د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د راستنو شویو ۶،۱ میلیونه افغانانو له ډلې څه باندې ۸۶ سلنه بېاسناده ثبت شوي دي.
تورخم کې افغان چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو کسانو د هویت د تثبیت او نوملیکنې چارې پر مخ وړي، خو ډېری راستانه شوي کسان وایي نه پوهېږي چې تذکره څنګه او له کوم ځایه ترلاسه کړي.
۱۷ کلن عبدالرحمن سدیس، چې په پاکستان کې زېږېدلی، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي: «نه پوهېږم تذکره څنګه او له کوم ځایه واخلم، اوس به لاړ شم او پوښتنه به وکړم.»
۴۱ کلن سردار خان هم ویلي، د ده کورنۍ هېڅکله مخکې افغانستان ته نه وه راغلې او د اسنادو د ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري.
هغه ویلي: «موږ نه پوهېږو څه وکړو، افغانستان ته مو لومړی ځل دی چې راځو، اوس به د تذکرې په اهمیت پوه شو.»
د راپور له مخې، تذکره په افغانستان کې د کار، زدهکړو، د ځمکو او کورونو د ملکیت د تثبیت، میراث، دولتي مرستو او د هېواد دننه د سفر لپاره اړینه ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان سیمهییز همغږي کوونکي زیاد صالح ویلي، د هویت اسناد د راستانه شویو افغانانو د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره ډېر مهم دي او د اسنادو نشتوالی هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له خطر سره مخ کوي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو د روان کال په جون میاشت کې یو درې کلن پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې ۱،۵ میلیونه افغانانو ته د هویت اسناد برابر شي.
د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، د هویت د اسنادو نشتوالی د راستانه شویو افغانانو د ژوند د بېرته جوړېدو پر وړاندې یو جدي خنډ دی، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو له کمښت سره هم مخ دی.