د طالبانو د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رییس احمد ضیا خالد په مشرۍ یو پلاوی د اسلامقلعه او تورغنډۍ بندرونو له وضعیت څخه د لیدنې او د شته ستونزو د ارزونې په موخه هرات ته سفر کړی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي کې د مالیې وزارت، د کور او ښار جوړونې، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکټور استازي شامل دي.
د یاد پلاوي د سفر موخه د اسلامقلعه او تورغنډۍ بندرونو له وضعیت څخه لیدنه، د شته ستونزو ارزونه او سوداګرو او پانګهوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.
دغه پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي مولانا اسلام جار سره په لیدنه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ، سوداګرو او پانګهوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د پانګونې د صندوق له لارې د خدمتونو د پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړي.
نوموړی وایي، د مخکېني حکومت له سقوط شاوخوا لس میاشتې مخکې هغه چورلکه چې دی پهکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه ماموریت بوخت وو، د طالبانو تر برید لاندې راغله او ولوېده او په وینا یې په دې پېښه کې په ښي لاس او ښي پښه ټپي شوی وو.
محمد علم وایي، لا هم له دغو ټپونو رنځېږي، خو د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوی چې په ایران کې شپونۍ او مزدوري وکړي. هغه د افغانستان د جمهوري ریاست له پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم څخه وغوښتل، چې د ده وضعیت ته رسېدنه وکړي.
دغه پخواني نظامي پیلوټ وویل: «زه لومړی له مارشال دوستم او بیا له احمد مسعود څخه غواړم چې مرسته راسره وکړي، څو له ایرانه ووځم. زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او باید خپلې مېرمنې او اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو توان ولرم».
محمد علم، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ناقانونه توګه ایران ته تللی وایي، په مخکېني حکومت کې د هر پوځي پیلوټ د روزنې لپاره ډېر لګښتونه شوي وو، خو اوس دی او ګڼ نور پخواني نظامیان د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره سختو، درنو او کمعاید لرونکو کارونو ته اړ شوي دي.
هغه همدارنګه د افغانستان له پخوانیو سیاسي او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د هغوی د راتلونکې لپاره یوه حللاره ومومي.
د افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وروسته، د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري، چې د امریکايي ځواکونو تر څار لاندې یې ځانګړې پوځي زدهکړې کړې وې، د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته پناه یوړه.
له دې پېښې نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم ډېری دغه پخواني نظامیان په نامعلوم وضعیت کې، د قانوني استوګنې له اسنادو پرته او له نامعلومې راتلونکې سره شپې او ورځې تېروي.