• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

له سپاه سره د اړیکو په تور؛ امریکا پر یو شمېر ایراني شرکتونو او وګړو نوي بندیزونه ولګول

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې پر ایران یې نوي بندیزونه لګولي دي. په دغو بندیزونو کې یو شمېر ایراني وګړي او سوداګریز شرکتونه شامل دي چې په متحده عربي امارات او هانګ کانګ کې فعالیت کوي او له سپاه پاسداران او د ایران له نوي رهبر مجتبی خامنه‌يي سره تړاو لري.

د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې ویلي، چې علي انصاري، په امارات کې مېشت ایراني وګړی، له سپاه پاسداران او مجتبی خامنه‌يي سره د مستقیم تړاو په تور په دغه لېست کې شامل شوی دی.

د دې ترڅنګ محمد درباني، شګوفه رستم‌ابادي، محسن خندان، علي‌اصغر خندان، احمد او امیر نوايي لواساني او زهرا سرشاري چې په ایران کې د صرافیو او اسعارو د تبادلې په برخه کې فعالیت کوي، هم تر بندیزونو لاندې راغلي دي.

په دغو نویو بندیزونو کې څو مهم شرکتونه او صرافۍ هم په نښه شوي دي. په دغو ادارو کې د لواساني او شریکانو تضامني شرکت، د محمد درباني او شریکانو صرافي، د محسن خندان او شریکانو تضامني شرکت، په هانګ کانګ کې د «سي‌ډي‌اېم ټرېډېنګ لمېټډ» شرکت، په امارات کې د «نابا الزکي» سوداګریز شرکت او د «سمارټ ګلوبل لمېټډ» په نوم شرکت شامل دي.

دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې واشنګټن د خبرو اترو د دوام لپاره د اسلامي جمهوریت له غوښتنې سره موافقه کړې ده. ولسمشر ټرمپ په عین حال کې ټینګار کړی، چې د دواړو لورو ترمنځ پخوانی اوربند اوس پای ته رسېدلی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې تر ټولو بحراني مرحلې ته رسېدلې دي. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل له بریدونو او د علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته، مجتبی خامنه‌يي د نوي رهبر په توګه وټاکل شو؛ له دې وروسته د اسلامي جمهوریت له خوا د هرمز تنګي تړل او د امریکا سمندري محاصره د دې لامل شوه، چې په سیمه کې پوځي او سیاسي کړکېچ بې‌ساري کچې ته لوړه شي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان مشر: که واشنګټن خیانت وکړي بشپړې دفاع ته چمتو یو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱
100%

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وایي، که واشنګټن له دوی سره په هوکړه کې خیانت وکړي، نو د بشپړې دفاع لپاره پوره چمتووالی لري. نوموړي دغه څرګندونې د اندونیزیا د پارلمان له مشر احمد موزاني سره په کتنه کې کړې دي.

قالیباف په دې لیدنه کې وویل، چې د جګړې پای ته رسول د نړۍ د ډېریو هېوادونو لپاره یو لومړیتوب دی، خو ټینګار یې وکړ، چې دا شخړه به هېڅکله د ایران په تسلیمېدو پای ته ونه‌رسېږي. هغه زیاته کړه، چې دوی هېڅکله د خپل هېواد له دفاع لاس نه‌دی اخیستی او د امریکایانو د هر ډول احتمالي سرغړونې پر وړاندې به په کلکه ودرېږي، څو د خپل ملت حقونه ترلاسه کړي.

د قالیباف دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تازه څرګندونو کې ویلي، واشنګټن د مذاکراتو د دوام لپاره د اسلامي جمهوریت له غوښتنې سره موافقه کړې، خو په ورته وخت کې یې روښانه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

بل لور ته، راپورونه ښيي چې قطري مذاکره‌کوونکي هم د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره تهران ته تللي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې وروسته له هغه تر ټولو کړکېچن پړاو ته ورسېدې، چې په جینوا کې د منځګړو په حضور کې درې پړاوه غیرمستقیمې خبرې او په اسلام‌اباد کې مستقیم مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.

امریکا د نطنز، فردو او اصفهان د اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه کوله، خو ایران د غني کولو د کچې له صفر کولو سره مخالفت وکړ، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ پوځي او ډیپلوماټیک جنجالونه خورا زیات شول.

د اردبیل د جمعې امام: که زر ټرمپ هم ووژل شي زموږ د رهبر د وینې بیه نه‌شي پرې کولی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱
100%

د ایران د اردبیل ښار د جمعې امام حسن عاملي ویلي، د ایران د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او په وینا یې، تهران به د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نه‌کړي.

