د اردبیل د جمعې امام: که زر ټرمپ هم ووژل شي زموږ د رهبر د وینې بیه نهشي پرې کولی

د ایران د اردبیل ښار د جمعې امام حسن عاملي ویلي، د ایران د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او په وینا یې، تهران به د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نهکړي.

د ایران د اردبیل ښار د جمعې امام حسن عاملي ویلي، د ایران د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او په وینا یې، تهران به د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نهکړي.
عاملي د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل: «د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او موږ به هېڅکله د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نهکړو».
هغه زیاته کړه، که د قصاص په لاره کې د ډونالډ ټرمپ په څېر زر کسان هم ووژل شي، بیا هم د ایران د رهبر د وینې بیه نهشي پرې کولی.
د اردبیل د جمعې امام وویل، ایرانیان باید د غچ اخیستنې ترڅنګ له خدایه وغواړي چې د «ټرمپیزم فکر» د ځمکې له مخې ورک کړي.
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې ټول ایرانیان، له هر سیاسي او فکري لیدلوري سره، د هرمز تنګي د ساتنې او د ایران د وسله والو ځواکونو او حکومت د اقداماتو ملاتړ کوي.
عاملي وویل، د هرمز تنګي او پوځي اقداماتو په تړاو په ایران کې بشپړ ملي یووالی شته.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ایران د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې وه او امریکا ورسره منلې ده، خو د دواړو لوریو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.
ټرامپ پر خپل ټروت سوشیال پاڼه لیکلي:« ایران له موږ څخه د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې، موږ ورسره منلې خو ورته مو روښانه کړې چې اوربند پای ته رسېدلی دی».
ټرمپ دا څرکندونې وروسته له هغې کړې چې په روانه اونۍ کې د قطر او سعودي عربستان پر دریو سوداګریزو تېلوړونکو بېړیو بریدونه وشول او امریکا یې په غبرګون کې د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.
د امریکا د بریدونو په ځواب کې ایران د پنجشنبې په ورځ په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل.
په ورته مهال باوري سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ قطري مذاکره کوونکي ایران ته تللي ترڅو د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر یوه پلاوي د جمعې په ورځ ایران ته سفر کړی، څو د وروستیو سیمهییزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دوحې د منځګړیتوب رول پیاوړی کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دا سفر وروسته له هغې ترسره شوی چې قطر، د هرمز تنګي د یوې ادعا شوې پېښې او ورپسې د ایران پر پوځي او ملکي هدفونو د امریکا د بریدونو په تړاو پر ایران تورونه ولګول.
پر همدغه مهال یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د قطر مذاکره کوونکي د ایران له چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د پراخو خبرو اترو د شرایطو د برابرولو په موخه لیدنې کوي.
د دغې سرچینې په وینا، دا خبرې اترې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کېږي.
اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اسراییل او د سیمې یوشمېر هېوادونه د ایران پر وړاندې د ممکنه اقداماتو او د ایران حکومت د نسکورولو امکاناتو ارزونه کوي او د دې موخې د عملي کېدو لپاره د اړینو شرایطو پر برابرولو هم غور کوي.
دوی زیاته کړې، که څه هم دغه بهیر ښایي اوږد وخت ونیسي. ورځپاڼې لیکلي، د دوی له مهمو پایلو څخه یوه دا ده چې د یادې موخې پرمخ وړلو لپاره باید پر ایران اقتصادي بندیزونه او اقتصادي محاصره ژر تر ژره بیا پیل شي.
اسراییل هیوم همدارنګه راپور ورکړی، چې لوېدیځو ډیپلوماټیکو چارواکو د «زغم د لهمنځه تلو» او د مسعود پزشکیان او عباس عراقچي په ګډون هغو ایراني چارواکو پر وړاندې د احتمالي اقدام په اړه اندېښنه ښودلې چې د امریکا سره یې د تفاهم په بهیر کې رول درلود.
د ورځپاڼې په وینا؛ دغه چارواکو باور څرګند کړی چې د علي خامنهيي د جنازې پرمهال د پزشکیان او عراقچي پر وړاندې د احتمالي اقدام هڅې ښيي چې د سپاه پاسداران زغم د دوی په اړه کم شوی دی.
اسراییل هیوم د ایران د کورنیو تحولاتو له باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې له امریکا سره د تفاهم له لاسلیک وروسته په ایران کې کورني اختلافات زیات شوي دي او ښايي د سپاه پاسداران قوماندانان د ملکي مشرتابه واک په لاس کې واخلي او د مسعود پزشکیان د حکومت د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.
ګلفنیوز په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې د ۶۰ ورځني اوربند پرمهال د ایران لهخوا پر سوداګریزو بېړیو برید ښايي په هرمز تنګي کې د تهران تر ټولو مهم ستراتیژیک نفوذ کمزوری کړی وي او د ایران د خبرو اترو دریځ پیاوړي کېدو پرځای یې پر دغه هېواد پوځي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
د متحده عربي اماراتو د ګلفنیوز لیکنې له مخې؛ ایران هغه مهال درې ملکي تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې، چې د ۶۰ ورځني اوربند له مخې د کښتۍ چلولو ازادي تضمین شوې وه. د لیکوال په وینا؛ ایران له داسې یوې کرښې واوښت، چې دغه کار ښايي د تهران لهخوا په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه وبلل شي.
په دغه لیکنه کې ویل شوي، د امریکا د پوځي بریدونو بیا پیل د ایران پر پوځي اهدافو او زېربناوو د بریدونو، د نوو بندیزونو لګولو او په نړۍواله کچه په هرمز تنګي کې د بېړیو د ازاد تګراتګ د تضمین لپاره د هڅو د زیاتېدو لامل شوي دي.
د ګلفنیوز په وینا؛ هرمز تنګی د تېرو لسیزو په اوږدو کې د ایران یو له مهمو جیوپولیټیکو وسایلو څخه پاتې شوی دی. تهران تل دا پیغام ورکړی، که دوی خپل تېل صادرولی نهشي، نو نور هېوادونه هم باید د تېلو د صادرولو توان ونه لري. د لیکوال په باور؛ همدغه ګواښ په ډېرو مواردو کې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لامل شوی دی.
سياېناېن د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور لپاره یو نوی پلان جوړ کړی دی.
د یوې سرچینې په وینا، دغه خبرداری د روانې اوونۍ په ترڅ کې واشنګټن ته رسول شوی دی.
دویمې سرچینې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو په وروستیو اوونیو کې په پرلهپسې ډول د ټرمپ د احتمالي ترور د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کول، خو د اسراییل له لوري ورکړل شوی خبرداری د یوه مشخص پلان په اړه و.
د راپور له مخې، تر اوسه د دې ادعا شوی پلان نور جزییات نه دي څرګند شوي، او دا هم نه ده معلومه چې امریکا په خپلواکه توګه هم دغو معلوماتو ته رسېدلې وه که نه.