نوموړی وایي، د مخکېني حکومت له سقوط شاوخوا لس میاشتې مخکې هغه چورلکه چې دی پهکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه ماموریت بوخت وو، د طالبانو تر برید لاندې راغله او ولوېده او په وینا یې په دې پېښه کې په ښي لاس او ښي پښه ټپي شوی وو.
محمد علم وایي، لا هم له دغو ټپونو رنځېږي، خو د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوی چې په ایران کې شپونۍ او مزدوري وکړي. هغه د افغانستان د جمهوري ریاست له پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم څخه وغوښتل، چې د ده وضعیت ته رسېدنه وکړي.
دغه پخواني نظامي پیلوټ وویل: «زه لومړی له مارشال دوستم او بیا له احمد مسعود څخه غواړم چې مرسته راسره وکړي، څو له ایرانه ووځم. زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او باید خپلې مېرمنې او اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو توان ولرم».
محمد علم، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ناقانونه توګه ایران ته تللی وایي، په مخکېني حکومت کې د هر پوځي پیلوټ د روزنې لپاره ډېر لګښتونه شوي وو، خو اوس دی او ګڼ نور پخواني نظامیان د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره سختو، درنو او کمعاید لرونکو کارونو ته اړ شوي دي.
هغه همدارنګه د افغانستان له پخوانیو سیاسي او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د هغوی د راتلونکې لپاره یوه حللاره ومومي.
د افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وروسته، د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري، چې د امریکايي ځواکونو تر څار لاندې یې ځانګړې پوځي زدهکړې کړې وې، د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته پناه یوړه.
له دې پېښې نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم ډېری دغه پخواني نظامیان په نامعلوم وضعیت کې، د قانوني استوګنې له اسنادو پرته او له نامعلومې راتلونکې سره شپې او ورځې تېروي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې مراسمو د لغوه کېدو د لامل په اړه څه نهدي ویلي او د ایران چارواکو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
د ایران له لوري د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ته د علي خامنهیي د مخهښې په مراسمو کې د ګډون بلنه، چې د اسراییل او امریکا په بریدونو کې وژل شوی وو، د طالبانو د یو شمېر چارواکو او د دې ډلې د پلویانو غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ایران تورن کړی، چې په یوه وخت د طالبانو او د هغوی د مخالفانو په کوربتوب سره «هم نعل وهي او هم مېخ».
د طالبانو ګڼو پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته د احمد مسعود او محمد محقق د بلنې ورکول د تهران «دوهګونی چلند» بللی او ځینو کاروونکو له طالبانو غوښتي چې په دې اړه رسمي غبرګون وښيي.