د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوو مرستیالانو د استاد حبیبالله رفیع چې تازه له کاناډا راستون شوی پوښتنه کړې او ورسره یې د اثارو د چاپ او نورو څېړنو د ترسره کولو په برخو کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. دغو طالبانو د استاد رفیع د خدمتونو د ستاینې په موخه د «اعزاز پګړۍ» ور په سر کړه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ مرستیال عتیقالله عزيزي او ورسره مل پلاوی یې د هيواد د پیاوړي څيړونکي، تاريخپوه او لیکوال استاد حبیبالله رفيع د عیادت، د خدمتونو د ستاينې او د اعزاز پګړۍ د ور په سر کولو په موخه په کابل کې د استاد کور ته ورغلي و.
د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیقالله عزیزي استاد رفیع ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل: «موږ مو په راتګ خوښ یو، تاسو خپل علمي عظمت او وقار ساتلی دی او د هيواد له غوره څيړونکو څخه ياست، ترسره کړي خدمتونه مو د ډيرې ستاينې وړ دي».
هغه ژمنه وکړه، چې د استاد رفیع د اثارو چاپ ته به زمینه برابروي او زیاته یې کړه: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مو د اثارو د چاپ او نورو څيړنو ترسره کولو په برخه کې همکار دی».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ليدنې په ترڅ کې د دغه وزارت مرستیالانو استاد حبیبالله رفيع ته د «اعزاز پګړۍ» هم ورپه سر کړه.
استاد حبیبالله رفیع د افغانستان د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی وو او په څېړنو او تاریخ لیکنو کې لاسبری دی.
استاد حبیبالله رفیع د افغانستان له رانسکورېدو وروسته کاناډا ته کډوال شو، خو د تېرې سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) بېرته کابل ته راستون شو، چې له طالبانو سربېره د یو شمېر لیکوالانو او عام ولس له لوري یې تود هرکلی وشو.
متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله ټاکلی او په دې سره لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی چې د ماشومانو د انلاین فعالیتونو د محدودولو لپاره دا ډول قانون پلی کوي.
د اماراتو حکومت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، د نوي پرېکړهلیک له مخې به له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د شخصي ټولنیزو رسنیو د حسابونو له جوړولو، کارولو او چلولو منع وي.
د دغه قانون له مخې، ماشومان نه شي کولای په ټولنیزو شبکو کې مطالب خپاره کړي، تبصرې ولیکي، محتوا شریکه کړي او یا هم له عامه ګروپونو سره یوځای شي.
همداراز ، د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکو تنکیو ځوانانو ته به د خوندیتوب ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې د ټولنیزو شبکو د کارولو اجازه ورکول کېږي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا کنټرول، له نااشنا کسانو سره د اړیکو محدودول، د سکرین د وخت مدیریت او د والدینو د څارنې ځانګړنې شاملې دي.
نوي مقررات په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو تطبیقېږي او شرکتونه مکلف دي چې د عمر د تایید لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامنځته کړي. په دې لړ کې به د ډیجیټلي هویت تصدیق او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي کارول کېږي.
د اماراتو حکومت ویلي چې یوازې د کاروونکو شفاهي یا شخصي ادعا به د عمر د تایید لپاره د منلو وړ نه وي.
د مقرراتو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه بند کړي، د عمر د تایید د سیستمونو د تېریدو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمندو اعلاناتو یا د هغوی د چلند د څار او ارزونې لپاره ونه کاروي.
د سنجې دت هتیار فلم ګورم.
شرایطو د یوې ښې کورنۍ بچی بدمعاش او د مافیا سرتاج کړ. خو د ژوند په یوه پړاو کې، کله چې مینې یې زړه نرم کړ او د خپلې خټې او وینې احساس یې راویښ شو، د ښه والي هڅه یې کوله او غوښتل یې بېرته انسانیت ته راوګرځي، خو خلکو یې پر شرافت باور نه کاوه.
د هغوی ناسمو برداشتونو او بدګومانیو یو په ذات روغ انسان په پای کې بېرته تاوتریخوالي ته ورټېل واهه.
دې فلمي کیسې یوه اصلي کیسه را په زړه کړه. کلونه مخکې مې په یوه کاري چاپېریال کې یوه لوستې، ځیرکه او باادبه ځوانه همکاره پېژندله. د مطالعې، پوهې او نرم مزاج له امله یې له خلکو سره خبرې په ادب، احتیاط او درناوي کولې. هغې هڅه کوله چې کارونه په تفاهم، حوصله او مسلکي چلند مخ ته یوسي، خو زموږ په ټولنه او کاري چاپېریالونو کې دا ډول نرمي ډېر وخت د کمزورۍ په سترګه کتل کېږي.
