• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له دوشنبې د فراغت مراسمو تر کابل د زده‌کړو بندیز؛ د افغان نجونو دوه بېلابېل واقعیتونه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د یو شمېر زده‌کوونکو چې ډېری یې نجونې وې، د فراغت مراسمو د جوړېدو خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له نږدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري له زده‌کړو محرومې دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د سامانیانو ښوونځي د یو شمېر زده‌کوونکو د فراغت په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شوي، چې د سفارت د معلوماتو له مخې، د فارغانو ډېری برخه نجونې وې.

د سفارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې فارغانو له خپلو زده‌کړو د بریالي فراغت وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

په مراسمو کې د افغانستان سفیر جنرال محمدظاهر اغبر، د ښوونځي د مشرتابه او ښوونکو هڅې وستایلې او په ځانګړي ډول یې د ښوونځي له ادارې مننه وکړه.

اغبر فارغانو ته په خطاب کې وویل: «د ملي یووالي او همغږۍ ساتنه وکړئ، د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټینګار وکړئ او د ناپوهۍ، افراطیت او تیارو پر وړاندې مبارزه وکړئ.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې ځوان نسل د افغانستان د روښانه او اباد راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغان کډوالو او ډیپلوماټانو د ماشومانو لپاره د زده‌کړو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په افغانستان کې نجونې له ۲۰۲۲ کال د مارچ راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ محرومې دي. وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګېد، چې له امله یې میلیونونه افغان نجونې له رسمي زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او فرهنګ سازمان (یونسکو) په وار وار ویلي چې افغانستان اوسنی یوازینی هېواد دی چې په ملي کچه یې نجونې له منځنیو او لېسو زده‌کړو منع کړې دي. د دغو ادارو د ارزونو له مخې، دا محدودیت د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري پرمختګ اوږدمهاله منفي اغېزې لري او د میلیونونو نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو هېوادونو په پرله‌پسې ډول له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو حق تضمین کړي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د نجونو د زده‌کړو موضوع د اسلامي شریعت او د مناسب تعلیمي چاپېریال له برابرېدو سره تړلې ده، خو تر اوسه یې د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې یو ځوان د چړې په ګوزارونو وژل شوی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د سرخرود ولسوالۍ په دوسرکه سیمه کې یو ځوان له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګوزار وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، وژل شوی ځوان رضوان نومېده او د ریکشا چلوونکی و.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي، د دې پېښې تورن له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د دواړو کسانو ترمنځ شخړه د کومې موضوع پر سر رامنځته شوې وه، خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار کې د وژنو، وسله‌والو بریدونو، غلاوو او نورو جنایي پېښو راپورونه زیات شوي او د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

یونیسف: د ټولنې پر بنسټ زده‌کړې د افغان ماشومانو راتلونکې ته هیلې وربښي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې (ایکو) په ملاتړ په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو پروګرامونو لا ډېرو ماشومانو ته خوندي تعلیمي چاپېریال برابر کړی، څو زده‌کړې وکړي او د خپل راتلونکي لپاره هیلې ولري.

یونیسف د بامیان ولایت د یوې اووه کلنې زده‌کوونکې، شګوفې، کیسه شریکه کړې چې وايي، هیله لري په راتلونکي کې ډاکټره شي.

یونیسف په خپل ایکس‌پاڼه کې د شګوفې له قوله لیکلي: «یوه ورځ غواړم ډاکټره شم.»

د یونیسف په وینا، شګوفه د بامیان ولایت په خپل استوګنځي ته نږدې د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو په یوه ټولګي کې زده‌کړې کوي.

دغه اداره وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې(ایکو) په مالي ملاتړ اوس لا ډېرو افغان ماشومانو ته داسې خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شوی چې پکې زده‌کړې وکړي، خپلې هیلې وپالي او د روښانه راتلونکي لپاره چمتو شي.

د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو پروګرامونه په هغو لرې پرتو سیمو کې پلي کېږي چې رسمي ښوونځي یا خو لرې وي، یا د ظرفیت له کمښت سره مخ وي او یا هم ماشومان د بېلابېلو خنډونو له امله ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. یونیسف وايي، دغه ټولګي ماشومانو ته د خپلو کورونو نږدې د زده‌کړو فرصت برابروي.

د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د ښوونې او روزنې د وضعیت راپور له مخې، افغانستان لا هم د زده‌کړو له جدي ننګونو سره مخ دی؛ میلیونونه ماشومان له ښوونځي بهر پاتې دي او محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او بشري بحران د زده‌کړو پر بهیر ژور اغېز کړی دی.

یونیسف وايي، د نړیوالو شریکانو په ملاتړ یې په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېر د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو ټولګي فعال ساتلي دي، چې زرګونه ماشومان، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، د زده‌کړو له اسانتیاوو برخمنوي.

د هند بشري مرسته؛ طالبانو ته د افغان راستنېدونکو لپاره د خیمو مرسته وسپارل شوه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د خپلو دوامداره بشري مرستو په لړ کې افغان راستنېدونکو ته د سرپناه او بیا مېشتېدو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لویو خیمو مرسته کړې او دا مرستې یې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارلې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، هند د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې د لویو خیمو مرسته کړې ده.

جیسوال لیکلي: «د افغانستان خلکو ته د هند د دوامداره بشري مرستو د یوې برخې په توګه، هند د کورنیو خیمو مرسته د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارله، څو د افغان راستنېدونکو د سرپناه او بیا رغونې اړتیاوې ورسره پوره شي.»

نوموړي د دې مرستې د کره شمېر او ارزښت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د هند د بشري ملاتړ د دوام برخه ده.

