• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو اېستل؛ په چارسده کې پولیسو ۴۷ افغان کډوال نیولي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ پولیسو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت د نیولو او بېرته ستنولو پرېکړې له مخې په چارسده کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړي. د پولیسو په وینا؛ دغه عملیات د چارسدې په شبقدر او تنګي سیمو کې شوي، چې په ترڅ کې یې ۴۷ افغان کډوال نیول شوي.

د ځایي چارواکو په وینا؛ یادو کسانو په پاکستان کې د استوګنې لپاره اړین قانوني اسناد نه‌لرل. ځایي چارواکو ویلي، نیول شوي کسان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په پېښور کې د کډوالو د لنډمهاله ساتنې مرکز ته لېږدول شوي چې هلته به د ثبت او نورو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل د جمعې په ورځ پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول.
د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي. دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

۵

طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د کورونو مالکانو افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۱
پاکستان کې د کورونو مالکانو افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړی
100%

له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو عملیاتو له پیل سره هم‌مهاله یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د کورونو مالکانو ترې غوښتي چې ژر تر ژره د دوی کورونه تش کړي. دوی وایي، نه پوهېږي چېرته ولاړ شي؛ ځکه د اوسېدو لپاره د نوي کور موندل اوس یو له ستونزمنو چارو ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل د جمعې په ورځ پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول.

یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د کور مالک ورته تېره ورځ ویلي چې باید ژر تر ژره کور خالي کړي. هغه زیاتوي، چې نه پوهېږي چېرته ولاړ شي، ځکه هر ځای له ورته ستونزې سره مخ کېږي او بې‌اسناده افغانانو ته کورونه نه ورکول کېږي.

هغه همداراز وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته د ستنېدو توان نه‌لري. د نوموړي په خبره؛ تر دې مخکې له یوه ملګري سره اوسېده، خو اوس په بلاکونو کې بې ویزې څوک کور نه‌شي نیولی او په نورو ځایونو کې جره‌ګانو ته څوک کورونه نه‌ورکوي.

 ورته مهال د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي. دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي.

د پاکستان دغه پرېکړې هغو افغانانو ته چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي؛ جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بیا ټینګار کوي، چې د کډوالو ستنېدل باید یوازې په خپله خوښه ترسره شي.

یلدا (مستعار نوم) چې په کوټه کې ژوند کوي وایي، له هغه وخت راهیسې چې د یادې پرېکړې خبر خپور شوی؛ خلک په وېره کې دي. د هغې په وینا؛ که څه هم په کوټه کې لاهم عملیات په پراخه کچه نه‌دي پیل شوي، خو خلک اندېښنه لري چې ښایي هر وخت پر کورونو چاپې پیل شي. په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د جبري اېستلو او ستنولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان لکه پخواني امنیتي سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
یوشمېر نور بیا ځکه پاکستان ته تللي، چې د درېیمو هېوادونو د کډوالۍ دوسیې یې له اړوندو سفارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په افغانستان کې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ وتړلې او له همدې امله ډېری افغانان اړ شوي، چې د خپلو کډوالۍ اړوند چارو د څار لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار، وار د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستان نه یې غوښتي چې نړۍوالو ژمنو ته درناوی وکړي. خو د پاکستان حکومت وایي، د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغانان له دغه هېواده باسي.

له ضرب‌الاجل وروسته پاکستاني پولیسو د هغو کورونو یوشمېر مالکان هم نیولي وو، چې افغانانو ته یې کورونه او هټۍ په کرایه ورکړې وې؛ خو وروسته یې د خبرداري له ورکولو سره خوشې کړل. پولیسو خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به هېڅوک د قانون خلاف افغان وګړو ته کورونه او یا سوداګریز ځایونه په کرایه ورنه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.

عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د هغه په وینا؛ له ۲۰۲۳کال راهیسې له اووه مېلیونه ډېر افغانان دغه هېواد ته ستانه شوي او یوازې په روان کال کې شاوخوا یو مېلیون کسان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته تللي دي.

پېښور کې افغان نرښځې: افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې مو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
پېښور کې افغان نرښځې: افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې مو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي
100%

په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل پای ته رسېدلی او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي، د نورو کډوالو ترڅنګ یې افغان نرښځې هم له سختې وېرې او بې‌باورۍ سره مخ کړې دي.