ځینې خلک له انسانیت، صمیمیت او عادي ژوند سره یو ډول حساسیت لري؛ ښايي له نرمۍ، مهربانۍ او د نورو له ازاد حضور سره نا بلده وي. دا فکر یوازې په خبرو او تبصرو کې نه پاتې کېږي؛ کله یې په سړکونو کې هم بڼه ښکاري. په کابل کې د وروستۍ پېښې ویډیوګانو ډېر خلک وځورول؛ یو موټر د سړک پر غاړه روانې نجونې وهي او خپله لار نیسي. خالد ځدراڼ د موټرچلوونکي د نیولو خبره کړې. دلته، د پېښې تر حقوقي اړخ ورهاخوا، یوه بله پوښتنه هم راولاړېږي: ولې د نجونو عادي تګ، زده کړه، کار او حضور لا هم د ځینو لپاره د زغملو نه دی؟
ستونزه د هغو نجونو په تګ، جامو، غږ یا حضور کې نه ده؛ ستونزه د هغه فکر ده چې د ښځې عادي ژوند هم ځان ته ګواښ ګڼي. د ځینو لپاره ښځه په عام ژوند کې لکه اغزی په سترګو کې ښکاري.
دا د نجونو خطا نه ده؛ دا د فکر ستونزه ده. ویکتور فرانکل د انسان په ژوند کې د فکر، انتخاب او غبرګون ارزښت ډېر مهم ګڼي. همدلته د هغه خبره معنا پیدا کوي: انسان تل د شرایطو بشپړ واک نه لري، خو د خپل غبرګون او دریځ مسوولیت ورسره پاتې کېږي. ټولنه چې له صمیمیت، نرمۍ او ښه والي سره عادت نه وي، خشونت، ضرر رسول او غیبت ورته عادي ښکاري، خو د انسان د مهربانۍ او کمینۍ پر وړاندې بدګومانه کېږي. هغه فکر چې د ښځې له موجودیت سره سوله نه لري، د ټولنې له عادي او انساني ژوند سره هم سوله نه لري.
همدا ډول فکر هر ځای خال خال شته؛ حتا په لوستې، پوهې او جهاندیده طبقې کې هم د تبصرو په بڼه ژوندی وي. رښتیا، کیسه پاتې نه شي.
همکاره یوه ورځ شعبې ته په بل ډول راننوتله. په څېره کې یې هغه پخوانۍ موسکا نه وه، بلکې یو ډول جديت ورسره و. هر چا چې غوښتل یې د هغې ارزښت کم کړي، مزاحمت ورته جوړ کړي، یا په کنایه پرې تېر شي، دا ځل یې په موسکا نه، بلکې په جدي ځواب ورسره مقابله کوله.
کله به ترې هېر شول او بېرته به خپل اصلي نرم کرکټر ته ورګرځېده؛ خو کله به یې بیا پر ځان فشار راوړ او هغه جوړ کړی سخت کرکټر به یې نندارې ته وړاندې کړ.
خو دقیقاً هماغو کسانو چې مخکې یې د هغې نرمي چاپلوسي، کمزوري او لودګي ګڼله، بې له ځنډه یې د هغې جديت هم په بل نوم تعبیر کړ. دا ځل تبصرې بدلې شوې؛ چا ویل ښايي شخصي ستونزه ولري، او چا به ویل چې اعصاب یې له بل ځایه خراب دي او اوس په موږ مشري کوي. یعنې بیا هم د ناسمو برداشتونو او ترخو ژبو هدف وه.
خو په دفتر کې یو معنوي او فرهنګي شخصیت دا هر څه څارل او غمجن شو. هېڅ یې ونه ویل؛ یوازې یې د کتابچې پر پاڼه ورته ولیکل:
مهرباني سخت میخواند به چشمانت صنم تازگیها دارد این گل به گریبانت صنم!
ښايي راویښه یې کړه. سبا بېرته له خپل اصلي شخصیت سره راغله؛ هماغه ادب، هماغه حوصله، هماغه نرمي، کمیني او هماغه مسلکي چلند یې له ځان سره راوړ. هغه ثابت قدمه پاتې شوه. هڅه یې کوله خپل نرم مزاج وساتي، خو دا ډول خبرې او ناسمې تبصرې د یوې ورځې نه وې؛ کلونه یې دوام وکړ. حتا ځینو ښځینه همکارانو به هم د هغې نرمي او احتیاط په ناسم ډول تعبیرول او داسې به یې ګڼله لکه هغه چې په قصدي ډول ځان ډېره معصومه ښيي.
خو وخت تېر شو، او هماغه نرمي چې یو وخت یې کمزوري بلله، ورو ورو د ځینو لپاره د زده کړې مثال شوه. ځینو مشرانو او همکارانو، چې عمرونه یې تر هغې ډېر وو، له همدې ځوانې ښځې څخه بخښنه، مننه، نرمي او کمیني زده کړه. هغوی ولیدل چې ادب د کمزورۍ نوم نه دی، بلکې د اړیکو، باور او بریا یوه لاره ده.
دا هر څه استاد لیدل. یوه ورځ یې ورته بیا ولیکل: از محبت خارها گل میشود!
د ویکتور فرانکل خبره دلته بیا ښه معنا پیدا کوي: له انسانه هر څه اخیستل کېدای شي، خو د خپل دریځ او غبرګون د انتخاب وروستۍ ازادي ترې نه شي اخیستل کېدای. لکه څنګه چې د خلکو دوامداره منفي برخورد پر انسان اغېز کوي، همداسې یوه ښه جمله هم انسان رغولای او ژغورلای شي. انسان په پای کې د خپل ښه والي او بدوالي د انتخاب مسوول دی؛ شرایط او د خلکو تبصرې یوازې اغېز کولای شي، پرېکړه نه شي کولای.