په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) ۷۹۰ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۱۰۰ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بلې خوا د لنډي کوتل مرستیال ولسوال ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ولسوالیو او د کډوالو د ساتنې له مرکزونو هم د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده. د تازه شمېرو له مخې؛ یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې ۳زره او ۷۹۰ نور افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.
نړیوالو بنسټونو په خپلو رپوټونو کې د بندیانو د شکنجې او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه ګڼې اندېښنې مطرح کړې، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې د زندانیانو حقوق خوندي دي.
جلال د طالبانو قضایي سیستم تر نیوکو لاندې راولي او ادعا کوي چې د دې ډلې قاضیان لازم حقوقي او قضایي تخصص نه لري، د جرمونو د ارزونې پر ځای په کمزورو شواهدو لکه د فیسبوک پوسټ، تبصرې یا لایک پرېکړې کوي او د نظامي محکمو پرېکړې د استیناف یا بیاکتنې حق نه لري. د هغه په وینا، د بډو او درغلیو له امله هم ګڼې دوسیې یا ځنډول کېږي او یا پرې د پیسو په بدل کې پرېکړې کېږي.
زندانیان د زندان د ژوند شرایط هم غیر انساني بولي. د اوړي په موسم کې د هوا سړولو امکانات نشته، خواړه غیر صحي او محدود دي او زندانیانو ته یوازې په سطلونو کې لوبیا راوړل کېږي چې یوه یوه څمڅه ورباندې وېشل کېږي. هغه بندیان چې له مالي اړخه ښه دي، خپل خواړه په خپلو لګښتونو برابروي، خو نور زندانیان یې له همدې سطلونو خوري.
یو بل زنداني، چې د کندهار په مرکزي زندان کې یې څو کاله تېر کړي او له نومښودنې ډډه کوي، وايي « زندانیان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د تشنابونو، د ځان مینځلو او روغتیايي خدمتونو وضعیت هم ډېر خراب دی او حتا ناروغانو ته ساده درمل لکه پاراسټامول هم نه ورکول کېږي. سیاسي بندیان له خپلو خپلوانو سره د ازاد ملاقات حق هم نه لري او هر څوک چې د لیدنې لپاره ورشي، پلټنې ترې کیږي».
جلال وايي، چې د زندان پر مهال یې اووه کسیزه کورنۍ له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وه، ځکه دی د کور یوازینی نفقه برابروونکی و او کورنۍ یې اړه وه چې هم د زندان دننه د هغه اړتیاوې برابرې کړي او هم د کور لګښتونه پوره کړي.
د هغه په ګډون ګڼ نور سیاسي بندیان د زندان د ناوړه شرایطو، د عادلانه محاکمو د نشتوالي، د دوسیو د بیا نه ارزونې او اوږدمهاله بند له امله په زندان کې له کلونو راهیسې بې برخلیکه پراته دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي چې دا یوه سیاسي او حقوقي پروسه ده او هر وخت چې ډلبندۍ ته ورسېږي، دا به ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې تهران د خپلو ګټو لپاره له کابل سره اړیکې نه ځنډوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ددوشنبې په ورځ په اونیزه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې د ایران او طالبانو ترمنځ همکاري د رسمیت پېژندلو له موضوع سره نه ده تړلې.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ له ۹۰۰ کیلومترو څخه زیاته ګډه پوله ده او په ایران کې د ګڼ شمېر افغان کډوالو حضور، سوداګریزې اړیکې او د پولو امنیت د دې غوښتنه کوي چې په بېلابېلو کچو عادي اړیکې دوام ولري.
بقایي په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پروسه به خپل سیاسي او حقوقي پړاوونه وهي، خو د کونسلي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پرمختګ لپاره به د رسميت پېژندنې انتظار ونه کړي او د دواړو لوریو د ګټو لپاره به خپل مناسبات روان وساتي.
د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې نږدې شوې دي.
ویناوالو د ټولنې په وېښتیا کې د مولانا خانزېب پر رول، د ګېلهمن وزیر پر مبازرې، شاعرۍ او پښتنو ته پر حق غوښتلو، د عبدالاحد مومند پر علمي لاسته راوړنو، ستړیا او خدمتونو او د شاپور ځدراڼ پر لوبیز ژوند، ورزشي هڅو او خدمتونو خبرې وکړې.
د غونډې ویناوالو ټینګار کړی: «هېواد د دغه علمي، فرهنګي، ټولنیزو او ورزشي شخصیتونو خدمتونه به د افغان ولس په تاریخي حافظه کې د تل لپاره پاتې وي». هغوی د ملي یووالي، سولې، علم، عدالت او د هېواد پرمختګ پر ارزښتونو هم ټینګار وکړ.
په غونډه کې د یادو شخصیتونو قربانۍ او مبارزه هم وستایل شوه. په غونډه کې د دعا او فاتحې مراسم هم ترسره شول.