• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي پر حسنزوی د مېرمنې د وهلو عریضه شوې، خو هغه د کورنۍ د تښتولو ادعا کوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د پخوانۍ ولسې جرګې غړي شاپور حسنزوی خپل درېیمه مېرمن له چت څخه ښکته غورځولې او د کورني تاوتریخوالي له امله محکمې ته معرفي شوی و. خو بل لور ته، حسنزوی دا ادعاوې په کلکه ردوي او وايي چې د ده مېرمن او ماشومان تښتول شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې ده، شاپور حسنزوی څلور مېرمنې لري او درېیمې ښځې یې پرې عریضه کړې وه چې سخت ظلم یې ورسره کړی دی.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې نوموړي خپله ښځه له درېیم چت څخه لاندې غورځولې وه، چې لومړی پر یو موټر لګېدلې او بیا ګاونډیانو روغتون ته رسولې وه.

د دغه وزارت په وینا، حسنزوی له دغې پېښې وروسته پاکستان ته تښتېدلی و.

اعلامیه زیاتوي:«کله چې شاپور حسنزوی له څلورو میاشتو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو، د کورنیو چارو وزارت د مېرمنې د شکایت پر اساس نوموړی ونیوه او د قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره یې محکمې ته معرفي کړ».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د ښاغلي حسنزوي مېرمن په خپل رضایت او صلاحیت له خپلو ماشومانو او ورور سره بهرني هېواد ته تللې.

خو شاپور حسنزوی دا اعاوې رد کړي او وايي چې د کورنۍ غړي یې تښتول شوي دي او د هغوي په پیدا کولو کې د طالبانو امنیتي ادارې ورسره مرسته نه کوي.

حسنزوي ویلي چې د هغه لادرکه شوي کورنۍ غړو ته پاسپورټونه جوړ شوي او د هغه اجازې پرته له هېواد څخه وتلي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنۍ د غړو پیدا کولو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته عریضې کړي خو طالبان د هغو کسانو په نیولو کې اقدام نه کوي چې د هغه د مېرمنې او ماشومانو په تښتولو کې لاس لري.

•
•
•

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

نور کیسې

تاجکستان وایي د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱
100%

د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان سره پر پوله د اوو نښتو پر مهال د نشه یي توکو ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي، ۱۸ نور یې نیولي او له سرحدي سیمو یې یو ټن او ۵۱۳ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

دتاجکستان د یادي ادارې د معلوماتو له‌مخې، په افغانستان کې د نشه یي توکو او رواني اغېز لرونکو ګولیو تولید لا هم دوام لري او د دغو موادو د تولید پټ لابراتوارونه لا هم فعال دي.

د راپور له مخې، د تاجکستان امنیتي ځواکونو په همدې موده کې له ۱۸ نیول شویو افغانانو څخه هم ۶۰۱ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، په دې موده کې په تاجکستان کې د نشه یي توکو د قاچاق اړوند ۵۹۲ جرمونه ثبت شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

یادې ادارې ویلي، د افغانستان پوله لا هم تاجکستان ته د نشه یي توکو د قاچاق اصلي لاره ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه: د افغانستان ۶۳ سلنه وګړي تر ۲۴ کلونو کم عمره دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوقد نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ټولو وګړو ۶۳ سلنه برخه تر ۲۴ کلونو د کم عمر ځوانان او ماشومان جوړوي. دغه بنسټ یو ځل بیا د افغان ځوانانو پر ملاتړ او هغوی ته د کاري او روغتیايي چاپیریال پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د نفوسو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ځوانو افغانانو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د استازې مرستیالې لاتیکا ماسکي پرادهان د افغان ځوانانو د وضعیت په اړه ویلي: «د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي ځوانان خپل بشپړ ظرفیت ته رسېدلی شي، د داسې چاپیریال رامنځته کول خورا اړین دي چې د دوی له بېلابېلو هیلو ملاتړ وکړي».

یاد بنسټ ویلي، د «څو موخیزو ځوانانو مرکز» او د «ځوانانو د روغتیا لیکې» له لارې هڅه کوي ځوانانو ته روغتیايي معلومات او د ژوند مهم مهارتونه ور زده کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په هېواد کې د شته ننګونو پر وړاندې په بریا سره ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸،۶ مېلیونه اټکل کړی، خو د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې نړۍوال بنسټونه د بهرنیو مرستو د جذب په موخه د افغانستان د وګړو شمېر لوړ ښيي.

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

په بدخشان کې د طالبانو ځواکمن قومندان جمعه خان فاتح د یو لړ شرایطو پر اساس زړه ښه کړ چې فیض اباد ته لاړ شي. فاتح ددې ګام لپاره غوښتنه کړې وه، چې له پلازمینې څخه راغلي ټول طالب مشران او ځواکونه یې له بدخشان څخه ووځي. د هغوي له وتلو وروسته نوموړی د بدخشان مرکز فیض اباد ته لاړ.

