• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه پر ځوانانو د پانګونې ټینګار کوي؛ افغان ځوانان د نفقې لپاره کډوالۍ ته اړ کیږي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) وايي، پر ځوانانو پانګونه اړینه ده، ترڅو خپل بشپړ ظرفیت ته ورسېږي. خو په افغانستان کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د زده‌کړو د محدود فرصتونو له امله د خپل راتلونکي په اړه له جدي ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوقافغانستان څانګېپه دغه هېواد کې د نړۍ د نفوس ورځېپه مناسبت په ایکس‌پاڼه کې ویلي، پر تنکیو ځوانانو او ځوانانو پانګونه د هغوی د ودې، زده‌کړو، روغتیا او بشپړ ظرفیت ته د رسېدو لپاره بنسټیز ارزښت لري.

خو په افغانستان کې د دې پیغام عملي کېدل له ګڼو خنډونو سره مخ دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اقتصادي رکود، د کار د فرصتونو کمښت او د بشري مرستو راکمېدو د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي ستونزې لا هم پراخې دي.

په دغو شرایطو کې ګڼ شمېر افغان ځوانان اړ شوي چې زده‌کړې پرېږدي او د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره کار وکړي، یا د کار او ښه ژوند د موندلو په هیله د کډوالۍ خطرناکې لارې ونیسي. په ورته وخت کې، افغانستان د راستنېدونکو کډوالو له لوی بهیر سره هم مخ دی، چې دا وضعیت د ځوانانو پر کاري او تعلیمي فرصتونو نور فشار هم زیات کړی دی.

د افغانستان لپاره دنفوس صندوقد معلوماتو له مخې، کلونه اقتصادي ستونزې، بې‌ځایه کېدل، اقلیمي بحرانونه او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او ټولنیز حضور محدودیتونه د هېواد د پرمختګ پر بهیر ژور اغېز کړی او د ځوان نسل لپاره یې د ودې او ځان بساینې فرصتونه لا محدود کړي دي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

•
•
•

نور کیسې

د شوروي له یرغله پاتې ناچاوده توکي؛ طالبان وایي پنجشېر کې د ماین پاکولو نوې پروژه پیل شوه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
د شوروي له یرغله پاتې ناچاوده توکي؛ طالبان وایي پنجشېر کې د ماین پاکولو نوې پروژه پیل شوه
100%

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، چې د پخواني شوروي اتحاد د تېري له وخته د پاتې شویو ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې ۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) یوه نوې پروژه پیل شوه.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې دغه پروژه د «دافاع» موسسې له خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د اقتصاد ریاستونو په همغږۍ پلي کېږي.

د دافاع ماین پاکۍ موسسې مسوولینو ویلي، چې په لومړي پړاو کې یې د پاکولو عملیات په دره، ابشار او پریان ولسوالیو کې پیل کړي دي. د دغې موسسې مسوول محمد طاهر ودان وویل، چې دا پروګرام به په تدریجي ډول د پنجشېر ټولو ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز بازارک ښار ته هم وغځول شي.

د چارواکو په وینا، که څه هم پنجشېر د هېواد د ځینو نورو ولایتونو پرتله لږ ماینونه لري، خو دا پروژه د ملکي وګړو د امنیت او خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د دې پروژې هدف د تېرو جګړو د پاتې شونو او د ژوند ضد اثارو له منځه وړل او د خلکو لپاره د هوساینې برابرول دي.

د طالبانو د سیمه‌ییزې ادارې په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په دغه ولایت کې د دوی د واکمنۍ په تېرو درېیو کلونو کې هېڅ داسې امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د اندېښنې لامل شي.

همدارنګه پنجشېر کې د طالبانو د اقتصاد ریاست په هڅو په روان کال کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پراختیایي پروژې هم په دغه ولایت کې تر کار لاندې نیول شوې دي. طالب چارواکو ټینګار کړی، چې د دغو عمراني پروژو په پلي کېدو او د امنیت په ټینګښت سره په پنجشېر کې د سیلانیانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې: طالبان په تخار کې له ریکشا چلوونکو باج اخلي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱
سرچینې: طالبان په تخار کې له ریکشا چلوونکو باج اخلي
100%

ځايي سرچینو د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونه هره ورځ په تخار کې لسګونه ریکشاوې دروي او د هرې ریکشا د بېرته سپارلو په بدل کې له مالکانو څخه له درې زرو تر څلورو زرو افغانیو باج اخلي.

د سرچینو په وینا، دا لړۍ له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې روانه ده.

