نور نوري د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم سمستر محصل و او تر اوسه یې طالبانو د نیولو انګېزه نه ده په ډاګه کړې.
د نور نوري یو تن ټولګیوال افغانستان انټرنشنل-پښتو ویلي، چې نوموړی د جون میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته ونیول شو او له هغه وروسته د دغه وزارت په نظارت خونه کې ساتل کېږي.
د نوري دغه ټولګیوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل: «د جون په دویمه نېټه د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې ورته د کورنیو چارو وزارت مخې ته زنګ راغی او ورته یې وویل چې پیسې پسې راشه. دا پیسې د کاروبار لپاره وې، خو د کورنیو چارو وزارت د اختطاف ضد ریاست کارکوونکو ونیوه.»
د سرچینې په وینا، نور نوري غوښتل د خوراکي توکو د یوه دوکان لپاره پیسې ترلاسه کړي. هغه وايي، د نوموړي یوه ملګري ورته زنګ وهلی و چې غوښتل یې د دوکان د پیل لپاره پور ورکړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې هغه پیسې چې نوري پسې ورغلی و، څه شوې او د دې پېښې تر شا اصلي انګېزه څه ده.
د نوري ټولګیوال ادعا کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د هغه د پلار د ټولنیزو رسنیو حسابونو پاسورډونو غوښتنه هم کړې ده.
سرچینې وویل چې د نوري کورنۍ د نوموړي په اړه اندېښمنه او د نوموړي په اړه د وضاحت غوښتنه کوي.
تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
یاده دې وي چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نیونو او توقیفونو په اړه د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو ادارو هم بار بار اندېښنې څرګندې کړي دي.
یوناما او د بشري حقونو څار بنسټ په خپلو راپورونو کې د ځینو کسانو د خپل سرو نیونو، د تورونو د نه روښانتیا او د قانوني بهیر د مراعت په اړه اندېښنې ثبت کړې دي. طالبان بیا وایي چې د امنیتي پېښو او جرمونو په تړاو د دوی اقدامات د نافذه اصولو له مخې ترسره کېږي.