د اېرلنډ محکمې د یوه افغان د پناه غوښتنې رد پرېکړه لغوه کړه

د اېرلنډ سترې محکمې د یوه افغان کډوال د نړۍوالې پناه غوښتنې د رد پرېکړه لغوه کړې او امر یې کړی، چې د هغه دوسیه دې له سره وڅېړل شي.

د اېرلنډ سترې محکمې د یوه افغان کډوال د نړۍوالې پناه غوښتنې د رد پرېکړه لغوه کړې او امر یې کړی، چې د هغه دوسیه دې له سره وڅېړل شي.
دغه افغان چې د محکمې د حکم له مخې یې نوم نهدی خپور شوی ویلي، په ۲۰۲۱کال کې کله چې تنکی ځوان و؛ د طالبانو لهخوا د هغه د کلي تر بمبار وروسته له افغانستان نه تښتېدلی او په ۲۰۲۲کال کې اېرلنډ ته له رسېدو وروسته یې د نړۍوالې پناه غوښتنه کړې وه.
خو د نړۍوالې پناه ادارې د هغه غوښتنه رد کړې وه. یادې ادارې ویلي و، چې نوموړي د خپلې اصلي سیمې، جغرافیې او کلي په اړه کافي او د باور وړ معلومات نهدي وړاندې کړي او د هغه څرګندونې د افغانستان له شته معلوماتو سره سمون نهلري.
یادې ادارې همداراز د هغه ادعا هم د باور وړ نهوه بللې، چې ګواکې د طالبانو لهخوا یې کلی سوځول شوی و. خو د اېرلنډ سترې محکمې ویلي، د پناه ادارې د هغه د دوسیې د ارزونې پرمهال دا مهمه موضوع له پامه غورځولې چې نوموړی د افغانستان د پرېښودو پرمهال کم عمره و.
د محکمې په وینا؛ له یوه تنکي ځوان څخه د سیمې د سیاست، جغرافیې او نورو جزییاتو په اړه د یوه بالغ کس په کچه د معلوماتو تمه نهشي کېدی او د پناه ادارې د نوموړي د عمر او درک کچې ته لازمه پاملرنه نهده کړې.
محکمې د پناه غوښتنې د رد پرېکړه لغوه کړې او امر یې کړی، چې د دغه افغان کډوال دوسیه دې د نړۍوالې پناه ادارې د یوه بل چارواکي لهخوا له سره وارزول شي.

