تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د موندنو له مخې، په دې موده کې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو پوځي کارونه هم نږدې دوه برابره شوي او لږ تر لږه ۱۹۰۰ داسې پېښې ثبت شوې دي چې پکې تعلیمي ودانۍ د پوځي موخو لپاره کارول شوې دي.

د «تر برید لاندې زده‌کړې» بنسټ له حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زده‌کوونکو او ښوونکو قانوني خوندیتوب پیاوړی کړي، د ښوونځیو پوځي کارونې ته د پای ټکی کېږدي او پر تعلیمي بنسټونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

برېتانیاوي چارواکو د روسیې نفت وړونکې بېړۍ چلونکی د بندیزونو ماتولو په تور نیولی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
برېتانیاوي چارواکو د روسیې نفت وړونکې بېړۍ چلونکی د بندیزونو ماتولو په تور نیولی
100%

رویټرز د برېتانیا د جرمونو ملي ادارې (NCA) په حواله راپور ورکړی چې د مانش کانال کې بریتانوي سمندریزو ځواکونو د روسیې د نفت ایستلو بیړۍ چلونکی هندی اجی پینټ، په دې تور نیولی چې د روسیې نفت او نفتي محصولات یې د نړیوالو بندیزونو خلاف نورو هېوادونو ته لېږدول.

یاد ټانکر، چې «سمیرتوس» نومېږي، د انګلستان په سمندري کانال مانش کې د برېتانوي سمندري ځواکونو له خوا ودرول شو او وروسته وپلټل شو. چارواکو بېړۍ نیولې او تر څارنې لاندې یې ساتلې ده.

برېتانیا وایي چې دا بېړۍ د روسیې د پټو بیړیو له ډلې څخه ده. دا هغه بېړۍ دي چې د روسیې پر ضد لګول شوي بندیزونه د پټو فعالیتونو او د نورو هېوادونو د بیرغونو په کارولو سره ماتوي.

ټاکل شوې چې اجی پنت سې شنبې محکمې ته حاضر شي او د هغه دوسیه به هلته وڅېړل شي.

برېتانیا تر اوسه نږدې ۶۰۰ هغه بېړۍ تر بندیزونو لاندې راوستي چې د روسیې د نفتو په پټ لېږد کې د ښکېلتیا شک پرې کېږي. لوېدیځ هېوادونه باور لري چې د روسیې د نفتو عواید د اوکراین په جګړه کې د مسکو مالي ملاتړ کوي.

په امریکا کې یوه بي۵۲ بم غورځونکې الوتکه راغورځېدلې او په‌کې ناست ۸ کسان مړه شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۹ GMT+۱
په امریکا کې یوه بي۵۲ بم غورځونکې الوتکه راغورځېدلې او په‌کې ناست ۸ کسان مړه شوي
100%

د امریکا په کلیفورنیا کې د هوايي ځواک یوه بې۵۲ سټراټوفورټرېس بم غورځونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ د اډوارډز له هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راغورځېدلې ده. د دغې هوايي اډې چارواکي وايي، داسې انګېرل کېږي، چې په الوتکه کې سپاره د عملې ټول غړي یعنې ۸ کسان وژل شوي دي.

اډوارډز هوایي اډې له پېښې شاوخوا څلور ساعته وروسته په یوې اعلامیې کې وویل، دغه اته انجن لرونکې جټ الوتکه چې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږدولو لپاره جوړه شوې، د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال راغورځېدلې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د لاس انجلس په ۱۰۰ مایلۍ کې شمال لور ته د پېښې د ځای له هوا څخه اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د دښتې د ځمکې یوه برخه چې کابو د فوټبال د یوه میدان په اندازه سوځېدلې او لوګي ترې پورته کېږي. په ویډیو کې د الوتکې کومې لویې پاتې شونې په اسانۍ سره نه تر سترګو کېږي.

اډوارډز هوایي اډې زیاته کړې: «د هوایي ځواک یوه بي۵۲ سټراټوفورټریس الوتکه چې اته کسان په‌کې سپاره وو او پر یوې عادي ازمایښتي دندې بوخته وه، نن له الوتو وروسته راغورځېدلې ده. لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې له دې پېښې څخه څوک ژوندي نه‌دي پاتې».

د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي، خو په اړه یې د پلټنو له دوامه خبر ورکړل شوی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې
100%

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې چارواکو د قزاقستان په الماتي ښار کې په یوې غونډه کې د افغانستان د وضعیت، د سیمې پر امنیت د هغه د اغېزو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شوې او د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو استازو اتمه ناسته وه.

په غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د روانو تحولاتو، د سیمې پر ثبات د هغوی د اغېزو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکاریو د راتلونکو فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د خبرو اترو یو مهم محور د افغانستان له لارې د ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو پراختیا وه. چارواکو ویلي چې د دغو لارو پراختیا کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپا سره اقتصادي نښلونې لا زیاتې کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د سیمه‌ییزو ننګونو د حل لپاره پر سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار شوی دی. ګډونوالو په الماتي ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخو د سیمه‌ییز مرکز فعالیتونه هم مهم بللي دي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو د پرمخ بېولو او له افغانانو سره د بشري او تعلیمي مرستو په برخه کې د قزاقستان د رول ستاینه وکړه.

د ناستې په پای کې استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره به د منځنۍ اسیا د هېوادونو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ همکارۍ دوام ومومي.

په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی و.