• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار د امریکا د استازو جرګې ټاکنو ته د ویرجینیا ایالت د اوومې ټاکنیزې حوزې لپاره د خپلې کاندیداتورۍ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې غواړي په کانګرس کې د دې حوزې د اوسېدونکو لپاره د عدالت، اقتصادي فرصتونو، زده کړو او ټولنیز یووالي برخو کې کار وکړي.

د هغې نوماندي په داسې حال کې د افغانانو پام ځان ته اړولی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې لا هم له ډېرو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول له زده کړو، کار او په عامه ژوند کې له پراخ ګډون څخه بې برخې دي. نو ځکه، د امریکا کانګرس ته د یوې افغاني‌الاصله ښځې نوماندي د افغان ښځو د سیاسي حضور له اړخه هم د پام وړ بلل کېږي.

الاهه احرار د بشري حقونو فعاله، لیکواله، شاعره او ټولنیزه څېره ده. نوموړې د عدالت، بشري کرامت، برابرۍ، زده کړو او اقتصادي فرصتونو دفاع د خپل کمپاین له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې ده.

د ویرجینیا اوومه ټاکنیزه حوزه د امریکا د استازو جرګې له مهمو انتخاباتي حوزو څخه ده او ټاکل شوې د کانګرس راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
•
نویده خوشبو
جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې
100%

افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط، چې د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، کوم پوځې بدلون نه بلکې د ناسمې محاسبې، بېځایه خوشبینۍ او د واقعیت له پامه غورځولو پایله وه.حکومت د نظام پر دوام او نړیوالو د طالبانو پر بدلون باور درلود او ښکاره نښې جدي ونه ګڼل شوې چې پایله یې نن سبا ګورو.

په ړندو سترګو پرېکړه؛
د درې نیم کلنې لور کوچنی لاس مې نیولی و او د سړک پر غاړه ولاړه وم. د ټرافیکي نښې ته مې کتل چې کله شنه شي، له سړکه واوړو. زما تر څنګ نور کسان هم ولاړ وو. کله چې دواړو خواوو ته موټر نه ښکارېدل، هغوی په چټکۍ بلې غاړې ته واوښتل.

زه هم ورپسې روانه شوم. ناڅاپه مې لور لاس راکښه او د بل لاس د شهادت په ګوته یې نښې ته اشاره وکړه.

نښه لا هم سره روښانه وه او د اوښتو اجازه نه وه. هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د نورو د حرکت تر اغېز لاندې راځي، خو سمه پرېکړه د نښې په لیدلو او د ګواښ په درک پورې تړلې ده.

د سقوط سیاسي معنا
په شخصي ژوند کې ناسم تصمیم یو کس زیانمنوي، خو په سیاست کې بې‌محاسبې پرېکړه د ټول ملت برخلیک بدلوي. د افغانستان سقوط، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، د کمزورې ارزونې، ناسمې محاسبې او بې‌بنسټه باور څرګنده بېلګه وه. دا پېښه د طالبانو د پوځي پرمختګ تر څنګ، د سیاسي بې‌باورۍ، کمزورې مشرتابه او د نړیوالو د ناسم تحلیل پایله هم وه.

د کابل ناسمې محاسبې
د محمد اشرف غني حکومت تر وروستیو ورځو پورې باور درلود چې نظام به پاتې شي، امنیتي ځواکونه به مقاومت وکړي او نړیوال ملاتړ به دوام ومومي. خو د نظام دننه ستونزې، د خلکو او حکومت تر منځ واټن، د سیاسي مشرانو بې‌باوري، د امنیتي ادارو ګډوډي او فساد هغه نښې وې چې باید جدي نیول شوې وای. حکومت پر واقعیتونو د تکیې پر ځای هیلو ته مخه کړه او د ګواښ د منلو پر ځای یې د ډاډ ژبه غوره کړه.
د ۲۰۲۱ کال جولای د جمهوریت لپاره د وروستي خبرداري میاشت وه. په همدې موده کې د نظام د کمزورېدو نښې څرګندې شوې. د جولای په دوهمه امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل او همداراز تر نیمایي پورې د نړیوال ائتلاف ډېری ځواکونه هم له هېواده ووتل. طالبانو مهم سرحدي بندرونه ونیول او د جولای په ۲۱مه اعلان وشو چې هغوی د هېواد د شاوخوا نیمایي ولسوالیو کنټرول لري. جګړه له لرې پرتو سیمو د هرات، کندهار او لښکرګاه تر دروازو ورسېده. که څه هم هوايي بریدونه بیا پیل شول، خو د جګړې مسیر بدل نه شو. دا ټولې پېښې د بېړني اقدام نښې وې، خو په کابل کې لا هم خوشبیني موجوده وه او نړیوالې ټولنې لا هم د یوه سیاسي حل تمه لرله.


