• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک شوه

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د ازبکستان د تاشکند د پنځم نړیوال فورم په نندارتون کې د افغانستان د یوه خصوصي شرکت او د ازبکستان د دولتي شرکت تر منځ د کانونو په برخه کې یوه هوکړه لاسلیک شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دغې هوکړې ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر بولي.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د تاشکند د پنځم نړیوال فورم په نندارتون کې د دغې خونې رييس سیدکریم هاشمي او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر غړو ګډون کړی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه نندارتون کې د افغانستان د ظرفیتونو او پانګونې فرصتونه معرفي شول، له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د بهرنیو پانګونو د جذب، د صادراتو د ودې او د افغانستان د خصوصي سکټور او نړیوالو شرکتونو ترمنځ د همکاریو د رامنځته کېدو په موخه هم هڅې شوې دي.

د دغه نندارتون په څنډه کې د افغانستان د یوه خصوصي شرکت او د ازبکستان د یوه دولتي شرکت ترمنځ د کانونو د اکتشاف او استخراج، د کاني موادو د پروسس او تصفیې، د معیاري لابراتوارونو د جوړولو، د بېخبناوو د پراختیا او په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د همکاریو یوه هوکړه لاسلیک شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي، په دې هوکړې سره تر لسو میلیونو ډالرو پورې د پړاویزې پانګونې د جذب زمینه برابره شوې او تمه کېږي چې دغه همکاري به د کانونو د سکټور په ودې، د ټکنالوجۍ په لېږد، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په زیاتوالي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د کانونو، صنعت، انرژۍ او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې او د پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دې ستر اقتصادي فورم کې د نړۍ له پنځوسو څخه د زیاتو هېوادونو څه باندې څلور زره مشرانو، پانګوالو، صنعتکارانو، سوداګرو، د عامه او خصوصي سکټورونو پرېکړه نیوونکو ګډون کړی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

بې پولې خبریالان: د ځیرکو موبایلونو‌ پر استعمال د طالبانو بندیز د معلوماتو سرچینې پرې کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۱
بې پولې خبریالان: د ځیرکو موبایلونو‌ پر استعمال د طالبانو بندیز د معلوماتو سرچینې پرې کوي
100%

د بې پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د ځیرکو موبایلونو کارولو باندې د طالبانو بندیز د رسنیو پر ازادۍ برید بللی او وايي، طالبان په دې اقدام سره د خبریالانو د معلوماتو سرچینې پرې کوي.

یاد سازمان د چارشنبې په ورځ، په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا پریکړه د هغو محدودیتونو برخه ده چې په دې وروستیو کې طالبانو لګولي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د طالبانو له دوولسو زیات داسې لارښودونه ثبت کړي چې د کره معلوماتو خپرولو مخه نیسي.

یاد سازمان ویلي، چې دا حکمونه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، امر بالمعروف وزارت او ځايي ولایتي چارواکو له‌خوا صادر شوي دي.

طالبانو له قزاقستان نه افغانستان ته د استادانو د لېږلو او علمي همکاریو غوښتنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
طالبانو له قزاقستان نه افغانستان ته د استادانو د لېږلو او علمي همکاریو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په یوه انلاین غونډه کې د قزاقستان د علومو او لوړو زده کړو له وزیر غوښتي چې افغانستان ته د قزاقستاني استادانو د لېږلو، د افغان استادانو د وړتیاوو د لوړولو او په پوهنتونونو کې د څېړنیزو مرکزونو د جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، ندیم په یوه انلاین غونډه کې د قزاقستان د علومو او لوړو زده کړو له وزیر سره د علمي او څېړنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

یاد وزرات لیکلي چې ندامحمد ندیم د علمي همکاریو تر څنګ ویلی د اوبو کمښت، د خوړو ستونزې او اقلیمي بدلونونه هغه ننګونې دي چې افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله ورسره مخ دی او د دوی اداره یې حل ته پاملرنه کوي.

