خپل عیب او د نورو ښه؛ د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او سیاسي اخلاقو له لیدلوري

سهار وختي د دروازې د ټک ټک غږ شو. دروازه مې چې پرانیسته، مریم جانه ولاړه وه؛ زما د لور د مور په څېر مهربانه ښوونکې او ګاونډۍ.

سهار وختي د دروازې د ټک ټک غږ شو. دروازه مې چې پرانیسته، مریم جانه ولاړه وه؛ زما د لور د مور په څېر مهربانه ښوونکې او ګاونډۍ.
هغې په شیشهیي پتنوس کې د محرم په مناسبت خوږه شوله راوړې وه. پتنوس یې په ښکلي بدخشي ټوکر پوښلی و او د ناوې د ډولۍ په شان ښکارېده. مریم جانه ټول مناسبتونه په مینه پالي او تل د هر پخلي برخه له موږ سره شریکوي. هغې پتنوس راکړ، خو په بیړه کې وه. د موټر کیلي یې په لاس کې وه او چېرته روانه وه. ما هم خپله خوږه شوله په هماغه پتنوس کې کېښوده او هغې ته مې ورکړه.
څه شېبه وروسته یې راته پیغام راولېږه: «ستا شوله ډېره خوندوره وه؛ رنګ یې ښکلی، خوږوالی یې مناسب، ترکیب یې برابر او د محمدي ګل، بادامو او پستې سینګار یې ډېر ښکلی و». وروسته یې په سادهګۍ ولیکل: «زما شوله لږه پیکه وه او نرموالی یې هم مناسب نه و».
دا پېښه که څه هم عادي ښکاري؛ خو د انسان د شخصیت، ځانپوهاوي، اخلاقي ودې او ټولنیز شعور یوه ژوره بېلګه ده. مریم جانې پرته له دې چې خپل ارزښت کم وبولي، خپله نیمګړتیا یاده کړه او د بل چا ښه یې په اخلاص وستایه. همدا چلند د سالم شخصیت، اخلاقي جرئت او رواني بلوغ څرګندونه کوي.
د ارواپوهنې له نظره؛ د خپل عیب منل د ځانپوهاوي (Self-awareness) له مهمو نښو څخه دي. ځانپوهاوی انسان ته دا وړتیا ورکوي چې خپل فکر، احساسات او چلند په واقعبینانه ډول وارزوي. مشهور ارواپوه Carl Rogers باور درلود، چې د شخصیت سالمه وده هغه وخت ممکنه ده چې انسان خپل «واقعي ځان» په صداقت ومني. د هغه په اند، د خپل عیب منل د ځان سپکاوی نه؛ بلکې د اصلاح او ذهني ودې لومړنی شرط دی. په مقابل کې، د نورو د نیمګړتیاوو دوامداره لټون او د خپلو تېروتنو پټول د دفاعي رواني مېکانېزمونو یوه بڼه ده چې انسان له ځاناصلاح لرې کوي او د غرور، حسد او منفي سیالۍ لامل ګرځي.
له ټولنپوهنیز لیدلوري، د خپلو نیمګړتیاوو منل او د نورو د ښو ځانګړنو ستاینه د ټولنیزې پانګې (Social Capital) د پیاوړتیا مهم عوامل دي. ټولنیزه پانګه د باور، همکارۍ، ګډو ارزښتونو او متقابل مسوولیتونو ټولګه ده. مشهور ټولنپوه Robert D. Putnam باور لري، چې هر څومره په یوه ټولنه کې متقابل باور، همکاري او د نورو د ارزښتونو درناوی زیات وي، هماغومره یې ټولنیزه پانګه پیاوړې او د پرمختګ ظرفیت لوړ وي. له همدې امله، هغه ټولنې چې د ځاننقد فرهنګ پهکې دود وي، د همکارۍ، زغم او ټولنیز ثبات له لوړ ظرفیت څخه برخمنې وي؛ خو په هغو ټولنو کې چې ځانستاینه او د نورو ملامتول عام وي، بېباوري، قطبي کېدل او ټولنیز واټن زیاتېږي.
دغه اصل په سیاسي ژوند کې لا ډېر اهمیت پیدا کوي. سیاست یوازې د واک ترلاسه کول نهدي؛ بلکې مسوولیت، حسابورکونه، شفافیت او د خلکو د حقونو ساتنه هم ده. د سیاسي ارواپوهنې له نظره، هغه ادارې او سیاسي مشران چې خپلې نیمګړتیاوې نه مني او د ناکامیو مسوولیت په دوامداره توګه پر پخوانیو نظامونو، سیاسي مخالفینو یا بهرنیو عواملو وراچوي، د «بهرني ملامتولو» (Externalization of Blame) فرهنګ رامنځته کوي. دغه ډول چلند د پالیسۍ اصلاح کمزورې کوي او د عامه باور بنسټ زیانمنوي.