د نړیوالې ټولنې خوشبیني
نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په اړه له احتیاطه لرې محاسبه وکړه. داسې انګېرل کېده چې هغوی به بدل شوي وي، سیاسي مشارکت ته به غاړه کېږدي او د زور له لارې به واک نه نیسي. خو په عمل کې طالبانو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده، د سیمو نیول یې چټک کړل او د سیاسي جوړجاړي پر ځای یې د بشپړ واک لاره غوره کړه.

د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش (سیګار) څېړنې دا سقوط د شواهدو له مخې تشریح کوي. د دې موندنو له مخې، د افغان ځواکونو د سقوط مهم عامل د بهرنیو ځواکونو او قراردادیانو وتل وو، ځکه هغوی د هوايي ملاتړ، لوژستیک او تخنیکي ساتنې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي وو. کله چې دا ملاتړ ودرېد، د ځواکونو روحیه او توان هم کم شو. همدارنګه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون او د وتلو اعلان افغان ځواکونو ته دا پیغام ورکړ چې نړیوال ملاتړ پای ته رسېږي. دې حالت د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړه. کمزورې مشرتابه، فساد او د روښانه ستراتیژۍ نشتوالی هم د سقوط له مهمو عواملو څخه وو.

له سقوط وروسته واقعیت او د تاریخ درس
تر سقوط وروسته څرګنده شوه چې د طالبانو د بدلون په اړه خوشبیني له واقعیت سره برابره نه وه. د ملګرو ملتونو راپورونو د خپلسرو نیونو، شکنجې، د بیان د محدودولو او د ښځو پر حقونو د بندیزونو بېلګې ثبت کړې. دا ښيي چې تمې د شواهدو پر ځای ولاړې وې.
د افغانستان پرځېدل کوم پوځي بدلون نه و، بلکې د هغو سیاسي محاسبو پایلې وې چې له واقعیتونو لرې شوې وې. په کابل کې واکمنو کړیو د نظام پر دوام زیات باور درلود او نړیوالو د طالبانو په اړه بې‌ځایه خوشبیني وښوده. کله چې پرېکړې پر تمو ولاړې شي، پایله یې بحران او بې‌ثباتي وي.
زما د کوچنۍ لور هغه ساده اشاره تر ډېرو سیاسي تحلیلونو ژوره وه. هغې وښوده چې حقیقت تل د خلکو د حرکت په لوري نه وي؛ کله ناکله په هغه نښه کې وي چې نور یې له پامه غورځوي. د افغانستان د جمهوریت کیسه هم همداسې ده. ګواښ موجود و او نښې څرګندې وې، خو ډېر کسان د پېښو له بهیر سره روان وو. تاریخ بیا وښوده چې د واقعیت له پامه غورځول ګواښ له منځه نه وړي، بیه یې لوړوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر: ایران ته به اجازه ورنه کړو چې د نړۍ اقتصاد یرغمل کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر:  ایران ته به اجازه ورنه کړو چې د نړۍ اقتصاد یرغمل کړي
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د امنیت شورا د منځني ختیځ په غونډه کې وویل چې واشنګټن به ایران ته د نړۍ د اقتصاد د یرغمل کولو احازه ورنه کړي. والتز وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې اسلامي جمهوریت د نړۍ اقتصاد برمته کړي».

هغه زیاته کړه چې ایران، د تفاهم‌لیک له شتون سره سره، لا هم پر بېړیو او د سیمې پر هېوادونو بریدونو ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر له ایران څخه وغوښتل چې د سولې او خبرو اترو لارې ته بېرته وګرځي. نوموړي وویل چې نړۍ، د ایران خلک او د دغه هېواد ګاونډیان د ایران له حکومت سره نه دي.

