• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې سیند ته د خپلو لوېدلو ۵ غړو جسدونه لاهم نه دي موندلي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

په بدخشان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو د پنځو تنو غړو مړي، چې په مایمي ولسوالۍ کې اوبو ته لوېدلي وو، لا هم نه دي موندل شوي. د چنګاښ پر ۱۴مه افغانستان انټرنشنل راپور خپور کړی و، چې په مایمي کې د طالبانو د ذوالفقار قطعې موټر اوبو ته لوېدلی.

په بدخشان ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۱مه وویل، چې د نږدې یوې اونۍ په تېریدو سره لا هم د طالبانو استخباراتو د خپلو پنځو تنو غړو جسدونه له اوبو څخه نه دي را اېستلي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د لادرکه غړو کورنۍ هم په دې تمه دي، چې طالبان د دوی د کورنیو د غړو جسدونه ومومي او دوی ته یې وسپاري.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د غړو شهرت هم ترلاسه کړی دی.

اوبو ته په لوېدلو کسانو کې د ذوالفقار ځانګړې قطعې د ټولي مرستیال صفي الله شبګیر ، ذبیح الله مشعل، جمیل ، چې درېواړه د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي، شامل دي. دغه راز دوه نور کسان د لوګر اوسېدونکی عبدالباقي غصنفر او پکتیا اوسېدونکی مطیع الله دي.

طالبانو تر اوسه ددې پیښې په اړه سکوت غوره کړی او رسنیو ته یې معلومات نه دي ور کړي.

د چنګاښ پر ۱۴مه طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د استخباراتو د ذوالفقار ځانګړې قطعې یو نظامي موټر د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې اوبو ته لوېدلی.

په دې پېښه کې د طالبانو د استخباراتو پنځه غړي لادرکه او دوه ټپیان شوي. ټپیان فېض اباد ته لېږدول شوي ول.

د طالبانو باخبره سرچینو ویلي و، چې دا پېښه د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ اړوند په غز دره سیمه کې شوې وه.

دا موټر د هغه کاروان برخه وه، چې له فېض اباد څخه نسي ولسوالۍ ته پر لار و.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷۷۲ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱
طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷۷۲ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د روانې اونۍ په لړ کې په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې ۷۷۲ تنه په نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان یې د پلازمینې په ګډون له بلخ، کندوز، غزني، کندهار، فراه، نیمروز، هرات، ارزګان، غور، دایکندي او هلمند ولایتونو راټول کړي دي.

سره له دې چې طالبان وايي د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې یې مبارزه چټکه کړې، خو په هېواد کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

کارپوهان د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ، رواني فشارونو او د درملنې محدودو امکاناتو شته والی د روږدو کسانو د زیاتېدو له مهمو لاملونو ګڼي.

طالبانو په بدخشان کې جمعه فاتح ته نږدې قوماندان « موسی کاکه» له زندان نه خوشی کړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱
طالبانو په بدخشان کې جمعه فاتح ته نږدې قوماندان « موسی کاکه» له زندان نه خوشی کړی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو یو ناراضي قوماندان او جمعه‌خان فاتح ته نږدې کس موسی کاکه نن د چنګاښ په ۲۱مه له نږدې دوه میاشتې بند وروسته خوشې شوی. طالبانو موسی کاکه د غويي میاشتې پر ۲۸مه د بدخشان په شکی ولسوالۍ کې نیولی و.

هغه په شکي، نسي او شغنان ولسوالیو کې د سرو زرو د کانونو د کنټرول لپاره د طالبانو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و.

سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې موسی کاکه له نیول کېدو وروسته کندوز ته لېږدول شوی او نظامي محکمې ته معرفي شوی دی.

هغه نسي ولسوالۍ ته د جمعه‌خان فاتح له ستنېدو یوه ورځ وروسته خوشی شوی دی.

فاتح د طالبانو له رهبرۍ سره له څو اونیو کړکېچ وروسته، د ددې ډلې د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په تضمین فیض‌اباد ته لاړ او د دغې ډلې له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته بېرته نسي ته ستون شو.

د طالبانو د کانونو وزارت: ازبکستاني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱
د طالبانو د کانونو وزارت: ازبکستاني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ازبکستان سفیر اویبیک عثمانوف د دغه وزارت له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان سفیر په بېلابېلو برخو کې «د طالبانو لاسته راوړنې» مهمې وبللې او ویې ویل چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

نوموړي همدارنګه د طوطي میدان پروژې د شته ستونزو په اړه خپل نظر او وړاندیزونه د طالبانو له وزیر سره شریک کړي دي.

د طالبانو د کانونو وزرات زیاته کړې چې بدري د ازبکستان د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې دغه وزارت به د بهرنیو پانګوالو د جذب، ملاتړ او هڅونې لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د انرژۍ، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱
د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده
100%

افغانستان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس ته بلل شوی، خو د طالبانو په اداره کې د ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله په کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس لومړۍ ناسته د یکشنې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیل شوه. دغه کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د راتلونکي لارې» تر نامه لاندې جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو اړوند وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو استازي او نړیوال شریک سازمانونه شامل دي.

د غونډې موخه د مسلمانو ښځو د وضعیت ارزونه، د هغوی د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو تګلارو جوړول، او د زده‌کړو، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت په برخو کې د تجربو شریکول ښودل شوي دي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، په کنفرانس کې د ۵۷ غړو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په کنفرانس کې د سوریې په څېر هېواد، چې اسلامي سخت دریځي پکې واکمن دي، د ښځو چارو وزیرې ګډون کړی دی، خو افغانستان چې د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، د طالبانو تر واک لاندې اداره کې د ښځینه وزیرې یا لوړپوړې ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله، هیڅ استازی نه لري.

په داسې حال کې چې د کنفرانس اصلي تمرکز د ښځو پر پیاوړتیا، زده‌کړو، اقتصادي مشارکت او سیاسي ونډې دی، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیزونه، د ښځو پر کار محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو پالیسۍ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.

د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال بنسټونه وایي، افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې پکې د زده‌کړو، کار او عامه مشارکت په برخو کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو د کرنې وزارت: سږ کال په بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزارت: سږ کال په بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي
100%

د طالبانو د کرنې وزارت وايي، سږ کال به په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات له ۱۵۹ زره متریک ټنو واوړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. یاد وزارت د کرنیزې ساحې پراخېدل، د افتونو کنټرول او د اصلاح شویو تخمونو کارول د دې زیاتوالي مهم لاملونه بللي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال په لړ کې به په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات له ۱۵۹ زره او ۷۵ متریک ټنو څخه ډیر وي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په بغلان ولایت کې خټکي او هندواڼې په ۵ زره او ۵۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال یې کرنیزه ساحه ۴ زره او ۶۵۸ هکتاره وه.

وزارت ویلي، د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د کرنیزې ځمکې پراخوالی، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول، د کر د نویو او معیاري طریقو دودول، د کرنې د ترویجي خدمتونو پراختیا او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول دي.

د وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د بغلان د خټکیو او هندواڼو ټول حاصل ۱۳۸ زره او ۱۲۴ متریک ټنه و.

افغان بزګران شکایت کوي، چې د بازار نشتوالي، د ترانسپورټ لوړو بیو، د سړو خونو کمښت او د حاصلاتو د راټولېدو پر مهال د لارو بندېدو له امله ډېر وخت د دوی حاصلات خرابیږي او عاید یې اغیزمنیږي.