په ټاکنیزو کمپاینونو کې هم دغه ستونزه په روښانه ډول لیدل کېږي. ډېری نوماندان د خپلو پروګرامونو او حللارو پر ځای د خپلو سیالانو د نیمګړتیاوو په لویولو تمرکز کوي، حال دا چې خپلې کمزورۍ نه مني. د سیاسي اړیکو او عامه افکارو د څېړنو له مخې، منفي کمپاینونه که څه هم لنډمهاله تبلیغاتي اغېز لرلای شي؛ خو په اوږدمهال کې پر سیاسي بنسټونو د خلکو باور کموي، ټولنه قطبي کوي او د سیاسي مشارکت کیفیت ټیټوي. برعکس، هغه نوماندان چې خپلې نیمګړتیاوې مني، د سیالانو مثبت اقدامات هم په انصاف یادوي او د پروګرامونو او شواهدو پر بنسټ سیالي کوي، د عامه باور د ترلاسه کولو ډېر فرصت مومي.
د افغانستان په اوسني وضعیت کې د طالبانو اداره هم له همدې معیارونو مستثنا نهده. د واکمنۍ له څو کلونو وروسته، د هرې ادارې ارزونه باید د هغې د خپلو پرېکړو او پایلو پر بنسټ وشي. د نجونو د زدهکړې محدودول، د ښځو د کار او ټولنیز حضور محدودول، د بیان ازادۍ محدودېدل، د مدني ټولنې د فعالیت کمېدل، د متخصصو کادرونو وتل، اقتصادي ځوړ او نړۍواله انزوا هغه موضوعات دي چې د واکمنې ادارې له پالیسیو سره تړاو لري او د هماغې ادارې د مسوولیت په چوکاټ کې ارزول کېږي. د پخوانیو نظامونو نیمګړتیاوې د اوسنیو ستونزو د دوام لپاره دایمي توجیه نهشي کېدای، ځکه د سیاسي علومو له نظره هره واکمنه اداره د خپلې واکمنۍ د دورې د پرېکړو او پایلو لومړنۍ مسووله ده.
همدارنګه د رسنیو، معلوماتو او ارتباطي وسایلو پر فعالیت د محدودیتونو زیاتول، د موبایلونو او کمرې کارولو محدودول، یا د معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي هڅې، د یوې ادارې د نیمګړتیاوو د پټولو اغېزمنه لاره نهشي کېدای. د حکومتولۍ او سیاسي اړیکو په ادبیاتو کې شفافیت او د اطلاعاتو ازاد جریان د عامه باور د رامنځته کولو اساسي شرطونه ګڼل کېږي. د سیاسي فیلسوف Karl Popper په اند، پرانیستې ټولنه هغه ده چې پهکې واک د نقد، پوښتنې او حسابورکوونې پر وړاندې تړل شوی نهوي. هر څومره چې د معلوماتو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شي، هماغومره د اوازو، بېباورۍ او د مشروعیت د کمېدو احتمال لوړېږي. برعکس، هغه اداره چې نقد زغمي، د رسنیو ازادي مني او د خلکو پوښتنو ته ځواب وایي، د اصلاح او دوامدار مشروعیت لپاره پیاوړی بنسټ برابروي.
سیاسي علوم ښيي چې اغېزمنه رهبري د تېروتنو د نشتوالي په معنا نهده؛ بلکې د تېروتنو د منلو، د اصلاح د ارادې او له تجربو څخه د زدهکړې په وړتیا کې نغښتې ده. هغه اداره یا سیاسي مشر چې خپلې نیمګړتیاوې په شفاف ډول ارزوي، د خلکو نقد اوري، د مخالف نظر زغم ولري او خپلې پالیسۍ د شواهدو پر بنسټ اصلاح کړي، د مشروعیت، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره قوي بنسټ برابروي.
په پایله کې، «خپل عیب او د نورو ښه» یوازې یوه اخلاقي وینا نهده؛ بلکې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او سیاسي علومو له نظره د سالم شخصیت، ټولنیز اعتماد، مسولانه رهبرۍ او ښه حکومتولۍ بنسټیز اصل دی. هغه فرد، اداره او ټولنه چې د ځاننقد جرئت ولري، خپلې نیمګړتیاوې په صداقت ومني او د نورو ښېګڼې په انصاف وارزوي، د فکري ودې، ټولنیز ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره تر ټولو پیاوړی بنسټ ږدي. د مریم جانې هغه ساده جمله چې «زما شوله پیکه وه، خو ستا ډېره خوندوره وه»، په حقیقت کې د همدې لوی علمي، اخلاقي او انساني اصل یوه ژوندۍ بېلګه ده.