د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ وروستی کړکېچ د بدخشان له لرې پرتې درواز سیمې پیل شو. په دې سیمه کې فاتح له اوږدې مودې راهیسې د پام وړ نفوذ او پوځي ملاتړ لري.

د طالبانو باخبره سرچینې وايي، اختلافات هغه مهال پیل شول، چې طالبانو د فاتح نږدې قوماندانان موسی کاکه او اسلام‌الدین ونیول او وروسته یې د فاتح تر قوماندې لاندې د وسله‌والو د بې‌وسلې کولو هڅې پیل کړې. د سرچینو په وینا، طالبانو د فاتح ورور موسی هم نیوه، خو نوموړی وتوانېد چې وتښتي.

دغه مهال جمعه خان فاتح د طالبانو د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او د استخباراتي ادارې له چلند وروسته نوموړی بېرته بدخشان ته ستون شو.

فاتح قومي مشرانو ته ویلي وو چې له پلازمینې د طالبانو راغلي پلاوي سره دې په فیض‌اباد کې خبرې وکړي، خو دی به د خپلو کسانو د بې‌وسلې کولو اجازه ورنه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې که طالبان د ده خلاف پوځي اقدام وکړي، نو د ځان دفاع ته به چمتو وي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله وروسته د دې ستونزې د حل لپاره د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر ته دنده وسپارله چې فاتح کابل ته راولي او د هغه وسله‌وال بې‌وسلې کړي.

د طالبانو لومړنی پلاوی بدخشان ته ورسېد او څو ورځې یې هڅه وکړه چې فاتح د خبرو له لارې له سیمې ووځي، خو فاتح له دغه پلاوي سره له مستقیمې لیدنې ډډه وکړه. د چنګاښ په ۱۲مه د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې فاتح کندهار ته د تګ او له ملا هبت‌الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی و. سرچینو اندېښنه ښودلې وه چې که خبرې ناکامې شي، ښايي په بدخشان کې وسله‌واله نښته رامنځته شي.

فاتح ځکه له بدخشان څخه د وتلو مخالف و، چې باور یې درلود له سیمې تر وتلو وروسته به نه یوازې خپله ونیول شي، بلکې د هغه اړوند وسله‌وال به هم په بشپړه توګه بې‌وسلې شي.

د عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي څو ځله د فاتح له استازو سره خبرې وکړې، خو د خبرو دغه پړاو کومې پایلې ته ونه رسېد او پلاوی بېرته کابل ته ستون شو.

له دې وروسته طالبانو بدخشان ته اضافي ځواکونه ولېږل. د راپورونو له مخې، چورلکو د فاتح د نفوذ سیمو ته الوتنې وکړې او د طالبانو د استخباراتو ځانګړي ځواکونه د درواز سیمې ته نږدې ځای پر ځای شول. په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم بدخشان ته سفر وکړ، څو د احتمالي پوځي وضعیت ارزونه وکړي، خو فاتح له هغه سره هم ونه لیدل.

فاتح طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که پر ده ډزې وشي، نو د ځان د دفاع لپاره به ځواب ورکړي.

د درواز ستراتیژیک موقعیت

طالبانو د فاتح د ځواک، سیمه‌ییز نفوذ او جغرافیایي موقعیت ارزونه وکړه. د درواز سیمه د بدخشان پنځه ولسوالۍ ــ درواز بالا، درواز پایین، مایمي، نسي او شکي ــ رانغاړي، چې د تاجکستان له پولې او د امو سیند په اوږدو کې موقعیت لري.

دغه ولسوالۍ د فاتح د نفوذ اصلي مرکز بلل کېږي او د سیمې کانونه او طبیعي سرچینې هم د هغه او د هغه د قوماندانانو تر اغېز لاندې دي.

بدخشاني طالب چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د فاتح پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کاوه. د دوی دریځ دا و چې د خپلې سیمې له خلکو او بدخشاني طالبانو سره په جګړه کې برخه نه اخلي، خو د خبرو اترو له لارې د حل لپاره چمتو دي.

په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته داسې معلومات ورکړل شول چې پر فاتح پوځي عملیات ښايي له ستونزو سره مخ شي، ځکه د درواز جغرافیا د هغه په ګټه ده او د سیمې کنټرول به اسانه نه وي. د همدې له امله د طالبانو دفاع وزیر هم له بدخشان څخه بې له څرګندې پایلې کابل ته ستون شو.

د خبرو له لارې جوړجاړی

طالبان اړ شول چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي او له فصیح‌الدین فطرت او نورو بدخشاني طالب چارواکو یې وغوښتل چې منځګړیتوب وکړي.

فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ پلاوي له فاتح سره خبرې پیل کړې. فاتح څو شرطونه وړاندې کړل:

  • له کابل څخه راغلي طالب ځواکونه دې له بدخشان څخه ووځي؛
  • هغه غیر بدخشاني طالب چارواکي دې له سیمې ووځي، چې د عملیاتو لپاره راغلي؛
  • دی به یوازې له فصیح‌الدین فطرت او بدخشاني طالب چارواکو سره په فیض‌اباد کې خبرې کوي؛
  • نیول شوي نږدې قوماندانان دې خوشې شي.

د سرچینو له مخې، وروسته له هغه چې طالب ځواکونه له بدخشان څخه ووتل، موسی کاکه هم له زندانه خوشې شو.

فاتح بیا په بدخشان کې له طالبانو سره بیعت تازه کړ، ژمنه یې وکړه چې د نظام پر وړاندې به بغاوت نه کوي، خپل وسله‌وال به بې‌وسلې کوي او طالبان به د ده د نیولو هڅه نه کوي.

هغه یوه شپه په فیض‌اباد کې تېره کړه او وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په چورلکه کې بېرته درواز ته ستون شو.

د هبت‌الله د ځواک ازموینه

طالبانو هڅه وکړه چې دا موضوع د داخلي جوړجاړي په توګه وړاندې کړي او د بدخشان والي او فصیح‌الدین فطرت د رسنیو له لارې وضاحتونه ورکړل چې دا یوه عادي ستونزه وه، نه داخلي اختلاف.خو د طالبانو مشر ملا هبت‌الله لا هم هڅه کوي چې د فاتح موضوع په خپل کنټرول کې وساتي. د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب امکان شته چې فاتح کابل ته لاړ شي او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ورته دنده ورکړل شي.

که فاتح کابل ته ولاړ شي، دا به د طالبانو د اوسني نظام په موده کې یوه بې‌سارې پېښه وي ځکه دا لومړی ځل دی چې یو ځواکمن طالب قوماندان د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې ودرېد، د خپل ځواک د کارولو ګواښ یې وکړ او د خبرو له لارې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د دې پېښې پایله ښايي د طالبانو د نورو سیمه‌ییزو قوماندانانو او چارواکو لپاره هم پیغام ولري. دا چې د واک په جوړښت کې د فشار او نفوذ لپاره یوازې اطاعت نه، بلکې سیمه‌ییز ځواک هم اغېز لري.

له بلې خوا، ملا هبت‌الله هڅه کوي هغه ځواکمن طالب مشران او قوماندانان محدود کړي چې په راتلونکې کې د ده د واک لپاره احتمالي ننګونه جوړولی شي. د جمعه خان فاتح قضیه ښيي چې د طالبانو دننه د واک، نفوذ او قوماندې پر سر اختلافات لا هم شته.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې دوی به د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي. هغه له ډاکټرانو وغوښتل چې خپل مسلکي ظرفیت لوړ کړي او له ناروغانو سره ښه چلند او د دقیق تشخیص پر بنسټ درملنه وکړي.

حنفي چې د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې سیمینار د پای په غونډه کې خبرې کولې، ډاکټران او د روغتیايي سکتور منسوبان د ټولنې رښتیني خدمتګاران وبلل او هغوی یې د افغانستان د ملت د ویاړ سبب یاد کړل.

نوموړي وویل، په هغه هېواد کې چې د نیمې پېړۍ تحمیلي جګړو ستر زیانونه اړولي، د ملت هر وګړی ترې اغېزمن شوی او ګڼو کورنیو خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، د ډاکټرانو رسالت د ټولنې د نورو ټولو وګړو په پرتله ډېر ستر او ارزښتناک دی.

هغه زیاته کړه، چې له همدې امله د روغتیايي سکتور ټولو منسوبینو ته اړینه ده چې د خپل ظرفیت د لوړولو لپاره هڅه وکړي او ځانونه په اړینو مهارتونو سمبال کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد ټولو ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل ته سپارښتنه کړې چې له ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره ښه چلند او مناسب سلوک وکړي او د دقیق تشخیص پر بنسټ درملنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس په غبرګون کې ویلي چې د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي. په کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ور کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د ستاینې وړ دي او دوی یې ملاتړ کوي، خو نوموړي ټینګار کړی چې د اسلام او شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

مجاهد زیاته کړې:«دا چې یاد سازمان اسلامي دی او اسلامي نوم لري، هغه ټول حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي دي، موږ ځان مکلف ګڼو چې ټول حقوق یې خوندي کړو».

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د افغان ښځو لپاره د سازمانونو او لویدیزو ټولنو له لوري تعریف شويو حقونو ورکولو ته غاړه نه ږدي، ځکه د نوموړي په وینا، هغه حقونه له اسلام سره په ټکر کې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې حکومت د اسلامي عالمانو له لوري اداره کېږي او دوی د حقونو په اړه غوره‌ پوهه لري.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل، چې ښځو ته د هغوی حقونه ور کړي.

د طالبانو هیڅ استازي په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او ځینې سرچینې یې لامل ددې ډلې په اداره کې د ښځینه چارواکو نشتوالی ګڼي.