هغه له قزاقستان څخه غوښتي چې د ګډو علمي او څېړنیزو پروګرامونو، افغانستان ته د قزاقستاني استادانو د لېږلو، د افغان استادانو د وړتیاوو د لوړولو او د افغانستان په پوهنتونونو کې د څېړنیزو مرکزونو د جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

د وزارت په وینا، د قزاقستان د علومو او لوړو زده کړو وزیر سایاسات نوربیک ویلي چې د دوی اساسي تمرکز د اوبو، خوړو او اقلیمي بدلونونو پر ستونزو دی، ځکه دواړه هېوادونه له دغو ننګونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې د ژوند ټولې برخې د دغو درېیو موضوعاتو تر اغېز لاندې دي او اړتیا ده چې جدي پاملرنه ورته وشي.

نوربیک همدارنګه ویلي چې قزاقستان به د یادو برخو ترڅنګ له افغانستان سره په نورو سکټورونو کې هم همکاري وکړي.

د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه د قوش تېپې کانال د غځېدو له امله اندېښمن دي او غواړي له طالبانو سره د دغو اوبو د مدیریت په برخه کې همغږي را منځته کړي.

د ایران بندیز؛ اسلام اباد به د طالبانو مخالفانو ته غېږ پرانیزي؟

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار
د ایران بندیز؛ اسلام اباد به د طالبانو مخالفانو ته غېږ پرانیزي؟
100%

د مقاومت جبهې دوو جګپوړو غړو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ایران دغه جبهه له طالبانو سره له جګړې منع کړې. دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تهران د ملي مقاومت جبهې ته ویلي: «پر طالبانو ډز زموږ پر لور د ډزو په معنا دی».

تهران دغه راز په ایران کې مېشت د ملي مقاومت جبهې غړي تر فشار لاندې راوستي دي. ایران پر هغو پخوانیو افغان پوځیانو هم محدودیتونه لګولي چې په ایران کې ژوند کوي.

دا لومړی ځل دی، چې تهران په زغرده د طالبانو له وسله والو مخالفانو نه ددې ډلې خلاف د بریدونو پرېښودو غوښتنه کوي.

د افغانستان په لنډ تاریخ کې هېڅ وسله‌وال جریان یوازې په کوردننه حضور نه دی متکي شوی.

د تېرو څلورو لسیزو تجربې ښيي چې افغان وسله والې ډلې ډېری د سیمې د هېوادونو له ملاتړه برخمنې پاتې شوې دي. له مجاهدینو او متحدې جبهې نیولې، تر طالبانو پورې، د افغانستان ډېری جنګیالۍ ډلې د خپل پایښت لپاره د سیمې د یوه یا څو هېوادونو له مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړه برخمنې وې.

خو داسې ښکاري چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته، د سیمې د هېوادونو په سیاستونو کې یو تدریجي بدلون راغلی دی. دشنونکو په باور، د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د طالبانو پر ضد یو نسبي سیمه‌ییز محور موجود و، خو نن د سیمې ډېر لوبغاړي د طالبانو د نسکورولو پر ځای، د افغانستان د بې‌ثباتۍ د مهارولو او د موجود وضعیت د مدیریت په لټه کې ښکاري.

که دا ارزونه سمه وي، نو یوه مهمه پوښتنه داده، چې که ایران د طالبانو پر مخالفانو کړۍ تنګه کړي او تاجکستان هم د روسیې او منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د تعاملي سیاست تر اغېز لاندې محتاط دریځ وغځوي، نو د طالبانو د مخالفو جبهو لپاره به چاپیریال څه ډول بڼه خپلوي؟

ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي او که د چین ستراتیژیکې اندېښنې او د سیمې د قدرتونو د ثبات غوښتنې تګلارې به د هر ډول نوې جبهې د راټوکېدو مخه ونیسي؟

