د اسنادو څېړنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د نفوسو د دې ناڅاپي زیاتوالي اصلي لامل دی او اوس دا اټکل د مرستندویه بنسټونو د پروګرامونو اساس ګرځېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته ستانه شوي دي، چې دې چارې د افغانستان د نفوسو جوړښت او بشري اړتیاوې بدلې کړې دي. د نفوسو دا ارقام په بېلابېلو بنسټونو کې توپیر لري؛ د ملګرو ملتونو د نفوسو د برخې سټنډرډ وړاندوینه په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۵ میلیونه ښيي، په داسې حال کې چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر دې وړاندې د هېواد نفوس ۳۷،۲ میلیونه اټکل کړی و، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
کارپوهان وايي دا توپیر د محاسبې په کړنلارو او د ارقامو په کارولو کې دی؛ اوچا د مرستو لپاره د هېواد دننه شته نفوس او راستانه شوي کسان حسابوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اټکلونه پر اوږدمهاله ډیموګرافیکي جریانونو (زېږون، مړینې او کډوالۍ) ولاړ دي. بلخوا په افغانستان کې د وګړو د ثبت د جامع سېسټم نشتوالی او د پولو په اوږدو کې تګراتګ کورني ارقام هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
طالب ناراضه چارواکی، جمعهخان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر بیا اعلان وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې خپلې اصلي سیمې، درواز، ته ستون شوی. د طالبانو د بدخشان والي ویلي، فاتح به د طالبانو له حکومت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي ته ویلي، جمعهخان فاتح «د طالبانو حکومت ته ژمن او وفادار شخص دی او د نظام ترڅنګ به ولاړ وي.»
هغه د طالبانو د حکومت او جمعهخان فاتح ترمنځ د اختلافونو راپورونه هم رد کړي او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت او جمعهخان فاتح ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.»