د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي وایي، د دوی حکومت یوازې د خپل قلمرو د امنیت ساتلو مسوولیت لري. هغه زیاته کړې چې دوی له هېڅ لوري سره د هغوی د امنیت د خوندي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري.
مهاجر فراهي پر ایکس خواله رسنۍ کې د نورو هېوادونو تورونو ته په اشارې سره ویلي، د مسوولیت څخه د تېښتې تر ټولو اسانه لاره دا ده چې یو لوری د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي. هغه په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې چې د دوی حکومت د نورو غاړو د کورني امنیت د تامینولو مسوولیت نه لري.
د طالبانو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی چې افغانان له ستونزو او ننګونو سره د تعامل او مقابلې اوږده تجربه لري. هغه د کوم ځانګړي هېواد د نوم اخیستلو پرته ویلي چې د دوی اوسنۍ خاموشي باید هېڅوک د هغوی د کمزورۍ یا ضعف په مانا تعبیر نه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې پر طالبانو باندې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د خپلو سیمو د امنیت په تړاو تورونه زیات شوي دي. خو فراهي په خپل غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې دوی یوازې د خپلې خاورې په حدودو کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري او د نورو بار نه پورته کوي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منير بلوچستان ایالت ته د خپل سفر پر مهال ادعا کړې وه چې وسله وال د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه ګټه پورته کوي. د پاکستاني چارواکو تر دغو څرګندونو وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین دا غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت او کشمېر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا د بېاسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بېاسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي.
د افغانانو د نیولو په تړاو د پاکستان مکتوب
د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي.
یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نهدي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناهغوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره به یادو هېوادونو ته لاړ شي.
یو له دغو کسانو د هویټ د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه د جمهوري نظام پر مهال یو مهم نظامي افسر وم. د طالبانو په بیا راتګ سره د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند ژغورنې لپاره پاکستان ته راغلم. خو هر کله چې دلته امنیتي وضعیت او یا هم له طالبانو سره یې اړیکې خرابې شي، نو پر افغانانو ظلم او همداراز شړل یې پیلېږي».
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی او په دې سره د ډېریو افغانانو د ویزو موده پایته رسېدلې ده. یاد افغان زیاتوي: «موږ هم غواړو چې دلته [پاکستان کې] په قانوني توګه ژوند وکړو، خو پاکستان د ویزو د تمدیدولو پروسه درولې ده. که دغه پروسه شروع شي، نو اول کس به یم چې خپله ویزه به تمدید کړم».
یو بل افغان خبریال د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، سره له دې چې د جولای د لسمې له ضربالاجل مخکې هم د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې او نیولو بهیر دوام درلود، خو سباني عملیات ډېری افغانان سخت اندېښمن کړي دي.
هغه زیاتوي: «هسې هم پولیسو هره ورځ افغانان ځورول او نیول. ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کول او ځینو چې پیسې نهدرلودې نو حاجي کمپ ته به یې لېږداوه او له هغه ځایه به یې افغانستان ته په جبر سره استاوه. خو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مکتوب چې نشر شوی ښايي دا ځل د افغانانو د نیونې عملیات پراخ وي او دغې چارې موږ ټول سخت ویرولي یو او پر دې نپوهېږو چې چېرې لاړ شو».
د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو بهیر
له دې سره سم، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر خپل پخواني دریځ ولاړه ده او له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د بیا ستنېدنې بهیر باید په خپله خوښه وي او له زور او جبر څخه کار وانهخیستل شي.
په اسلاماباد کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د خبریالانو او پخوانیو نظامیانو په ګډ،و شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د دوی په وینا له ګواښونو د خوندینې لپاره پاکستان ته راغلي: «دوی ته د تحفظ ضرورت دی».
قیصر اپریدي وايي: «موږ له شروع څخه همدا وایو چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانانو مېلمه پالنه کړې او اوس هم باید دغه بهیر او ملاتړ ته دوام ورکړي. کله چې په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا که څوک په خپله خوښه ځي تللی شي».
نوموړي زیاته کړه: «موږ [د پاکستان] له حکومتي چارواکو سره په کتنو کې دا زور راوړو چې دغو خلکو ته پکار ده چې سهولت برابر شي او د ستنېدنې بهیر باید په رضا، باعزته او په خپله خوښه وي».
هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان د اېستنې په صورت کې به بیاځلي پاکستان ته راشي، ځکه هلته د دوی په وینا، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. نوموړي همداراز څرګنده کړه: «موږ دا وایو دغه وخت چې دغه خلک [افغانان] په زوره لیږلی کېږي، نو کېدای شي هغوی بیا راشي او بیا به همدا ستونزې وي. د واپسۍ پروسه باید رضاکارانه وي».
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ هم نیوکې لري، چې درېیمو هېوادونو ته یې د دوسیو بهیر ډېر ټکنی دی او دوی له کلونو راهیسې په تمه دي، خو لا تر اوسه درېیمو امنو هېوادونو ته نهدي استول شوي.
په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي په دې تړاو وايي، په ۲۰۲۲، ۲۳ او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو له لوري دغې کمېشنرۍ ته ډېره سهمیه ورکول کېده خو اوس یاد هېوادونه هم ډېر کم کډوال منلو ته زړه ښه کوي. نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۲، ۲۳، او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو هېوادونو سهمیه زرګونه وو، خو اوس ډېر کم دی او دغه شمېر سلګونو ته راټيټ شوی دی. موږ هم جدي کېسونو ته لومړیتوب ورکوو».
له دې ټولو سره سره، ښايي سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹مه د جولای ۱۰مه) په ټول پاکستان کې د بېاسنادو افغانانو د نیونې بهیر پیل شي او د صادر شوي امر پر بنسټ به هر بېاسناده افغان سملاسي نیول کېږي او په چټکۍ سره به افغانستان ته لیږدول کېږي.