ایران او طالبان د ۱۹۹۰یمو کلونو په وروستیو کې د جګړې تر درشل رسېدلي وو. د مزار شریف پېښه، د ایراني ډیپلوماتانو وژل او د متحدې جبهې پراخ ملاتړ، تهران د طالبانو د سرسخته مخالف په توګه مطرح کړی و. خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د سیمې امنیتي او جیوسیاسي چاپېریال بدل شوی دی. ایران، چې د امریکا له بریدونو او په منځني ختیځ کې له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی، د افغانستان په پولو کې د یوې نوې جبهې د پرانیستلو ګټه نه ویني.

د امریکا او اسراییل د بریدونو په پایله کې رامنځته شویو فشارونو، د سوریې او لبنان تحولاتو او له خلیجي هېوادونو سره د اړیکو ترینګلتیا تهران دې ته اړ کړی چې د خپلو ختیزو سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.

«پر طالبانو ډز زموږ پر لور ډز» پیغام له ایران ضد وسله والو ډلو د تهران اندېښنو ته هم اشاره ده، چې له طالبانو سره د کړکېچ په صورت کې د دغه هېواد پولې ناامنه کولی شي.

د تاجکستان محتاطانه دریځ

تاجکستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته، ددې ډلې په تړاو خورا محتاطانه دریځ خپل کړی.

دوشنبې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او وخت ناوخت د سرحدي ناامنۍ او د وسله والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندوي.د تاجکستان احتیاط د طالبانو له ایډیالوژیکې څېرې ډېر د یوې متقابلې سناریو له امله دی.

د دوشنبې له نظره، که د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت بیا فعال شي، دا به یوازې د طالبانو او د هغوی د مخالفانوترمنځ محدود پاتې نه شي. طالبان هم ګڼ داسې کارتونه په لاس کې لري، چې د دوشنبې پرضد یې کارولی شي. په دې توګه د افغانستان جغرافیا یو ځل بیا د منځنۍ اسیا پر لور د بېلابېلو افراطي ډلو، داعش خراسان، القاعدې او نورو وسله والو شبکو د ټوپ اچونې په تختې بدلېدای شي. له همدې امله، دوشنبه، سره له دې چې لا هم پر طالبانو ژوره بې‌باوري لري، د بشپړ تقابل پالیسي د ځان په ګڼه نه بولي.

100%

پر دې سربېره، روسیه، چې پخوا یې طالبانو ته د امنیتي ګواښ په سترګه کتل، نن هغوی خپل متحدان او د منځنۍ اسیا د ثبات د یوې برخې په توګه ارزوي. ازبکستان او قزاقستان له طالبانو سره د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي. ترکمنستان انرژۍ او ټاپي پروژې ته لومړیتوب ورکوي او حتا هند، چې پخوا یې د طالبانو له مخالفو ډلو سره نږدې اړیکې لرلې، له کابل سره د محدود تعامل سیاست غوره کړی دی.

په دې توګه، هغه سیمه‌ییز چاپېریال چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د متحدې جبهې د خلاص مټ فعالیت لپاره زمینه برابره کړې وه، دمګړۍ نه ترسترګو کیږي.

ایا پاکستان وروستی پناه ځای دی؟

که ایران خپله خاوره د طالبانو پر مخالفو ډلو تنګه کړي او تاجکستان هم خپل اوسنی سیاست جاري وساتي، نو پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي؟

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته په تدریجي ډول ترینګلې شوې دي. د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو، پر ډیورنډ کرښه نښتو، پر کابل هوايي بریدونو، د افغان کډوالو ایستلو او متقابلو تورونو د دواړو لوریو ترمنځ بې‌باوري ژوره کړې ده.

پاکستان مخکې هم د طالبانو له مخالفو څېرو سره لیدنې کړې دي. په تېرو څو کلونو کې د مقاومت جبهې او نورو سیاسي جریانونو یو شمېر غړو اسلام‌اباد ته سفرونه کړي او د پاکستان له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره یې لیدلي دي.