د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، د اټکل له مخې به په افغانستان کې تر ۲۰۶۰ کال پورې له هرو دوو کسانو یو په ښار کې ژوند کوي. یادې ادارې خبراری ورکړی، چې د هېواد ډېری ښارونه لاهم د دغه چټکې ښاري پراختیا لپاره چمتو نهدي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) ویلي، که خوندي او مناسب چاپېریال ته لومړیتوب ورکړل شي؛ نو کېدای شي داسې ښارونه جوړ شي چې هر څوک پهکې د ښه او باکیفیته ژوند له فرصتونو برخمن وي.
له دې سره به د خلکو یوه لویه برخه له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته کډه کوي او په ښارونو کې به د نفوس شمېر په چټکۍ سره لوړ شي. د ملګرو ملتونو دغه اداره باور لري، که ښارونه د دغه چټک بدلون لپاره چمتو نهشي؛ نو ښاري اوسېدونکي به د کورونو کمښت، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نشتوالي، ترافیکي ستونزو، ککړتیا او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي.
ډېری ښاري اوسېدونکي ټینګار کوي، چې ښاري پلان جوړونه، خوندي استوګنځایونه، د څښاک اوبه، د فاضله اوبو سیستم، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د عامه ترانسپورټ پراختیا د ښاري ژوند د کیفیت د ښهوالي لپاره اړینه ده.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې؛ د نړۍ د نفوس ډېره برخه به په راتلونکو لسیزو کې په ښارونو کې ژوند کوي او افغانستان هم له همدې چټک ښاري بدلون سره مخ هېوادونو کې شمېرل کېږي.
د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۳ کسان یې د الکولي مشروباتو د تولید او خرڅلاوی په تړاو نیولي دي. د دغې قومندانۍ ویاند زیاتوي، دغه کسان د هرات ښار د دویمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو په یو لړ موخهییزو عملیاتو کې نیول شوي دي.
د هرات لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې موخهییزو عملیاتو کې یوه اندازه تولید شوي الکولي مشروبات، تخمیر شوي مواد او اړوند نور وسایل هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني طی مراحلو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یوه بل خبر لهمخې، د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې له اړوندو سیمو دوه غلا شوي موټر له ترلاسه کېدو وروسته اصلي مالکانو ته سپارل شوي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
چینايي کارګرو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د خونړیو امنیتي بریدونو له امله رامنځته شوی و، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې دي.
د دغې لویې لارې رغنیزې چارې تېر کال وروسته له هغې ودرول شوې چې چین، د امنیتي اندېښنو له امله، خپل وګړي د تاجیکستان له سرحدي سیمو وایستل.
تېر کال په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي په تاجیکستان کې ووژل شول او ټپیان شول.
د لومړي برید پر مهال، چې د عقرب په میاشت کې ترسره شو، ناپېژاندو وسلهوالو د تاجکستان د شمسالدین شاهین ولسوالۍ د زربوز درې په سیمه کې پر یوې چینايي ډله برید وکړ. په دغه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینایان وو، ټپیان شول.
څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لیندۍ د پنځمې په شپه د ختلان ولایت د شمسالدین شاهین ولسوالۍ د «شاهین ایس ایم» شرکت د کارکوونکو پر کمپ بل برید شوی دی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.
دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په افغانستان کې مېشتې «جرمي ډلې» لاس لري او دا یې په کلکو ټکو غندلی و.
اوس، د دغو بریدونو له څه باندې اوو میاشتو وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د خوندیتوب لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.
د تاجکستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او چینايي ځواکونه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.
تاجکستان او چین د روان کال په مې میاشت کې د دوستۍ تړون لاسلیک کړی، چې د هغه په تعقیب له چینايي شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي او پراختیايي تړونونو د لاسلیک زمینه هم برابره شوې ده.
تخار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۴۳۳ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي. د دغې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد کسان د تخار په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو کسانو کې د قتل، غلا، وهلو ډبولو او د انسان تښتونې په قضیو کې ښکېل تورن شامل دي. همدارنګه ویل شوي چې یو شمېر نور کسان د قاچاق، جعل او تزویر، قمار او د نامشروع اړیکو د لرلو په تور تر څارنې لاندې نیول شوي او توقیف ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د دغو ټولو نیول شویو کسانو دوسیو ته د رسېدنې لپاره لومړنۍ څېړنې او پلټنې بشپړې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، د نیول شویو کسانو دوسیې د وروستیو پرېکړو او قانوني ګامونو د پورته کولو په موخه اړوندو طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تخار او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د جنايي جرمونو او غلاو په اړه د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوي او د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي د امنیت د ټینګښت لپاره یې په بېلابېلو سیمو کې خپل کنټرول او ګزمې زیاتې کړې دي.
د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول یوه «احمقانه» پرېکړه ده او دا کار اروپا د طالبانو د فشارونو او باجغوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.
نیومن، چې د جرمني تبعه هم ده، د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، جرمني د طالبانو د باجغوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی او نه غواړي چې نور اروپايي هېوادونه هم همدا لاره خپله کړي.
هغې وویل، هغه افغانان چې په جرمني کې پر جرمونو محکوم شوي، باید هماغلته خپلې قانوني سزاوې تېرې کړي، نه دا چې خوشې او افغانستان ته ولېږدول شي.
د هغې په وینا، طالبان به دغه کسان زنداني نه کړي او جرمني د هغوی په لېږلو سره په افغانستان کې د ښځو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي او د جنسي تاوتریخوالي ګواښ زیاتوي.
د اروپايي پارلمان دغې غړې زیاته کړه، افغانستان ته د افغانانو ایستل نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې اروپا د طالبانو د سیاسي فشارونو او امتیاز غوښتنو پر وړاندې هم کمزورې کوي.
هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جرمني دریځ بدل شوی او دا هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو پیل کوونکی لومړنی اروپايي هېواد شو، وویل چې جرمني د هغې په ټکو «د طالبانو په پوپولیستي دام کې» ایسار شوی دی.
د نیومن په وینا، اوس په جرمني کې غالب نظر دا دی چې افغان نارینه، که هرې پایلې ولري، باید د جرمونو له محکومېدو وروسته له هېواده وایستل شي.
هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو طالبانو ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.
د هغې په خبره، د دغو استازولیو له لارې طالبان د هغو افغانانو معلوماتو او شخصي اسنادو ته لاسرسی موندلی شي چې له دې ډلې تښتېدلي دي، او دا وضعیت ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل مخالفان حتی له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.
نیومن د طالبانو د یوه پلاوي بروکسل ته د بلنې په اړه هم وویل، پوهېږي چې دې اقدام ډېری افغانان ناهیلي کړي دي.
هغې ټینګار وکړ چې تخنیکي خبرې باید په کابل کې ترسره شي او هېڅ اړتیا نه وه چې د طالبانو پلاوی یوه اروپايي هېواد ته وبلل شي.
د اروپايي پارلمان دغې غړې وویل، اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه شرطونه ټاکلي وو، چې په کې د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري مرستو ته د ټولو لاسرسی او د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو د مخنیوي تضمین شامل وو.
هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ټول معیارونه لا پسې خراب شوي، نو ځکه نه پوهېږي چې ولې اوس له طالبانو سره د چلند لپاره «بېل معیار» غوره شوی دی.
نیومن دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې هغه کمیسیون، چې د طالبانو پلاوی یې بروکسل ته وربللی و، د اروپايي پارلمان له لوري د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی، څو څرګنده کړي چې په دغو لیدنو کې کومې موضوعګانې مطرح شوې، د طالبانو ځوابونه څه وو او د خبرو پایلې څه دي.