د سویټي په نوم (مستعار نوم) یو افغان نرښځې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د خپل ژوند ژغورلو لپاره پاکستان ته پناه راوړه؛ خو اوس د پاکستان د حکومت د روانو عملیاتو له امله له ناروښانه برخلیک سره مخ ده.
هغه وایي، پاکستان اعلان کړی و چې د جولای تر ۱۰مې وروسته به د افغان کډوالو پرضد سخت عملیات پیل کړي او اوس دغه عملیات په عملي ډول پیل شوي دي. سویټي زیاته کړه، د یوه عادي افغان کډوال لپاره ښايي هېواد ته ستنېدل تر یوه بریده اسانه وي؛ ځکه کورنۍ او خپلوان یې ورسره وي، خو د نرښځو لپاره دغه چاره ډېره سخته ده.
هغه وایي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه منل کېږي او که بېرته هېواد ته ستنه شي؛ نو له جدي ګواښونو، زنداني کېدو، شکنجې او حتی د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.

هغې وویل: «که افغانستان ته ولاړ شو، نو له چا سره به ژوند وکړو؟ نه مو کورنۍ منلو ته چمتو ده او نه هم طالبان اجازه راکوي، چې د خپلې پېژندنې او مسلک له مخې ژوند وکړو». د نوموړې په وینا؛ دوی له دوو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي، خو لا یې هم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.
هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان نرښځو ملاتړ وکړي او هغوی ته د پناه ورکولو زمینه برابره کړي؛ ځکه افغانستان ته ستنېدل د دوی د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. سویټي وویل، په پاکستان کې هم افغان نرښځې د کور په کرایه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه ډېری د کورونو مالکان نه غواړي هغوی ته کورونه په کرایه ورکړي، نو له همدې امله دوی اړ شوي، چې د پاکستاني نرښځو ټولنې له غړو سره ګډ ژوند وکړي.
هغه وایي: «موږ د پاکستاني نرښځو ترڅنګ ژوند کوو؛ ځکه هېڅوک موږ ته کور نه راکوي. اوس چې عملیات سخت شوي وېره لرو، چې همدا لږه پناه هم له لاسه ورکړو». د بشري حقونو فعالان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې افغان نرښځې له تبعیض سره مخ دي؛ له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او له بلې خوا په پاکستان کې د بې‌اسناده کډوالو په توګه د نیول کېدو او د جبري اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

فعالان د پاکستان له حکومته غواړي، چې له دغه کډوالو سره انساني چلند وکړي؛ د دوی اساسي حقونه خوندي کړي او د هغوی لپاره د قانوني استوګنې مناسب مېکانیزم برابر کړي. د دوی په وینا؛ ډېری افغان نرښځې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خوندي ژوند په هیله پاکستان ته راغلي وو، خو اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د ترکیې پولیسو په بولو ښار کې ۲۰ افغان کډوال نیولي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱
د ترکیې پولیسو په بولو ښار کې ۲۰ افغان کډوال نیولي
100%

د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په بولو ښار کې یې ۲۰ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي. پولیسو همداراز ویلي چې درې کسان یې د کډوالو د قاچاق په تور هم نیولي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، نیول شوي افغان کډوال به د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته د بولو ښار د کډوالۍ ادارې ته وسپارل شي، څو له ترکیې څخه د ایستلو بهیر یې بشپړ شي.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د هغو بې‌اسناده کډوالو، په ځانګړي ډول د افغانانو، د نیولو او بېرته ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

تر دې وړاندې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي وو، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بې‌اسناده کډوالو د شمېر له پلوه د ټولو هېوادونو د وګړو په سر کې ځای لري.

ملګري ملتونه: زرګونه راستنېدونکي افغانان لا هم د کور او ژوند د بیارغونې مرستو ته اړتیا لري

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
ملګري ملتونه: زرګونه راستنېدونکي افغانان لا هم د کور او ژوند د بیارغونې مرستو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې زرګونه راستنېدونکي لا هم د خپلو کورونو او ژوند د بیارغونې لپاره بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د راستنېدونکو لپاره د اماني صندوق په مالي ملاتړ، په کندز او بغلان ولایتونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره د هغوی د ژوند د بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرامټینګار کړی چې کور ته ستنېدل باید د راستنېدونکو کورنیو لپاره د نوي ژوند پیل وي، نه دا چې له نویو ستونزو او کړاوونو سره د مخ کېدو سبب شي.

