هګسېټ: تهران ناسم انتخاب وکړ اوس به یې تاوان ورکوي

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېټ پر ایران د امریکايي ځواکونو د نویو بریدونو په اړه د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ د پوسټ په بیا خپرولو سره لیکلي: «ایران ناسم انتخاب وکړ. اوس به یې تاوان ورکوي».

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېټ پر ایران د امریکايي ځواکونو د نویو بریدونو په اړه د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ د پوسټ په بیا خپرولو سره لیکلي: «ایران ناسم انتخاب وکړ. اوس به یې تاوان ورکوي».
د امریکا مرکزي قومندانۍ د ایران پر وخت د یکشنبې په سهار وختي په روانه اونۍ کې پر دغه هېواد درېیم پړاو بریدونه پیل کړل. دغې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د قبرس بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ په نښه کړه.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د بېړۍ د ملکي عملې یو غړی لادرکه دی او په خپله بېړۍ کې اور لګېدنه دوام لري او د وړاندې تګ جوګه نهده.
دغې قومندانۍ ویلي، چې دغه بریدونه د پوځ د اعلی سرقومندانۍ په امر پیل شوي دي.
تر دې لږ مخکې د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په سهار وختي (د چنګاښ ۲۱مه) د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او د «امریکا د لاسوهنو» تر پایته رسېدو پورې تړلی اعلان کړی وو.