سرچینې وایي، چې د طالبانو ځواکونه هره ورځ د ریکشاګانو ټایرونو ته زیان رسوي، لږ تر لږه ۵۰ ریکشاګانې دروي او خپلو ټاکلو ځایونو ته یې لېږدوي.

ځايي سرچینو همدارنګه افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه استولي، چې په‌کې ښکاري څو ریکشاګانې په یوه باروړونکي موټر کې بار شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول کېږي.

100%

د یو شمېر ریکشا چلوونکو په وینا، سره له دې چې طالبانو ته یې د خپلو ریکشاګانو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړي، بیا هم د دوی وسایط د دویم ځل لپاره درول شوي دي.

طالبانو له څه مودې راهیسې په ځینو ولایتونو کې د ریکشاګانو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو د ټرافیک ادارې د ځینو ښارونو په عمومي او ګڼې ګوڼې لرونکو سړکونو کې د ریکشاګانو تګ راتګ په بشپړه توګه منع کړی دی.

تر دې مخکې، په هرات کې د ریکشاوو چلوونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د یوې اونۍ په موده کې دوه ځله د دوی ریکشاګانې درولي او هر ځل یې د وسایطو د بېرته سپارلو پر مهال پیسې ترې اخیستې دي.

د ریکشا چلوونکو په وینا، هېڅ اداره د طالبانو د مامورینو پر کړنو څارنه نه‌کوي او هغه کسان چې د دغو اقداماتو پر وړاندې اعتراض یا مقاومت وکړي، له وهلو ټکولو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د افغانستان یوه پخواني نظامي پیلوټ له مارشال دوستم څخه د مرستې غوښتنه وکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱
د افغانستان یوه پخواني نظامي پیلوټ له مارشال دوستم څخه د مرستې غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان یوه پخواني نظامي پيلوټ چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ایران ته کډه شوی، افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې له مارشال عبدالرشید دوستم او احمد مسعود څخه غوښتي، چې د هغه او د نورو پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پام وکړي.

هغه ویلي، سره له دې چې کلونه یې هېواد ته خدمت کړی، خو اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو وس نه‌لري.

دغه ۲۸ کلن نظامي پیلوټ چې محمد علم علمدار نومېږي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان له ملي اردو سره یو ځای شو او شاوخوا اته کاله یې په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړه. هغه وایي، په دې موده کې یې د روسي او امریکايي چورلکو په وسیله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې عملیاتي الوتنې کړې دي.

نوموړی وایي، د مخکېني حکومت له سقوط شاوخوا لس میاشتې مخکې هغه چورلکه چې دی په‌کې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه ماموریت بوخت وو، د طالبانو تر برید لاندې راغله او ولوېده او په وینا یې په دې پېښه کې په ښي لاس او ښي پښه ټپي شوی وو.

100%

محمد علم وایي، لا هم له دغو ټپونو رنځېږي، خو د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوی چې په ایران کې شپونۍ او مزدوري وکړي. هغه د افغانستان د جمهوري ریاست له پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم څخه وغوښتل، چې د ده وضعیت ته رسېدنه وکړي.

دغه پخواني نظامي پیلوټ وویل: «زه لومړی له مارشال دوستم او بیا له احمد مسعود څخه غواړم چې مرسته راسره وکړي، څو له ایرانه ووځم. زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او باید خپلې مېرمنې او اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو توان ولرم».

محمد علم، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ناقانونه توګه ایران ته تللی وایي، په مخکېني حکومت کې د هر پوځي پیلوټ د روزنې لپاره ډېر لګښتونه شوي وو، خو اوس دی او ګڼ نور پخواني نظامیان د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره سختو، درنو او کم‌عاید لرونکو کارونو ته اړ شوي دي.

هغه همدارنګه د افغانستان له پخوانیو سیاسي او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د هغوی د راتلونکې لپاره یوه حل‌لاره ومومي.

د افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وروسته، د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري، چې د امریکايي ځواکونو تر څار لاندې یې ځانګړې پوځي زده‌کړې کړې وې، د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته پناه یوړه.

له دې پېښې نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم ډېری دغه پخواني نظامیان په نامعلوم وضعیت کې، د قانوني استوګنې له اسنادو پرته او له نامعلومې راتلونکې سره شپې او ورځې تېروي.

طالبانو په هرات کې د علي خامنه‌یي د فاتحې مراسم لغوه کړل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د علي خامنه‌یي د فاتحې مراسم لغوه کړل
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په هرات کې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌یي د فاتحې مراسم لغوه کړي دي. د سرچینو په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې ایران د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته د علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه.

