پزشکیان د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: «ایران او پاکستان په ارمانونو او هیلو کې ژورې ګډې موخې لري». هغه د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او دا یې د دغه هېواد د فرهنګ محصول ګڼلې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: «ایران او پاکستان په ارمانونو او هیلو کې ژورې ګډې موخې لري». هغه د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او دا یې د دغه هېواد د فرهنګ محصول ګڼلې دي.
پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي «پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې مې د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو د ستاینې په موخه، له خپلو وروڼو اصف علي زرداري، شهباز شریف او عاصم منیر سره د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.»
د ایران ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته تللي وو.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي لانجې په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې د خبرو اترو او هوکړې لپاره د اسانتیا برابرولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو یوازینۍ او اصلي موخه د نفتو د بیو راکمول وو.
بولټن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د ایران د اټومي پروګرام او د تهران له لوري په نړیواله کچه د ترهګرۍ د ملاتړ مسئله په کافي اندازه نه وه په پام کې نیول شوې.
نوموړي زیاته کړې چې د مذاکراتو تمرکز تر ډېره پر اقتصادي او د انرژۍ اړوندو مسایلو و، په ځانګړي ډول دا هڅه کېده چې د نړیوال بازار د نفتو بیې راټیټې شي او د انرژۍ په بازارونو کې ثبات رامنځته شي.
د بولټن په وینا، د ایران د اټومي فعالیتونو او د دغه هېواد د سیمهییزو او نړیوالو سیاستونو احتمالي اغېزې د خبرو اترو په بهیر کې د لومړیتوب وړ موضوعاتو له ډلې نه وې.
هغه ټینګار کړی چې هر ډول هوکړه باید نه یوازې اقتصادي اړخونه، بلکې د ایران اټومي پروګرام، سیمهییز فعالیتونه او امنیتي اندېښنې هم په پراخه توګه په پام کې ونیسي.
د جان بولټن دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا د اړیکو، اټومي پروګرام او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه او سیاسي اختلافات لا هم دوام لري.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې په بلجیم کې یې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد چې بروکسل ته تللی، د فدرالي څارنوالۍ په دفتر کې شکایت ثبت کړی دی. دغه نړیوال بشري بنسټ د بلجیم په خاوره کې د طالبانو د پلاوي د غړو د نیولو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د سېشنبې ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد یې په محکمه کې شکایت ثبت کړی چې د افغان کډوالو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لپاره د اروپایي کمېسیون په بلنه بروکسل ته ورغلی و.
دغه معتبر نړیوال بنسټ په خپل حقوقي عریضه کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې یادونه کړې چې له مخې یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم صادر شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم شرعي د نیولو حکم د «بشریت ضد جرمونو» په تور صادر کړی و.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون مشر الکسي دسوف ویلي چې د اروپایي ټولنې په خاوره کې له طالبانو سره خبرې اترې «یو غیردموکراتیک رژیم ته سیاسي مشروعیت وربښي». هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې «نږدې په بشپړه توګه» له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.
سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو او د طالبانو مخالفانو له دې سفر سره مخالفت ښودلی و، د طالبانو پلاوی د سېشنبې په ورځ بروکسل ته ورسېد څو د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي چې جرمونه یې ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.
دغه پلاوی د محدودې او یوازې د یوې ورځې ویزې په ترلاسه کولو بلجیم ته داخل شوی و او د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته یې د دغه هېواد خاوره پرېښوده.
په اروپایي کمېسیون کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو پلاوي لږ تر لږه د ۱۵ اروپایي هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون همداراز له اروپایي ټولنې غوښتي چې د جبري بېرته ستنولو د منع اصل ته درناوی وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅوک باید هغو هېوادونو ته په زور ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند، خوندیتوب او بنسټیز حقونه له جدي ګواښ سره مخ وي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، چې طالبانو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د مخدره موادو تولید او قاچاق تر ډېره له منځه یوسي.
سرګي شویګو په هند کې د ملي امنیت د سلاکارانو له غونډې وروسته د طالبانو د مخدره موادو ضد اقداماتو ته په اشارې وویل: «د افغانستان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د کمولو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي دي. هغوی د دې کار لپاره ځانګړی پروګرام درلود، هغه یې تعقیب کړ او په پای کې یې عملي کړ.»
د روسیې د امنیت شورا منشي د شته شمېرو پر بنسټ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی دی.