یادې ادارې زیاته کړې، سره له دې چې د ملاتړ پروګرامونه روان دي، د راستنېدونکو اړتیاوې لا هم پراخې دي او ګڼ شمېر کورنۍ لا هم د مرستو ترلاسه کولو په تمه دي.

یادې ادارې تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي. د مناسب سرپناه نشتوالی، د کار محدود فرصتونه او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي کمښت د هغو مهمو ننګونو له ډلې دي چې دغه کورنۍ ورسره مخامخ دي.

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۱
د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده‌ کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له خوشې کېدو وروسته له دندې ګوښه شوی وو، شاوخوا ۹ میاشتې وروسته یو ځل بیا د زده‌کړو په تړاو د طالبانو په یوې غونډه کې راڅرګند شو.

د طالبانو د ازموینو ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو زده‌کوونکو د ستاینې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو او له نورو طالب چارواکو سربېره د دغې ډلې د اوبو او انرژۍ وارت پخوانی ستر سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده‌کړو د پلولۍ له امله خپله څوکۍ قرباني کړې وه هم بلل شوی وو.

نوموړي ته د غونډې په لومړي کتار کې د طالبانو د رييس‌الوزرا د اداري مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د ازموینو ادارې د رييس تر څنګ ځای ورکړل شوی وو.

100%

د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې داسې ښکاري چې فاروق اعظم ته د وینا موقع هم ورکړل شوې او په خبر پاڼه کې یې له قوله راغلي: «د مخکښو زده‌کوونکو ستاینه د علم د ارزښت او د راتلونکي نسل د هڅونې څرګندونه کوي».

فاروق اعظم چې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړي او د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و، د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۲۴مه د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په کابل کې ونیول شو او بیا مخامخ د کابل نظارت خونې ته ولېږدول شو.

فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال او تر نیول کېدو مخکې د نجونو د زده‌کړو د ګټو په تړاو ویلي وو: «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي».

نوموړي په هغه وخت کې همداراز د پوښتنې په ډول په خپل فېسبوک کې لیکلي وو: «ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».

په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د فاروق اعظم دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې وه او زیاته کړې یې وه: « نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۴مه) خپل زوی ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی او زیاته کړې یې وه: « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»

خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک
100%
خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک

د فاروق اعظم له نیول کېدو ۶ ورځې وروسته (شنبه د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۹مه) طالبانو له هغه غوښتي وو، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو هغه د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.

طالبانو یوه اونۍ وروسته (دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د تلې ۷مه) فاروق اعظم د کابل له نظارت خونې د کابل نظامي محکمې ته ولېږداوه. هلته بیا ځينې طالب سرپرست وزیرانو او د هبت‌الله اخوندزاده ځينو استازو له فاروق اعظم سره په کتنه له هغه یو ځل بیا غوښتي وو، چې له هبت‌الله بښنه وغواړي، خو بیا ځلي یې انکار وکړ او یادو سرپرست وزیرانو ورته ویلي وو، چې د ملاهبت‌الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه‌لري.

طالبانو بیا له هېڅ ډول جزییاتو ورکړې پرته فاروق اعظم ۲ ورځې وروسته (چهارشنبه د ۱۴۰۴ کال تلې ۹مه) له زندان څخه خوشې کړ.

فاروق اعظم چې پخوا په خواله رسنیو کې ډېر فعال وو، خو له خوشې کېدو وروسته (د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۹مې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ تر ۲۱مې) په خپل فېسبوک کې یوازې ۱۴ پوسټونه کړي دي.

هغه له ازادېدو او د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله فېسبوک‌پاڼه کې د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «قرض» بللی زیاته کړې: «په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای په اماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمی او مسلکی پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما ږغ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان قرض بولم.»

طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال وو. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر وو. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون څخه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون څخه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون څخه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام پر مهال د نظام منتقد وو او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کیږي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي وو، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده شخصي نظر بللی وو.

د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملاهبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او له شاوخوا دوه کلونو راهیسې بېرته افغانستان ته نه‌دی راګرځېدلی.