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی، چې له دې وروسته به د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او تر هغه وخته چې د دوی په وینا «د امریکا لاسوهنې» په سیمه کې پای ته نه وي رسېدلي، د ټولو بېړیو پر مخ تړلی وي.
سپاه همدارنګه ویلي، چې یوه بېړۍ یې له « ډزو» وروسته درولې او همداراز یې خبرداری ورکړی، د امریکا د نورو بریدونو په ترڅ کې به په سیمه کې نورې امریکايي موخې هم په نښه کړي.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د چنګاښ ۲۱مه) خپره شوې راغلي، چې له دې وروسته به د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې او د «امریکا د لاسوهنو» تر پایته رسېدو پورې تړلی وي او هېڅ بېړۍ ته به د دې اوبلارې له لارې د تګ راتګ اجازه ورنهکړل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه «سرغړونکې بېړۍ» له دې وروسته چې خبرداریو ته یې پام ونهکړ او هڅه یې وکړه له «ناټاکل شوې لارې» تېره شي، د «خبرداریزو ډزو» هدف وګرځېده او ودرول شوه.
سپاه ادعا کړې، چې مخکې یې هم په هرمز تنګي کې د «بهرنیو لاسوهنو» او د بېړیو د تګ راتګ د «ناقانونه لارو د ټاکلو» په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې وو، چې د دې بهیر دوام به له «قاطع غبرګون» سره مخ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ساعته مخکې، «د بهرنیو په هڅونه» څو بېړیو هڅه وکړه، له «ناټاکل شویو لارو» تېرې شي، خو د مسیر د بدلولو لپاره یې ورکړل شویو خبرداریو ته پام ونهکړ.
د اېبيسي خبري شبکې راپور ورکړی، چې په مسقط کې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرو اترو کې د کوم سمدستي پرمختګ نښې نهلیدل کېږي، خو یوه امریکايي چارواکي او یوې بلې باخبره سرچینې ویلي، چې لا هم امکان شته چې په راتلونکو ساعتونو کې وضعیت بدل شي.
د اېبيسي د راپور لهمخې، د عباس عراقچي او بدر بن حمد البوسعیدي څرګندونې ښيي چې هغوی یوازې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له تهرانه غوښتي چې یوه رسمي اعلامیه خپره کړي او پهکې تایید کړي چې هرمز تنګی په بشپړه توګه پرانیستی دی او له دې لارې تېرېدونکې بېړۍ به له بریدونو خوندي وي.
د دغې خبري شبکې سرچینو ویلي، چې عراقچي له عمان څخه د هرمز تنګي د مدیریت لپاره له یوه وړاندیز سره تهران ته ستون شوی دی. د دغه وړاندیز پربنسټ، د دې اوبلارې سویلي مسیر به پرته له کوم خنډه د بېړیو پر مخ پرانیستی وي، خو هغه بېړۍ چې د شمالي مسیر له لارې، چې د ایران له سیمهییزو اوبو تېرېږي، تګ راتګ کوي، باید له تهرانه اجازه ترلاسه کړي، خو له هغوی به هېڅ ډول محصول نه اخیستل کېږي.
سرچینو زیاته کړې، چې د دې اوبلارې د وېش لپاره نور وړاندیزونه هم تر ارزونې لاندې دي.
اېبيسي ویلي، تر اوسه روښانه نهده، چې د عمان دا طرحه د ټرمپ د حکومت بشپړ ملاتړ لري که نه او دا هم معلومه نهده، چې د ایران د رهبرۍ موافقه به ترلاسه کړي که نه.
د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې پر ایران یې نوي بندیزونه لګولي دي. په دغو بندیزونو کې یو شمېر ایراني وګړي او سوداګریز شرکتونه شامل دي چې په متحده عربي امارات او هانګ کانګ کې فعالیت کوي او له سپاه پاسداران او د ایران له نوي رهبر مجتبی خامنهيي سره تړاو لري.
د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې ویلي، چې علي انصاري، په امارات کې مېشت ایراني وګړی، له سپاه پاسداران او مجتبی خامنهيي سره د مستقیم تړاو په تور په دغه لېست کې شامل شوی دی.
د دې ترڅنګ محمد درباني، شګوفه رستمابادي، محسن خندان، علياصغر خندان، احمد او امیر نوايي لواساني او زهرا سرشاري چې په ایران کې د صرافیو او اسعارو د تبادلې په برخه کې فعالیت کوي، هم تر بندیزونو لاندې راغلي دي.
په دغو نویو بندیزونو کې څو مهم شرکتونه او صرافۍ هم په نښه شوي دي. په دغو ادارو کې د لواساني او شریکانو تضامني شرکت، د محمد درباني او شریکانو صرافي، د محسن خندان او شریکانو تضامني شرکت، په هانګ کانګ کې د «سيډياېم ټرېډېنګ لمېټډ» شرکت، په امارات کې د «نابا الزکي» سوداګریز شرکت او د «سمارټ ګلوبل لمېټډ» په نوم شرکت شامل دي.
دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې واشنګټن د خبرو اترو د دوام لپاره د اسلامي جمهوریت له غوښتنې سره موافقه کړې ده. ولسمشر ټرمپ په عین حال کې ټینګار کړی، چې د دواړو لورو ترمنځ پخوانی اوربند اوس پای ته رسېدلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې تر ټولو بحراني مرحلې ته رسېدلې دي. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل له بریدونو او د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته، مجتبی خامنهيي د نوي رهبر په توګه وټاکل شو؛ له دې وروسته د اسلامي جمهوریت له خوا د هرمز تنګي تړل او د امریکا سمندري محاصره د دې لامل شوه، چې په سیمه کې پوځي او سیاسي کړکېچ بېساري کچې ته لوړه شي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وایي، که واشنګټن له دوی سره په هوکړه کې خیانت وکړي، نو د بشپړې دفاع لپاره پوره چمتووالی لري. نوموړي دغه څرګندونې د اندونیزیا د پارلمان له مشر احمد موزاني سره په کتنه کې کړې دي.
قالیباف په دې لیدنه کې وویل، چې د جګړې پای ته رسول د نړۍ د ډېریو هېوادونو لپاره یو لومړیتوب دی، خو ټینګار یې وکړ، چې دا شخړه به هېڅکله د ایران په تسلیمېدو پای ته ونهرسېږي. هغه زیاته کړه، چې دوی هېڅکله د خپل هېواد له دفاع لاس نهدی اخیستی او د امریکایانو د هر ډول احتمالي سرغړونې پر وړاندې به په کلکه ودرېږي، څو د خپل ملت حقونه ترلاسه کړي.
د قالیباف دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تازه څرګندونو کې ویلي، واشنګټن د مذاکراتو د دوام لپاره د اسلامي جمهوریت له غوښتنې سره موافقه کړې، خو په ورته وخت کې یې روښانه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.
بل لور ته، راپورونه ښيي چې قطري مذاکرهکوونکي هم د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره تهران ته تللي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې وروسته له هغه تر ټولو کړکېچن پړاو ته ورسېدې، چې په جینوا کې د منځګړو په حضور کې درې پړاوه غیرمستقیمې خبرې او په اسلاماباد کې مستقیم مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
امریکا د نطنز، فردو او اصفهان د اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه کوله، خو ایران د غني کولو د کچې له صفر کولو سره مخالفت وکړ، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ پوځي او ډیپلوماټیک جنجالونه خورا زیات شول.
د ایران د اردبیل ښار د جمعې امام حسن عاملي ویلي، د ایران د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او په وینا یې، تهران به د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نهکړي.
عاملي د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل: «د رهبر د وینې غچ باید واخیستل شي او موږ به هېڅکله د غچ اخیستنې فرصت له لاسه ور نهکړو».
هغه زیاته کړه، که د قصاص په لاره کې د ډونالډ ټرمپ په څېر زر کسان هم ووژل شي، بیا هم د ایران د رهبر د وینې بیه نهشي پرې کولی.
د اردبیل د جمعې امام وویل، ایرانیان باید د غچ اخیستنې ترڅنګ له خدایه وغواړي چې د «ټرمپیزم فکر» د ځمکې له مخې ورک کړي.
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې ټول ایرانیان، له هر سیاسي او فکري لیدلوري سره، د هرمز تنګي د ساتنې او د ایران د وسله والو ځواکونو او حکومت د اقداماتو ملاتړ کوي.
عاملي وویل، د هرمز تنګي او پوځي اقداماتو په تړاو په ایران کې بشپړ ملي یووالی شته.