له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځېدلی چې پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه د طالبانو مخالفو ډلو ته محدود سیاسي یا لوژستیکي امکانات برابر کړي.

خو دې ته هم باید ډېره خوشبیني ونه ښودل شي، ځکه اسلام‌اباد په ورته وخت کې نه غواړي چې له افغان لوري د تحریک طالبان پاکستان ګواښ لا زیات شي یا طالبان بیخي له صحنې ووځي. پاکستان ښايي هڅه وکړي چې د طالبانو مخالفان د نفوذ او فشار کارت په توګه وکاروي.

پر دې سربېره، د پاکستان په پوځي مشرتابه کې هر تغییر د افغانستان په تړاو ددغه هېواد په سیاستونو کې د تغییر لامل ګرځي او دا تضمین نشته، چې که د پوځ مشر بدلیږي، یا سیاسي تحولات راځي، د طالبانو پر وړاندې به د اسلام اباد پالیسي نه بدلیږي. دا د پاکستان او طالبانو تېرو اړیکو ته په پام تر ټولو مهم ټکی دی، ځکه طالبان له پاکستان سره په اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د پوځ اوسنی مشر بولي.

100%

ظاهرا د ګلګت-بلتستان او د افغانستان د بدخشان ترمنځ پراته غرني مسیرونه د طالبانو د مخالفانو د احتمالي تحرکاتو لپاره یو انتخاب ګڼل کېدای شي. پاکستاني شنونکي هم دا اړخ ډېر تبلیغوي، خو په عمل کې دا سیمه د پراخو او منظمو عملیاتو لپاره مناسب شرایط نه لري. سخت اقلیم، د اکمالاتو ستونزې، محدود نفوس او پېچلې جغرافیا، د طالبانو خلاف د دوامدارې جګړې وړتیا کموي.

تر دې مهمه، دا سیمه د چین د ستراتیژیکو ګټو په ساحه کې راځي.

بیجینګ واخان دهلېز خوندي غواړي او د سنکیانګ امنیت د خپل ملي امنیت نه جلا کېدونکې برخه ګڼي. بیجنګ له اوږدې مودې راهیسې وېره لري چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نور اویغوري وسله‌وال به، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د استوګنې اوږده تجربه لري او د قراقرم له لوړو او ژورو سره روږدي دي، د افغانستان او سیمې له ناامنۍ څخه د بیا تنظیم او بسیج لپاره ګټه پورته کړي.

له همدې امله، چین نه غواړي چې له افغانستان سره په پولو کې یې نوې بې ثباتۍ پیدا شي.

د ځینو شنونکو له نظره، چې د چین او پاکستان اړیکې له نږدې څاري، اسلام اباد د بیجنګ اندېښنې له پامه نه شي غورځولی. د چین-پاکستان اقتصادي دهلېزد بیجینګ ستره اقتصادي پروژه ده او چین به دا خطر ونه زغملی شي، چې د ګلګت-بلتستان، واخان او بدخشان په محور، یا هم بلوچستان کې داسې تحرکات رامنځته شي چې د سنکیانګ امنیت او سیپیک پروژه وګواښي.

حتا که پاکستان له دې ټولو سره د طالبانو مخالفو ډلو ته د ځای ورکولو تصمیم ونیسي، د چین ستراتیژیک نفوذ به یې د حدودو په ټاکلو کې بې اغیزې نه وي.

په دې منځ کې یو مهم ټکی دا هم دی، چې د طالبانو مخالفانو تراوسه ځان د بدیل په توګه نه دی ثابت کړی او له همدې امله د سیمې هېوادونه د طالبانو د بدیل د تقویې پرځای، له کابل سره د تعامل او وضعیت د کنټرول په لټه کې دي.

