د شاپور ځدراڼ مړی په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

د کرېکټ بورډ مسوولینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او په زرګونه هېوادوالو د افغان کرېکټ ستوري شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره او په مرنجان غونډۍ کې یې خاورو ته وسپارله.

د کرېکټ بورډ مسوولینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او په زرګونه هېوادوالو د افغان کرېکټ ستوري شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره او په مرنجان غونډۍ کې یې خاورو ته وسپارله.
د شاپور ځدراڼ پلار له ټولو ګډونوالو مننه کړې، چې په یاد درد او غم کې یې ورسره برخه اخیستې. هغه له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې د لوبغاړو او هېوادوالو په مشوره دې د کرېکټ نوی جوړېدونکی لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم کړي.
ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کرېکټ په برخه کې د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایعه بللې او ژمنه یې کړې، چې دوی به د شاپور پر لوبیز ژوند مستند جوړ کړي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړۍوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي. د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نورو نړۍوالو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو، د کرېکټ لوبې نړۍوالو مبصرینو، افغان لوبغاړو او په زرګونه کسانو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او افغانانو ته یې تسلیت ویلی.

د طالبانو د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په پروان کې د جبلالسراج د دویمې سترې سمنټو فابریکې د ودانیزو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه کارخانه به په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.
د هغه په وینا؛ د دغه کارخونې د تولید ظرفیت کولی شي د هېواد د سمنټو د اړتیاوو ډېره برخه پوره کړي. نوموړي زیاته کړې: «نن افغانستان د صنعتي کېدو او زرګونه ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په لاره کې يو مهم ګام پورته کوي».
هغه وایي، په ياده فابريکه کې له اتومات سیسټم څخه ګټه اخیستل کېږي چې له نړۍوالو معیارونو سره سم د سمنټو کیفیت تضمینوي.
ورته مهال د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي مشر احمدجان بلال وویل: «نن د افغانستان د صنعتي انقلاب لپاره يوه مهمه ورځ ده او د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې په ګټې اخيستنې سره به يې له بهر څخه د سمنټو واردات راکم او ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي». هغه پر وخت او ښه کيفيت د يادې پروژې پر بشپړېدو ټينګار وکړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په یادو مراسمو کې وویل، اوسمهال د سمنټو د تولید په برخه کې له نهو شرکتونو سره تړونونه لاسليک شوي چې په بېلابېلو کچو کې يې چارې پرمختګ لري. د هغه په خبره؛ د يادو فابريکو په فعالېدو سره به شاوخوا ۱۰زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د ایران د کرنیزو څېړنو د علمي پلاوي غړي کوروش شجاعي هرات ته د سفر پرمهال خبرداری ورکړی، چې د اوبو سرچینو د بېځایه او زیات مصرف له کبله به هرات له سختې وچکالۍ او د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شجاعي د هرات له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې او زیاته کړې یې ده، که بزګران د اوبو له سرچینو څخه په سمه او اصولي توګه ګټه وانخلي؛ نو هرات به هم د ایران د ځینو ښارونو په څېر د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
شجاعي د ځمکنیو اوبو د سرچینو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي:« ځمکنۍ اوبه ملي شتمني ده او ساتنه یې د هر وګړي دیني، ملي او انساني مسوولیت دی». دغه ایراني کارپوه د کرنې په برخه کې د اوبو علمي مدیریت د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لاره بللې ده.
د هغه په وینا؛ د اوبو لګولو له نوې ټکنالوژۍ کار اخیستل، د اصلاح شویو تخمونو کرل، د کروندو سم مدیریت او د کرنې د علمي میتودونو پلي کول د اوبو مصرف کموي او د حاصلاتو کچه لوړوي.
هغه همدارنګه له کروندګرو غوښتي، داسې فصلونه وکري چې لږې اوبه مصرفوي؛ خو ښه حاصل او زیات عاید ولري، څو هم د اوبو سرچینې خوندي شي او هم کرنیز تولیدات زیات شي.
د هرات طالب سیمهییزو چارواکو هم له بزګرانو غوښتي، چې د اوبو د مصرف په مدیریت، د اوبو لګولو د نوو سیستمونو په کارولو او د کرنې د علمي اصولو په عملي کولو سره د دغه ولایت د اوبو سرچینو په ساتنه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې هرات په وروستیو څو کلونو کې د ورښتونو له کمښت، د ځمکنیو اوبو د کچې ټیټېدو او پرلهپسې وچکالۍ له امله د اوبو او کرنې په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دی.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۴۰۵کال د پسرلي په موسم کې په دغه ولایت کې د شاتو تولید د تېرکال د ورته مودې پرتله زیات شوی. دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې سږکال د شاتو په تولید کې د زیاتوالي لاملونه ځانګړې پاملرنه، د شاتو مچیو د معیاري فارمونو د شمېر زیاتېدل او د مالدارانو د ظرفیت لوړول ښودلي دي.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې ادارې د مالدارۍ مسوول عبدالوارث حمل وویل: « د روان کال په پسرلي موسم کې د کندهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي».
طالبانو ویلي، دامهال په کندهار کې د شاتو مچیو ۲۶ سیمهییز او ۴۲ عبوري فارمونه فعال دي چې د کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، شاهوليکوټ، ژړۍ، پنجوایي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې فعالیت کوي.
طالب مسوولینو زیاته کړې، په تېر ۱۴۰۴کال کې په ټولیز ډول ۴۳ فارمونه فعال وو؛ خو سږکال یوازې د پسرلي تر پایه د فعالو فارمونو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی، چې له امله یې د شاتو تولید هم په څرګند ډول زیات شوی دی.
دوی دا هم ویلي، د ۱۴۰۴کال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې ټولټال ۵۶ مټریک ټنه شات تولید شوي وو چې له دې ډلې ۲۱ مټریک ټنه یې د پسرلي شات وو. خو سږکال یوازې د پسرلي په موسم کې د شاتو تولید ۴۴.۴ مټریک ټنو ته رسېدلی، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله څه باندې ۲۳ مټریک ټنه زیاتوالی ښيي او د کندهار د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې ۶۳۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شویو کسانو کې د طب پوهنځي یوشمېر محصلان هم شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول شوي وو او بېلابېلو مودو پورې بندیان وو.
دغه وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۱۸ کسان د تورخم او ۱۲۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. د پاکستان حکومت لهخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل هم نن پای ته رسېږي او سر له سبا به د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د نیولو عملیات پیل شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.
ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.
اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.
د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیفخونه کې بندي و، د سېشنبې په ورځ خوشې شو.
د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.
تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.
بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.
د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.