• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ: امریکا د خبرو اترو د دوام لپاره د ایران غوښتنه منلې خو اوربند پای ته رسېدلی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ایران د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې وه او امریکا ورسره منلې ده، خو د دواړو لوریو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

ټرامپ پر خپل ټروت سوشیال پاڼه لیکلي:« ایران له موږ څخه د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې، موږ ورسره منلې خو ورته مو روښانه کړې چې اوربند پای ته رسېدلی دی».

ټرمپ دا څرکندونې وروسته له هغې کړې چې په روانه اونۍ کې د قطر او سعودي عربستان پر دریو سوداګریزو تېل‌وړونکو بېړیو بریدونه وشول او امریکا یې په غبرګون کې د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.

د امریکا د بریدونو په ځواب کې ایران د پنجشنبې په ورځ په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل.

په ورته مهال باوري سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ قطري مذاکره کوونکي ایران ته تللي ترڅو د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

د قطر یو پلاوی د ایران او امریکا د خبرو د اسانتیا لپاره تهران ته تللی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
100%

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر یوه پلاوي د جمعې په ورځ ایران ته سفر کړی، څو د وروستیو سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دوحې د منځګړیتوب رول پیاوړی کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دا سفر وروسته له هغې ترسره شوی چې قطر، د هرمز تنګي د یوې ادعا شوې پېښې او ورپسې د ایران پر پوځي او ملکي هدفونو د امریکا د بریدونو په تړاو پر ایران تورونه ولګول.

پر همدغه مهال یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د قطر مذاکره کوونکي د ایران له چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د پراخو خبرو اترو د شرایطو د برابرولو په موخه لیدنې کوي.

د دغې سرچینې په وینا، دا خبرې اترې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کېږي.

اسراییل هیوم: امریکا او اسراییل د ایران د حکومت نسکورولو ممکنه لارې ارزوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
100%

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اسراییل او د سیمې یوشمېر هېوادونه د ایران پر وړاندې د ممکنه اقداماتو او د ایران حکومت د نسکورولو امکاناتو ارزونه کوي او د دې موخې د عملي کېدو لپاره د اړینو شرایطو پر برابرولو هم غور کوي.

دوی زیاته کړې، که څه هم دغه بهیر ښایي اوږد وخت ونیسي. ورځپاڼې لیکلي، د دوی له مهمو پایلو څخه یوه دا ده چې د یادې موخې پرمخ وړلو لپاره باید پر ایران اقتصادي بندیزونه او اقتصادي محاصره ژر تر ژره بیا پیل شي.

اسراییل هیوم همدارنګه راپور ورکړی، چې لوېدیځو ډیپلوماټیکو چارواکو د «زغم د له‌منځه تلو» او د مسعود پزشکیان او عباس عراقچي په ګډون هغو ایراني چارواکو پر وړاندې د احتمالي اقدام په اړه اندېښنه ښودلې چې د امریکا سره یې د تفاهم په بهیر کې رول درلود.

د ورځپاڼې په وینا؛ دغه چارواکو باور څرګند کړی چې د علي خامنه‌يي د جنازې پرمهال د پزشکیان او عراقچي پر وړاندې د احتمالي اقدام هڅې ښيي چې د سپاه پاسداران زغم د دوی په اړه کم شوی دی.

اسراییل هیوم د ایران د کورنیو تحولاتو له باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې له امریکا سره د تفاهم له لاسلیک وروسته په ایران کې کورني اختلافات زیات شوي دي او ښايي د سپاه پاسداران قوماندانان د ملکي مشرتابه واک په لاس کې واخلي او د مسعود پزشکیان د حکومت د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.

ګلف‌نیوز: پر سوداګریزو بېړیو برید ښایي د ایران ترټولو لویه ستراتیژیکه تېروتنه وي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۱
100%

ګلف‌نیوز په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې د ۶۰ ورځني اوربند پرمهال د ایران له‌خوا پر سوداګریزو بېړیو برید ښايي په هرمز تنګي کې د تهران تر ټولو مهم ستراتیژیک نفوذ کمزوری کړی وي او د ایران د خبرو اترو دریځ پیاوړي کېدو پرځای یې پر دغه هېواد پوځي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

د متحده عربي اماراتو د ګلف‌نیوز لیکنې له مخې؛ ایران هغه مهال درې ملکي تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې، چې د ۶۰ ورځني اوربند له مخې د کښتۍ‌ چلولو ازادي تضمین شوې وه. د لیکوال په وینا؛ ایران له داسې یوې کرښې واوښت، چې دغه کار ښايي د تهران له‌خوا په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه وبلل شي.

په دغه لیکنه کې ویل شوي، د امریکا د پوځي بریدونو بیا پیل د ایران پر پوځي اهدافو او زېربناوو د بریدونو، د نوو بندیزونو لګولو او په نړۍواله کچه په هرمز تنګي کې د بېړیو د ازاد تګ‌راتګ د تضمین لپاره د هڅو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د ګلف‌نیوز په وینا؛ هرمز تنګی د تېرو لسیزو په اوږدو کې د ایران یو له مهمو جیوپولیټیکو وسایلو څخه پاتې شوی دی. تهران تل دا پیغام ورکړی، که دوی خپل تېل صادرولی نه‌شي، نو نور هېوادونه هم باید د تېلو د صادرولو توان ونه لري. د لیکوال په باور؛ همدغه ګواښ په ډېرو مواردو کې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لامل شوی دی.

سي‌اېن‌اېن: اسراییل امریکا ته د ټرمپ د ترور اړوند د ایران د نوي پلان په اړه معلومات ورکړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور لپاره یو نوی پلان جوړ کړی دی.

د یوې سرچینې په وینا، دغه خبرداری د روانې اوونۍ په ترڅ کې واشنګټن ته رسول شوی دی.

دویمې سرچینې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو په وروستیو اوونیو کې په پرله‌پسې ډول د ټرمپ د احتمالي ترور د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کول، خو د اسراییل له لوري ورکړل شوی خبرداری د یوه مشخص پلان په اړه و.

د راپور له مخې، تر اوسه د دې ادعا شوی پلان نور جزییات نه دي څرګند شوي، او دا هم نه ده معلومه چې امریکا په خپلواکه توګه هم دغو معلوماتو ته رسېدلې وه که نه.

سینټکام: د ایران له لوري په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د کنټرول ادعا درواغ ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران د دولتي رسنیو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د ایران له خوا د ټاکل شویو لارو ترسره کېدای شي. سینټکام وايي، د دغه مهم نړیوال سوداګریز دهلېز کنټرول د ایران په لاس کې نه دی.

سینټکام په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «ادعا: د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د هغو لارو له مخې اجازه لري چې ایران یې ټاکي.»

دغه امریکايي قوماندانۍ د دې ادعا په ځواب کې ویلي: «حقیقت دا دی چې ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري.»

سینټکام زیاته کړې چې د مې میاشتې له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو د دې مهم نړیوال سوداګریز مسیر له لارې د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۳۸۰ میلیونو بېرلو خام تېلو د خوندي لېږد په برخه کې مرسته کړې ده.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، چې د فارس خلیج له لارې د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو ډېره برخه د عمان خلیج او له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته نښلوي.

د سیمې د امنیتي وضعیت له امله، د هرمز تنګي د تګ راتګ موضوع له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې وړ ده، ځکه هر ډول خنډ یا ناامني کولای شي د انرژۍ پر نړیوال بازار او د تېلو پر بیو اغېز وکړي.