یاده دې وي چې هند له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته د بشري مرستو په لړۍ کې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو مرستې لېږلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد افغانستان ته ۵۰ زره مټریک ټنه غنم، له ۲۵۰ ټنو ډېر درمل او طبي توکي، او نورې مرستندویه مرستې استولې دي.

هند د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې هم افغانستان ته د غنمو مرستې رسولي دي. د دې مرستو هدف په افغانستان کې له خوراکي ناامنۍ سره د مخ خلکو ملاتړ بلل شوی و.

د هند رسمي سرچینو ویلي چې دغه هېواد د افغانستان د بشري اړتیاوو ترڅنګ د روغتیا، زده‌کړو او ظرفیت لوړونې په برخو کې هم مرستې کړې دي. د هند د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مرستو په لړ کې درمل، واکسینونه او نور ټولنیز توکي هم افغانستان ته استول شوي دي.

د افغان راستنېدونکو د سرپناه اړتیا په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او ګڼې کورنۍ د لنډمهاله استوګنې او لومړنیو مرستو اړتیا لري.

اسلامي همکاریو سازمان: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
100%

د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) د ښځینه‌وو وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه له اسلامي ارزښتونو، د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ سره په ټکر کې دي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د «د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا»تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د کنفرانس ګډونوالو، د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دې سازمان د عمل پروګرام، د ښځو د پراختیا سازمان اساسنامه او د پخوانیو غونډو پایلو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر خونديتوب او په ټولو برخو کې د هغوی د ګډون پر پراختیا ټینګار وکړ.

په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې اسلام دین د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، ګډون او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی مهم رول په رسمیت پېژني. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د روانو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو، ځکه دا محدودیتونه له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ څخه ملاتړ کوي».

په کنفرانس کې وزیرانو او د پلاوو مشرانو ټینګار کړی، چې ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو نږدې نیمایي نفوس جوړوي او د دوامداره پرمختګ، اقتصادي ودې، ټولنیز یووالي او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک ګډون اړین دی.

په اعلامیه کې د غړو هېوادونو له هغو پرمختګونو هرکلی شوی چې د ښځو د زده‌کړو، روغتیا، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز ګډون په برخو کې یې کړي، خو ټینګار شوی چې لا هم جدي نابرابرۍ او ستونزې پر ځای پاتې دي.

ګډونوالو همداراز د هغو خنډونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د ښځو سیاسي، اقتصادي او مسلکي ګډون محدودوي. د فرصتونو، سرچینو، ټکنالوژۍ، مالي خدمتونو او د پرېکړو په بهیر کې نابرابر لاسرسی د دغو خنډونو له مهمو لاملونو څخه یاد شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې ډیجیټلي ټکنالوژي، نوښتونه، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ د ښځو او نجونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولای شي، خو ورسره یې د ډیجیټلي محرومیت، انلاین ځورونې، ناوړه ګټې اخیستنې او سایبري تاوتریخوالي په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د کنفرانس ګډونوالو بېوزلي، بېکاري، مالي خدمتونو او سرچینو ته محدود لاسرسی او د کار په بازار کې نابرابر ګډون د ښځو د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بللي دي.

وزیرانو او د پلاوو مشرانو د جګړو، بهرني اشغال، بشري بحرانونو، جبري بې‌ځایه کېدو، ترهګرۍ، تاوتریخوالي ډک افراطیت، د اقلیم بدلون او اقتصادي ستونزو د اغېزو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.

په وروستۍ اعلامیه کې د هند تر ادارې لاندې جمو او کشمیر او همدارنګه د فلسطین یادونه هم شوې او د دغو سیمو اشغال یې غیرقانوني بللی دی.

ترکیه او طالبان د ګرځندوی او کلتوري پروګرامونو د پراختیا د ګډ پلان پر سر سلا شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان او ترکیې چارواکو په کابل کې د لیدنې پر مهال د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې او د ګرځندوی په برخه کې یې د هوکړه ‌لیک، روزنیزو پروګرامونو او ګډې تخنیکي کاري ډلې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ددغه وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین، مولوي قدرت الله جمال، په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سادین اییلدیز سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ترکیې تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکې وستایلې او د ترکیې له حکومت، سفارت او د «ټيکا» (TİKA) موسسې څخه یې د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د ترسره شویو همکاریو مننه وکړه.

هغه وویل، «د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي ارشیف د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرامونه، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د همکاریو مهمې بېلګې دي.»

مولوي جمال زیاته کړه، افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړه چې د ترکیې د شارژدافیر د ماموریت پر مهال به د ګرځندوی، فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

په خبرپانه کې راغلي، د ترکیې شارژدافیر سادین اییلدیز وویل، د افغانستان او ترکیې ګډ تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د دواړو ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او فرهنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پل دی.

هغه د ترکیې د ګرځندوی صنعت د خپل هېواد له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادي سکټورونو څخه وباله او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره به له اړوندو ترکي ادارو سره همغږي وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د هوکړه لیک د لاسلیک، د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی د ودې، د دواړو هېوادونو د سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو، روزنیزو پروګرامونو، د خصوصي سکټور او ګرځندوی شرکتونو ترمنځ د همکاریو، په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون او د ګډې تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.

په همدې حال کې، سادین اییلدیز وویل چې په افغانستان کې د ترکیې د ویزو د رسمي خدمتونو یوازینۍ باوري مرجع «صفا خدماتي شرکت» دی او افغانان کولای شي د همدې شرکت له لارې د ترکیې ویزې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

دواړو لورو په پای کې ټینګار وکړ چې د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې ترڅنګ د فرهنګي تبادلو، ولسي اړیکو، تاریخي میراثونو د معرفي کولو او سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.