• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۲۵۷۹ افغان کډوال پــه جبـــري ډول ستانه کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د یکشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۴۷۷ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۲۵۷۹ تنه کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۵۷ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۷۰۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۴۰۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۵۶ کېږي، د سپین‌بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۹ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳ کېږي او ورسره ۴۰۴ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۱۲۶ کورنیو ته چې د غړو شمېر یې ۶۳۲ ته رسېږي له کابل څخه خپلو ولایتونو ته د تللو لپاره څه باندې ۵۳۵ زره افغانۍ کرایې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

طالبانو همداراز ویلي، چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې پر څه باندې ۵۰ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي دي، خو د چارو د شنونکو په باور، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې میلیونونو کډوالو ستنېدو ته په کتو دغه شمېر په نشت حساب دی.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

محمد اشرف غني: د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند ناڅاپي مړينې ودردولم

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱
محمد اشرف غني: د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند ناڅاپي مړينې ودردولم
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د یوازیني او لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه خوشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د هغه ناڅاپي مړینې دردولی دی.

ښاغلي غني د ایکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، مومند «د څښتن له لایتناهي فضا څخه له ملي رنګونو او ملي خبرو سره افغانستان نړۍ ته ور وپېژاند او د افغانیت تر څنګ یې د الهي کتاب – عظیم الشأن قران په منګول کې نیولو سره د خپل اسلامیت ننداره هم د «سیوز» بېړۍ نورو سپرلیو او نړیوالو ته وړاندې کړه».

هغه زياته کړه، په «میر» فضایي تمځای کې د هغه نهه ورځې، له افغانانو څخه د ۱۹۸۸ کال او د دغه لسیزې د نورو کلونو د کورنیو شخړو ترخې هېرې کړې.»

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ د ورپېښې سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ.

ارواښاد مومند هغه لومړنی افغان و چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم هم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي تمځای ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

په پروان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
په پروان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي
100%

د پروان د کوه صافي ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ټرافيکې پېښې له امله ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي. د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په مړه او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د کوه صافي ولسوالۍ د مندیقول سیمې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فلاینکوچ موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په خبرپاڼه کې د یادې پېښې لامل په یاد موټر کې تخنیکي ستونزې یادې شوي او زیاته شوې، چې په مړه او ټپیانو کې ښځې او ماشومان م شامل دي.

خبرپاڼه کاږي، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د مونیخ لاریون؛ افغان معترضانو د هرات د جبرییل پېښې د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
د مونیخ لاریون؛ افغان معترضانو د هرات د جبرییل پېښې د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه
100%

یو شمېر افغان معترضانو د جرمني په مونيخ ښار کې د یوې غونډې پر مهال د هرات د جبرییل سیمې د لاریونونو د ځپلو او پر لاریونوالو د ډزو د پېښې د خپلواکو او نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

دغه لاریون د یکشنبې په ورځ د مونیخ ښاروالۍ د تاریخي ودانۍ مخې ته د افغان کډوالو له خوا ترسره شو. ګډونوالو په خپور کړې پرېکړه‌لیک کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې دي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

ګډونوالو د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو اقداماتو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر اغېز لاندې راوستي دي. د دوی په وینا، د طالبانو دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید څرګندې بېلګې دي.

په پرېکړه‌لیک کې په هرات کې د یو شمېر ښځو نیولو ته هم اشاره شوې او د دغو اقداماتو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. ګډونوالو د نجونو له زده‌کړو محرومول، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معترضانو او خبریالانو نیول، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د اعتراضي غونډو ځپل د اندېښنې وړ موضوعات وبلل.

دوی همداراز د هرات او د افغانستان په نورو سیمو کې د ښځو او معترضانو د خپل‌سرو نیونو او ورسره د ناوړه چلند د درولو غوښتنه وکړه.

د پرېکړه‌لیک په بله برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړې توګه د هرات د جبرییل ښارګوټي له معترضانو سره د طالبانو د چلند په اړه د خپلواکو او نړیوالو څېړنو غوښتنه شوې ده.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښځو پراخې نیونې د جامو یا فرهنګي او مذهبي موضوعاتو له امله نه دي، بلکې د دوی په وینا، دا د ښځو د غلي کولو او ځپلو لپاره یو سیاسي ابزار دی چې د انساني کرامت، فردي ازادیو او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

معترضانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ زیات کړي او د هغوی د حقونو موضوع په نړیوالو فورمونو کې تعقیب کړي. دوی له حکومتونو هم وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل پر مهال د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.

دوی ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې طالبان د افغانستان د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی ونه کړي، نړیواله ټولنه باید د دغې ډلې له هر ډول سیاسي مشروعیت ورکولو او د اړیکو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.

په غزني کې د ۴۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
په غزني کې د ۴۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې
100%

د غزني ښار په مرکز کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ترځمکې لاندې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سوداګریز مارکېټ به چې ۷۰۰ دوکانونه، جومات، هوټلونه، بانکونه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري په دوو کلونو کې جوړ شي.

د طالبانو د غزني ښاروال ابو محمد ثابت په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل:«دغه مارکېټ د خصوصي سکتور له لوري د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړیږي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او ښاري نظم په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري».

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد سوداګریز مارکېټ به له فرخي څلورلارې څخه تر کلاسبز څلورلارې پورې په دوو پوړونو کې تر ځمکې لاندې جوړ شي، چې ۷۰۰ دوکانونه، جومات، هوټلونه، بانکونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاده پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي او د جوړېدو پر مهال به شاوخوا ۴ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د خصوصي سکټور د مسوولینو په وینا، دا به په ټول هېواد کې تر ځمکې لاندې تر ټولو لوی سوداګریز مارکېټ وي

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ
100%

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. د مومند یوه نږدې کس افغانستان انټرنشنل ته د هغه مړینه تایید کړه. مومند لومړنی کس و چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

مومند د دغه ماموریت په لړ کې د «لینین» نښان او د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ.

مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی و او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.

هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړی مسلمان و چې قران کریم یې فضا ته یووړ.

100%

د دغه ماموریت په لړ کې مومند په علمي، طبي او ځمکپېژندنې ازموینو کې برخه واخیسته او له فضا څخه یې د افغانستان انځورونه هم واخېستل.

هغه همدا راز له فضا څخه د خپلې کورنۍ او د افغانستان د هغه وخت له چارواکو سره خبرې وکړې او پښتو ژبه یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو څخه وګرځوله.

له فضا څخه تر راستنېدو وروسته، مومند د شوروي اتحاد له خوا د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ او په افغانستان کې هم وستایل شو.

هغه لږه موده وروسته د افغانستان د هوایي چلند او ګرځندوی د وزارت د مرستیالۍ مقام ته ورسېد.

د ډاکټر نجیب د حکومت په پرځېدو او د کورنیو جګړو په توندېدو سره، مومند افغانستان پرېښود او په جرمني کې مېشت شو. عبدالاحد مومند په جرمني کې څه موده د بادن وورتمبرګ ایالت په شټوټګارټ پوهنتون کې د تشیال څیړنو په انستيتوت کې په کار بوخت و او وروسته یې له یوې کمپنۍ سره دنده کوله.

هغه کله ناکله د ستورمزلۍ د تاریخ او افغانستان په اړه په غونډو او پروګرامونو کې ګډون کاوه.