ایران اعلان وکړ تر هغې چې امریکا لاسوهنه کوي هرمز تنګی به تړلی وي

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی، چې له دې وروسته به د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او تر هغه وخته چې د دوی په وینا «د امریکا لاسوهنې» په سیمه کې پای ته نه وي رسېدلي، د ټولو بېړیو پر مخ تړلی وي.