د شویګو دا څرګندونې د هغه له پخواني دریځ سره څرګند توپیر لري. نوموړي د جوزا په پنځمه، په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ویلي وو: «د افغانستان وضعیت لا هم پېچلی دی. د مخدره موادو او وسلو د قاچاق ګواښ لا هم موجود دی او د نړیوالو ترهګرو ډلو او سازمانونو فعالیتونه دوام لري.»
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشهيي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړ. که څه هم نړیوالې شمېرې د کوکنارو په کر کې د پام وړ کموالی ښيي، خو دا پدیده په بشپړه توګه نه ده درېدلې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.
تېر کال په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین د طالبانو او سیمهییزو بزګرانو ترمنځ د خونړیو نښتو لامل شو.
بل لور ته، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوکنارو د کر د کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشهيي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی چې سره له دې چې د کوکنارو کر شل سلنه کم شوی، د صنعتي نشهيي توکو، په ځانګړې توګه د مېتآمفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو روان دی.
د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د مېتآمفتامین د نیولو او کشف شویو پېښو کچه د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په پارلمان کې د «افغانستان له خلکو سره د پارلماني دوستۍ ډلې» جوړېدل د افغانانو لپاره د اسټرالیا د دوامداره ملاتړ، همغږۍ او ژمنتیا نښه ده.
د افغانستان سفارت د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډله د اسټرالیا د پارلمان په ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړو، سناتورانو، مدني ټولنو او د افغان-اسټرالیایي ټولنې د استازو په حضور کې پرانیستل شوه.
په دې غونډه کې د اسټرالیا د پارلمان مشر د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی او د افغانستان د سفیر او د سفارت د ټیم هڅې یې ستایلې دي.
د «افغانستان له خلکو سره د پارلماني دوستۍ ډلې» ګډ مشر جولیان هیل هم د افغانستان د سفیر د فعالیتونو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د بشري حقونو په ملاتړ کې یې د هغه رول مهم بللی دی.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم په دغه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې اسټرالیا نه غواړي اوسنی وضعیت په افغانستان کې په یوه «نوې عادي بڼه» بدل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسټرالیا به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ به وکړي او طالبان به د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکونې ته وهڅوي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د اسټرالیا د حکومت او پارلمان له ملاتړ څخه مننه کړې او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته د زیانمنو افغانانو د ایستلو، لېږد او بیا مېشتېدو په برخه کې د اسټرالیا رول مهم بللی دی.
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند صدیق صدیقي وایي، چې اروپايي ټولنې له طالبانو سره په جوړجاړي او هغوی ته په امتیاز ورکولو، خپلو ژمنو، ارزښتونو او پالیسیو ته شا کړې ده. هغه زیاتوي، دې ډلې افغانستان د خلکو لپاره په یو رښتیني دوزخ بدل کړی دی.
صدیق صدیقي په خپل پیغام کې لیکلي، میلیونونو افغانانو په ۲۰۰۱ کال کې د مقاومت ځواکونو او امریکایي پوځیانو له خوا د طالبانو له ماتې وروسته، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د حضور تود هرکلی وکړ. د هغه په وینا، اروپایي ټولنه د ۲۰ کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شوه او د یو داسې ازاد هېواد لپاره یې د افغانانو د خوبونو ملاتړ وکړ، چې ښځې او نارینه پکې په وقار سره ژوند وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند پر اروپایي ټولنې سختې نیوکې کړې او پوښتنه یې ترې کړې، چې ولې ناڅاپه افغانانو ته شا اړوي او له خپلو ژمنو او ارزښتونو پر شا کېږي. هغه زیاته کړې، اروپایي ټولنه داسې یوې ډلې ته امتیازات ورکوي چې لا هم د نړیوالې ترهګرۍ کوربه توب کوي او پر افغانانو ظلمونه کوي. صدیقي د اروپایي ټولنې دا ډول چلند د افغانانو په حق کې یو لوی ظلم بللی دی.
د ښاغلي صدیقي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې تېره ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د چارواکو او د طالبانو د یو پلاوي ترمنځ د کډوالو د مسلو په اړه خبرې اترې شوې دي. د دغو لیدنې په غبرګون کې ګڼو افغان او نړیوالو فعالانو اندېښنه ښودلې چې دا ډول تعامل به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا وي.
له بلې خوا، د اروپایي کمیسیون سرچینو او یو شمېر قانونپوهانو په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنې تایید کړې دي. د هغوی په وینا، دغه خبرې اترې په اروپا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې چې په سختو جرمونو محکوم شوي او د دغو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي. په ورته وخت کې، د کمیسیون ویاندویانو ټینګار کړی چې دا ډول تخنیکي خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.