د طالبانو مخالفې جبهې نن د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله له یوه ستونزمن وضعیت سره مخ دي. حتا که پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه محدود رول ولوبوي، د چین، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو سیمه ییزې ګټې او اندېښنې د طالبانو د مخالفانو د فعالیتونو د چټکېدو فضا تر بل هر وخت تنګوي.

نصیراحمد فایق: طالبان افغانستان له پوهې، ټکنالوژۍ او پرمختګ څخه بې برخې کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
نصیراحمد فایق: طالبان افغانستان له پوهې، ټکنالوژۍ او پرمختګ څخه بې برخې کوي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د علم، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په مټ د خلکو د ژوند ښه والي لپاره نوي لارې پرانیزي، طالبان د افغانستان خلک له بنسټیزو حقونو، عصري زده کړو او معلوماتو ته له لاسرسي محروموي.

فایق د طالبانو د مشر له خوا په دولتي ادارو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ته په غبرګون ویلي، د طالبانو محدودیتونه افغانستان د تمدن له کاروانه شاته ساتي.

نوموړي ویلي، چې د یادې ډلې په واکمنۍ کې د ټولنې نیمايي برخه له زده کړو او کار کولو له حق څخه بې برخې شوې، په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې د عصري علومو زده کړې محدودې شوې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړي ویلي، په قصدي ډول ټولنه له پوهې، ټکنالوژۍ، تمدن او د پرمختګ له کاروان څخه بې برخې کول او بې وزلۍ، ناپوهۍ او انزوا ژوند ته بېول په هېڅ ډول د توجیه او بښنې وړ نه دي.

نصیراحمد فایق زیاته کړې چې هېڅ حکومت د سانسور، ځپنې او د خپلو وګړو د بنسټیزو حقونو او ازادیو د سلبولو له لارې نه شي پایېدلی.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طالبانو مشر د یوه حکم له‌مخې، د دولتي کارکوونکو له لوري د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز لګول شوی دی او په ځینو ولایتونو کې طالبانو د هبت الله د حکم منلو په پار خپل ځیرک موبایلونه مات کړي هم دي.

ازبکستان له افغانستان نه د نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
ازبکستان له افغانستان نه د نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی
100%

د ازبکستان امنیتي ادارې وايي، چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د یوې سترې اندازې نشه‌يي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. ددغو ادارو په وینا، په سرخان‌دریا ولایت کې څه باندې ۳۷،۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

د ازبکستان د امنیتي ادارې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ته معلومات رسېدلي وو چې له افغانستان څخه ازبکستان ته د نشه‌يي توکو یوه جوپه لېږدول کېږي.

د یادې ادارې په وینا، قانون پلي کوونکو ادارو دغه لېږد تر څار لاندې نیولی و او د قاچاقبرانو ټوله لاره یې تعقیب کړې وه.

د یادې ادارې په رپوټ کې راغلي، چې د عملیاتو په پایله کې، د سمرقند په ښار کې دوه ازبکستاني وګړي، چې عمرونه یې ۳۶ او ۲۸ کاله وو، د نشه‌يي توکو د ترلاسه کولو پر مهال ونیول شول.

دغه بار، چې ۲۵،۴ کیلوګرامه تاریاک او ۱۱،۹ کیلوګرامه چرس پکې شامل وو، دوی ته د دوو بهرنیو قاچاقبرانو له خوا سپارل شوی و چې عمرونه یې ۳۲ او ۳۰ کاله وو.

دغه اداره زیاتوي چې په یوه بل عملیات کې، د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې دوه افغان وګړي، چې ۷۰ او ۲۴ کاله عمرونه یې لرل، ونیول شول. دوی هڅه کوله چې ۱،۸ کیلوګرامه تاریاک د ۵ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وپلوري.

د دواړو پېښو په تړاو د نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه راکړې ورکړې په تور جنايي دوسیې ثبت شوې دي. نیول شوي کسان تر توقیف لاندې دي او څېړنې روانې دي.