والتز د امنیت شورا له غړو او ټولو مسوولو هېوادونو وغوښتل چې خپل دریځ په روښانه ډول څرګند کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د خلکو لپاره لا هم د یوه بېل او مثبت راتلونکي فرصت شته، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زغم هم یو حد لري او نړۍ نور د دې وضعیت لګښت نه شي زغملای.

پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱
پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د دواړو هېوادونو د استازو حیثیت لا هم د پخوا په څېر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اونیز خبري کنفرانس کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د دواړو هېوادونو د استازولیو ډیپلوماتیکې کچې کې بدلون راغلی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې په وروستیو کې دواړو هېوادونو د یو بل د استازو د احضارولو پر مهال د «شارژدافیر» اصطلاح وکارول شوه، حال دا چې پاکستان او طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو استازولیو مشران د سفیر تر کچې لوړ کړي وو.

اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازولیو او د استازو په ډیپلوماتیک حیثیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او وضعیت هماغه دی چې مخکې و».

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د استازولیو د کچې لوړولو په بهیر کې چین د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د منځګړیتوب او هڅونې رول لوبولی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د ټرانس افغان اورګاډي او نورو ګډو اقتصادي پروژو د راتلونکې په اړه وویل چې دا مهال تازه معلومات نه لري او وروسته به یې شریک کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان اساسي دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

اندرابي زیاته کړه، تر هغه چې دا امنیتي ستونزه هواره نه شي، تګ راتګ او سوداګري به اغېزمنه پاتې شي او له همدې امله به د ټرانس افغان اورګاډي او د کاسا- ۱۰۰۰ په څېر ګډو اقتصادي پروژو پرمختګ هم له خنډونو سره مخ وي.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د پرېښودو بهیر پیل کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۱
د جرمونو نړیواله محکمه وايي بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د پرېښودو بهیر پیل کړی
100%

د جرمونو نړیوالې محکمې تایید کړه چې بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د غړیتوب د پرېښودو یو کلن بهیر پیل کړی دی. د لوېدیځې افریقا دغو پوځ واکمنو هېوادونو په تېر سپټمبر میاشت کې اعلان کړی و چې له محکمې وځي.

دغه درې واړه هېوادونه له اسلامپالو وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

هغو ډلو د دوی د خاورې پراخې سیمې نیولې او سږ کال یې پر پوځي هدفونو بریدونه هم زیات کړي دي. د بشري حقونو بنسټونو د وسله والو ډلو ترڅنګ د بورکینا فاسو او مالي پر امنیتي ځواکونو هم د احتمالي جګړه ییزو جنایتونو تورونه لګولي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه د نړۍ د جګړه ییزو جرمونو دایمي محکمه ده چې د نسل وژنې، د بشریت ضد جرمونو، جګړه ییزو جرمونو او د یرغل د جرمونو په تور هغه کسان محاکمه کوي چې ملي محکمې یې د محاکمې توان یا اراده ونه لري.

د محکمې د غړو هېوادونو د ادارې مشرۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې مالي، بورکینا فاسو او نایجر د وتلو رسمي لیکونه سپارلي او د روم د اساسنامې، چې د ای‌سي‌سي بنسټیز تړون دی، د پرېښودو یو کلن بهیر یې پیل کړی دی.

محکمې خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې هڅې کمزورې او د عدالت د تامین بهیر زیانمن کړي. محکمې له دغو دریو هېوادونو غوښتي چې د روم د اساسنامې ژمنو ته وفادار پاتې شي.

اعلامیه زیاتوي چې له محکمې څخه وتل یو هېواد د هغو ژمنو او مسوولیتونو څخه نه خلاصوي چې د غړیتوب پر مهال یې منلي وي.

ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پنجشنبې په ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ ته سفر کړی او د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک جوړولو پروژې څخه یې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا محمد حسن اخوند د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ، د خصوصيي شرکتونو مسوولانو او کارکوونکو ته د یاد سړک د چارو پر وخت او په ښه کیفیت بشپړولو سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به ترانسپورتی اسانتیاوې، ټرانزیټ، د خلکو په تګ راتګ او د سیمي په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم بدلون، سهولت او پرمختګ راشي.

طالبانو ویلي، چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک په دریو برخو کې جوړیږي، چې د کابل له لوري د ۳۲ کلومتره د دویم سکشن رغنیزې چارې شاوخوا ۲۰ سلنه پرمختګ لري، د ننګرهار له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړي سکشن چارې هم روانې دي او د درېیم سکشن د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.