د قطر یو پلاوی د ایران او امریکا د خبرو د اسانتیا لپاره تهران ته تللی

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر یوه پلاوي د جمعې په ورځ ایران ته سفر کړی، څو د وروستیو سیمهییزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دوحې د منځګړیتوب رول پیاوړی کړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر یوه پلاوي د جمعې په ورځ ایران ته سفر کړی، څو د وروستیو سیمهییزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دوحې د منځګړیتوب رول پیاوړی کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دا سفر وروسته له هغې ترسره شوی چې قطر، د هرمز تنګي د یوې ادعا شوې پېښې او ورپسې د ایران پر پوځي او ملکي هدفونو د امریکا د بریدونو په تړاو پر ایران تورونه ولګول.
پر همدغه مهال یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د قطر مذاکره کوونکي د ایران له چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د پراخو خبرو اترو د شرایطو د برابرولو په موخه لیدنې کوي.
د دغې سرچینې په وینا، دا خبرې اترې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کېږي.

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اسراییل او د سیمې یوشمېر هېوادونه د ایران پر وړاندې د ممکنه اقداماتو او د ایران حکومت د نسکورولو امکاناتو ارزونه کوي او د دې موخې د عملي کېدو لپاره د اړینو شرایطو پر برابرولو هم غور کوي.
دوی زیاته کړې، که څه هم دغه بهیر ښایي اوږد وخت ونیسي. ورځپاڼې لیکلي، د دوی له مهمو پایلو څخه یوه دا ده چې د یادې موخې پرمخ وړلو لپاره باید پر ایران اقتصادي بندیزونه او اقتصادي محاصره ژر تر ژره بیا پیل شي.
اسراییل هیوم همدارنګه راپور ورکړی، چې لوېدیځو ډیپلوماټیکو چارواکو د «زغم د لهمنځه تلو» او د مسعود پزشکیان او عباس عراقچي په ګډون هغو ایراني چارواکو پر وړاندې د احتمالي اقدام په اړه اندېښنه ښودلې چې د امریکا سره یې د تفاهم په بهیر کې رول درلود.
د ورځپاڼې په وینا؛ دغه چارواکو باور څرګند کړی چې د علي خامنهيي د جنازې پرمهال د پزشکیان او عراقچي پر وړاندې د احتمالي اقدام هڅې ښيي چې د سپاه پاسداران زغم د دوی په اړه کم شوی دی.
اسراییل هیوم د ایران د کورنیو تحولاتو له باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې له امریکا سره د تفاهم له لاسلیک وروسته په ایران کې کورني اختلافات زیات شوي دي او ښايي د سپاه پاسداران قوماندانان د ملکي مشرتابه واک په لاس کې واخلي او د مسعود پزشکیان د حکومت د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.
ګلفنیوز په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې د ۶۰ ورځني اوربند پرمهال د ایران لهخوا پر سوداګریزو بېړیو برید ښايي په هرمز تنګي کې د تهران تر ټولو مهم ستراتیژیک نفوذ کمزوری کړی وي او د ایران د خبرو اترو دریځ پیاوړي کېدو پرځای یې پر دغه هېواد پوځي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
د متحده عربي اماراتو د ګلفنیوز لیکنې له مخې؛ ایران هغه مهال درې ملکي تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې، چې د ۶۰ ورځني اوربند له مخې د کښتۍ چلولو ازادي تضمین شوې وه. د لیکوال په وینا؛ ایران له داسې یوې کرښې واوښت، چې دغه کار ښايي د تهران لهخوا په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه وبلل شي.
په دغه لیکنه کې ویل شوي، د امریکا د پوځي بریدونو بیا پیل د ایران پر پوځي اهدافو او زېربناوو د بریدونو، د نوو بندیزونو لګولو او په نړۍواله کچه په هرمز تنګي کې د بېړیو د ازاد تګراتګ د تضمین لپاره د هڅو د زیاتېدو لامل شوي دي.
د ګلفنیوز په وینا؛ هرمز تنګی د تېرو لسیزو په اوږدو کې د ایران یو له مهمو جیوپولیټیکو وسایلو څخه پاتې شوی دی. تهران تل دا پیغام ورکړی، که دوی خپل تېل صادرولی نهشي، نو نور هېوادونه هم باید د تېلو د صادرولو توان ونه لري. د لیکوال په باور؛ همدغه ګواښ په ډېرو مواردو کې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لامل شوی دی.
سياېناېن د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور لپاره یو نوی پلان جوړ کړی دی.
د یوې سرچینې په وینا، دغه خبرداری د روانې اوونۍ په ترڅ کې واشنګټن ته رسول شوی دی.
دویمې سرچینې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو په وروستیو اوونیو کې په پرلهپسې ډول د ټرمپ د احتمالي ترور د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کول، خو د اسراییل له لوري ورکړل شوی خبرداری د یوه مشخص پلان په اړه و.
د راپور له مخې، تر اوسه د دې ادعا شوی پلان نور جزییات نه دي څرګند شوي، او دا هم نه ده معلومه چې امریکا په خپلواکه توګه هم دغو معلوماتو ته رسېدلې وه که نه.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران د دولتي رسنیو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د ایران له خوا د ټاکل شویو لارو ترسره کېدای شي. سینټکام وايي، د دغه مهم نړیوال سوداګریز دهلېز کنټرول د ایران په لاس کې نه دی.
سینټکام په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «ادعا: د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د هغو لارو له مخې اجازه لري چې ایران یې ټاکي.»
دغه امریکايي قوماندانۍ د دې ادعا په ځواب کې ویلي: «حقیقت دا دی چې ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري.»
سینټکام زیاته کړې چې د مې میاشتې له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو د دې مهم نړیوال سوداګریز مسیر له لارې د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۳۸۰ میلیونو بېرلو خام تېلو د خوندي لېږد په برخه کې مرسته کړې ده.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، چې د فارس خلیج له لارې د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو ډېره برخه د عمان خلیج او له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته نښلوي.
د سیمې د امنیتي وضعیت له امله، د هرمز تنګي د تګ راتګ موضوع له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې وړ ده، ځکه هر ډول خنډ یا ناامني کولای شي د انرژۍ پر نړیوال بازار او د تېلو پر بیو اغېز وکړي.
یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ خبرې د هوکړې د چوکاټ د عملي کولو پړاو ته داخلې شوې او ټاکل شوې ده چې په جنوبي لبنان کې د لومړۍ ازمایښتي سیمې پلي کېدل په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي، د هوکړې د عملي کولو په لړ کې به لومړی ازمایښتي پړاو ژر پیل شي او ورسره به نورې ازمایښتي سیمې هم طرحه او د عملي کېدو لپاره چمتو شي.
د نوموړي په وینا، دواړه لوري اوس د هوکړې د عملي کولو پر میکانېزمونو کار کوي او خبرې د اجرايي مرحلې ته رسېدلې دي.
که څه هم امریکايي چارواکي د دغو ازمایښتي سیمو د موقعیت، د پلي کېدو د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دا پرمختګ د لبنان او اسراییل ترمنځ د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ د پولې په اوږدو کې کړکېچ او نښتې زیاتې شوې وې او نړیوالو لوریو د وضعیت د ارامولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی دی.