سرچینو د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) ویلي، چې د دې مراسمو د جوړېدو خبرتیا مخکې خپره شوې وه، خو طالبانو د شنبې په ورځ په وروستیو شېبو کې د مراسمو د جوړېدو مخه ونیوله.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې مراسمو د لغوه کېدو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي او د ایران چارواکو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ایران له لوري د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ته د علي خامنه‌یي د مخه‌ښې په مراسمو کې د ګډون بلنه، چې د اسراییل او امریکا په بریدونو کې وژل شوی وو، د طالبانو د یو شمېر چارواکو او د دې ډلې د پلویانو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ایران تورن کړی، چې په یوه وخت د طالبانو او د هغوی د مخالفانو په کوربتوب سره «هم نعل وهي او هم مېخ».

د طالبانو ګڼو پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته د احمد مسعود او محمد محقق د بلنې ورکول د تهران «دوه‌ګونی چلند» بللی او ځینو کاروونکو له طالبانو غوښتي چې په دې اړه رسمي غبرګون وښيي.

کاسپین پوسټ وېب‌پاڼه: قزاقستان له طالبانو سره د اقتصادي همکاریو عملي لاره غوره کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱
کاسپین پوسټ وېب‌پاڼه: قزاقستان له طالبانو سره د اقتصادي همکاریو عملي لاره غوره کړې
100%

د کاسپین پوسټ وېب‌پاڼې په یو تازه مطلب کې لیکي، قزاقستان له طالبانو سره د رسمي تعامل او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یوه نوې او عملي تګلاره غوره کړې ده. دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو نوم د منع شویو ډلو له نوملړ څخه واېست او په کابل کې یې د سفارت چارې فعالې کړلې.

د دغې وېب‌پاڼې په مقاله کې راغلي، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد پر وړاندې خپلې پالیسۍ په منظم ډول پر مخ یوسي. د دغې ستراتیژۍ اصلي موخه د یوه باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان رامنځته کول دي، چې د ټولې سیمې د امنیت لپاره اړین ګڼل کېږي.

د دغو هڅو په لړ کې، د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصاد د وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي د ۲۰۲۶ کال په جون کې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره یې په تېرو څلورو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په کچه خبرې اترې وکړې.

ژومانګارین په ارګ کې د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره وکتل. په دغه سفر کې قزاقستان د ۳۱۸،۸ ټنه بشري مرستو د سپارلو ترڅنګ، له افغانستان سره د اقتصادي، طبي او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په اړه هوکړې لاسلیک کړې.

د کاسپین پوسټ د معلوماتو له مخې، د کابل او استانه ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته ورسېده او دواړو لورو ژمنه کړې چې دا کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. د قزاقستان صادرات افغانستان ته تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو زیات دي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات یوازې ۲۳ میلیونه ډالره دي. د دې نابرابرۍ د حل لپاره، قزاقستان په کابل او هرات کې خپل سوداګریز مرکزونه فعال کړي او خپل بازارونه یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر مخ پرانیستي دي. د غنمو او اوړو ترڅنګ، اوس د قزاقستان صادرات د مصنوعي ځیرکتیا د طبي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ برخې ته هم پراخ شوي دي.

همدارنګه، قزاقستان د کانونو او د اوبو د مدیریت په برخو کې له طالبانو سره همکاري پیل کړې ده. په دې سفر کې د قزاقستان د شالکیا زنک شرکت او د یوه افغان - جرمني شریک ترمنځ په کال کې د ۳۰ زره ټنه زنک د پېرلو تړون لاسلیک شو چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی. د دې ترڅنګ، د کابل پوهنتون او د قزاقستان د دوو علمي بنسټونو ترمنځ د اوبو د مدیریت او دوامداره کرنې لپاره د یوه ګډ مرکز د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو. د ترانزیت په برخه کې هم قزاقستاني شرکتونو د خواف - هرات د اوسپنيزې کرښې د یوې برخې تړون ترلاسه کړی چې هرات له ایران او ازادو اوبو سره نښلوي.

د کاسپین پوسټ د مطلب پر بنسټ، قزاقستان په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې د جوړولو په برخه کې عملي تجربه لري. د انټګرا په نوم یوه خصوصي قزاقستاني شرکت د خواف - هرات د رېل پټلۍ د یوې برخې تړون ترلاسه کړی دی. دا پروژه به هرات له ایران او ازادو اوبو سره ونښلوي. قزاقستان نه یوازې د رېل پټلۍ د جوړولو، بلکې د لوکوموټیوونو، واګونونو او نورو اړوندو تجهیزاتو د برابرولو وړتیا هم لري. دا هڅې به د سیمې په کچه اقتصادي اتصال لا پیاوړی کړي.