عاملي د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل: «د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او موږ به هېڅکله د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نه‌کړو».

هغه زیاته کړه، که د قصاص په لاره کې د ډونالډ ټرمپ په څېر زر کسان هم ووژل شي، بیا هم د ایران د رهبر د وینې بیه نه‌شي پرې کولی.

د اردبیل د جمعې امام وویل، ایرانیان باید د غچ اخیستنې ترڅنګ له خدایه وغواړي چې د «ټرمپیزم فکر» د ځمکې له مخې ورک کړي.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې ټول ایرانیان، له هر سیاسي او فکري لیدلوري سره، د هرمز تنګي د ساتنې او د ایران د وسله والو ځواکونو او حکومت د اقداماتو ملاتړ کوي.

عاملي وویل، د هرمز تنګي او پوځي اقداماتو په تړاو په ایران کې بشپړ ملي یووالی شته.

ټرمپ: امریکا د خبرو اترو د دوام لپاره د ایران غوښتنه منلې خو اوربند پای ته رسېدلی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ایران د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې وه او امریکا ورسره منلې ده، خو د دواړو لوریو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

ټرامپ پر خپل ټروت سوشیال پاڼه لیکلي:« ایران له موږ څخه د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې، موږ ورسره منلې خو ورته مو روښانه کړې چې اوربند پای ته رسېدلی دی».

ټرمپ دا څرکندونې وروسته له هغې کړې چې په روانه اونۍ کې د قطر او سعودي عربستان پر دریو سوداګریزو تېل‌وړونکو بېړیو بریدونه وشول او امریکا یې په غبرګون کې د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.

د امریکا د بریدونو په ځواب کې ایران د پنجشنبې په ورځ په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل.

په ورته مهال باوري سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ قطري مذاکره کوونکي ایران ته تللي ترڅو د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د قطر یو پلاوی د ایران او امریکا د خبرو د اسانتیا لپاره تهران ته تللی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
100%

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر یوه پلاوي د جمعې په ورځ ایران ته سفر کړی، څو د وروستیو سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دوحې د منځګړیتوب رول پیاوړی کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دا سفر وروسته له هغې ترسره شوی چې قطر، د هرمز تنګي د یوې ادعا شوې پېښې او ورپسې د ایران پر پوځي او ملکي هدفونو د امریکا د بریدونو په تړاو پر ایران تورونه ولګول.

پر همدغه مهال یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د قطر مذاکره کوونکي د ایران له چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د پراخو خبرو اترو د شرایطو د برابرولو په موخه لیدنې کوي.

د دغې سرچینې په وینا، دا خبرې اترې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کېږي.

اسراییل هیوم: امریکا او اسراییل د ایران د حکومت نسکورولو ممکنه لارې ارزوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
100%

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اسراییل او د سیمې یوشمېر هېوادونه د ایران پر وړاندې د ممکنه اقداماتو او د ایران حکومت د نسکورولو امکاناتو ارزونه کوي او د دې موخې د عملي کېدو لپاره د اړینو شرایطو پر برابرولو هم غور کوي.

دوی زیاته کړې، که څه هم دغه بهیر ښایي اوږد وخت ونیسي. ورځپاڼې لیکلي، د دوی له مهمو پایلو څخه یوه دا ده چې د یادې موخې پرمخ وړلو لپاره باید پر ایران اقتصادي بندیزونه او اقتصادي محاصره ژر تر ژره بیا پیل شي.

اسراییل هیوم همدارنګه راپور ورکړی، چې لوېدیځو ډیپلوماټیکو چارواکو د «زغم د له‌منځه تلو» او د مسعود پزشکیان او عباس عراقچي په ګډون هغو ایراني چارواکو پر وړاندې د احتمالي اقدام په اړه اندېښنه ښودلې چې د امریکا سره یې د تفاهم په بهیر کې رول درلود.

د ورځپاڼې په وینا؛ دغه چارواکو باور څرګند کړی چې د علي خامنه‌يي د جنازې پرمهال د پزشکیان او عراقچي پر وړاندې د احتمالي اقدام هڅې ښيي چې د سپاه پاسداران زغم د دوی په اړه کم شوی دی.

اسراییل هیوم د ایران د کورنیو تحولاتو له باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې له امریکا سره د تفاهم له لاسلیک وروسته په ایران کې کورني اختلافات زیات شوي دي او ښايي د سپاه پاسداران قوماندانان د ملکي مشرتابه واک په لاس کې واخلي او د مسعود پزشکیان د حکومت د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.