• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د احصایې اداره: په روان کال کې د کرنیزو ځمکو کچه ۱۰،۲ سلنه زیاته شوې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې په افغانستان کې د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو کچه د تېر ۱۴۰۴ کال په پرتله شاوخوا ۱۰،۲ سلنه لوړه شوې ده.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې ټولټال له درې میلیونه هکټاره زیاتې کرنیزې ځمکې تر کښت لاندې وې. د راپور له مخې، له دې ډلې ۲،۱ میلیونه هکټاره اوبیزې او شاوخوا ۸۷۴ زره هکټاره نورې للمي ځمکې دي.

د راپور له مخې، د اوبیزو ځمکو کچه درې سلنه او د للمي ځمکو کچه ۳۳ سلنه لوړه شوې ده. ادارې د دې زیاتوالي لامل پر وخت ورښتونه او د روان کال مناسب اقلیمي شرایط بللي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېرې اوبیزې کرنیزې ځمکې په هلمند ولایت کې ثبت شوې دي، چې نږدې ۲۶۲ زره هکټاره جوړوي. له هلمند وروسته کندهار له ۱۶۳ زره، هرات له ۱۵۷ زره او کندوز له ۱۳۶ زره هکټاره اوبیزو ځمکو سره په لوړو ځایونو کې دي.

راپور زیاتوي، چې د للمي کرنیزو ځمکو له پلوه تخار ولایت په لومړي ځای کې دی، چې شاوخوا ۱۵۷ زره هکټاره ځمکه تر کښت لاندې لري. له هغه وروسته بدخشان، هرات، سرپل او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د للمي کرنیزو ځمکو ډېره برخه پکې ثبت شوې ده.

د یادې ادارې په وینا، د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو د شمېرو پرتله ښيي چې د اوبیزو ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په هرات، غزني، زابل، فراه او کندهار ولایتونو کې او د للمي ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوی دی.

ادارې ویلي، دا معلومات یې د «ریموت سنسنګ» ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ انځورونو په مرسته راټول کړي دي.

افغانستان چې په وروستیو څو کلونو کې یې پرله‌پسې وچکالي تجربه کړې، په روان لمریز کال کې د ورښتونو د نسبي زیاتوالي شاهد و. خو ورسره په بېلابېلو ولایتونو کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خلکو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه واړول.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.

ای‌سي‌سي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ای‌سي‌سي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.

اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ای‌سي‌سي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو څار بنسټ غړې: د محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په اړه دې بشپړ معلومات خپاره شي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټغړې الیسا کلمن، د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د افغان پناه‌غوښتونکي محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په تړاو د روڼتیا، حساب‌ورکونې او د هغه د بشپړ عدلي طبې معاينې د راپور د خپرېدو غوښتنه کړې ده.

د شمېرو له مخې، د تېر کال د مرغومي (جدي) میاشتې راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې لږ تر لږه ۵۴ کسان مړه شوي دي.

محمد نذیر پکتیاوال، ۴۱ کلن افغان پناه‌غوښتونکی و، چې نږدې لس کاله یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. نوموړی د تېر کال د کب په ۲۳مه، په ټکساس ایالت کې له نیول کېدو څخه تر ۲۴ ساعتونو کم وخت وروسته، د هغه څه له امله چې امریکايي چارواکو یې «الرژیک غبرګون» بللی، مړ شو.

د هغه د مړینې سند له مړینې څخه ۱۰۳ ورځې وروسته خپور شو.

الیسا کلمن ویلي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د مړینې د اعلان پر مهال هغه «ناقانونه مجرم کډوال» بللی و، په داسې حال کې چې نوموړي هېڅ جرمي محکومیت نه درلود او د امریکا له پوځ سره د کلونو همکارۍ له امله یې دې هېواد ته د لنډمهالي ننوتلو قانوني اجازه ترلاسه کړې وه.

د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه هم د ارزونې په حال کې وه، خو د امریکا حکومت د تېر کال د لیندۍ (قوس) میاشتې راهیسې د افغان وګړو د پناه غوښتنې دوسیو ارزونه درولې ده.

د راپور له مخې، پکتیاوال د کب په ۲۲مه، هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې خپل ماشومان ښوونځي ته یوسي. د هغه کورنۍ «افغان ایواک» سازمان ته ویلي چې نوموړی د تنفسي ناروغۍ له امله د تنفسي سپرې اړتیا لرله او مېرمن یې هڅه کړې وه چې دغه درمل ورته ورسوي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد څخه شکایت وکړ، روغتون ته ولېږدول شو او بله ورځ یې ساه ورکړه.

د بشري حقونو د څار سازمان غړې ویلي، د پکتیاوال مړینه د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف‌ځایونو کې د مړینو د مخ پر زیاتېدو لړۍ یوه برخه ده. د هغې په وینا، د امریکا د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته، په دغو توقیف‌ځایونو کې د مړینو په اړه د روڼتیا غوښتنې زیاتې شوې دي.

که څه هم د پکتیاوال د مړینې په سند کې د مړینې لامل «پېښه» ثبت شوی، خو کلمن وايي چې دغه پایله د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه نورې پوښتنې راولاړوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د امریکا حکومت د پکتیاوال د کورنۍ، د پناه‌غوښتونکو د حقونو د ملاتړو بنسټونو او د کانګرس د یو شمېر غړو له غوښتنو سره سره، د دې قضیې په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې قضیې د بشپړې څېړنې ترسره کول او د محمد نذیر پکتیاوال د عدلي معاينې بشپړ راپور خپرول د روڼتیا او حساب‌ورکونې د تأمین لپاره یو مهم او لومړنی ګام دی.

سرچینې: د طب زدکړیال نور نوري له ۴۱ ورځو راهیسې د طالبانو په نظارت کې ساتل کېږي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱
100%

په کابل کې د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل نور نوري له تېرو ۴۱ ورځو راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اختطاف ضد ریاست په نظارت کې ساتل کېږي. د هغه ټولګیوال وايي، نوري د پیسو ترلاسه کولو لپاره د یو ملګري خواته روان و، خو په لاره د طالبانو له خوا ونیول شو.

نور نوري د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم سمستر محصل و او تر اوسه یې طالبانو د نیولو انګېزه نه ده په ډاګه کړې.

د نور نوري یو تن ټولګیوال افغانستان انټرنشنل-پښتو ویلي، چې نوموړی د جون میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته ونیول شو او له هغه وروسته د دغه وزارت په نظارت خونه کې ساتل کېږي.

د نوري دغه ټولګیوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل: «د جون په دویمه نېټه د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې ورته د کورنیو چارو وزارت مخې ته زنګ راغی او ورته یې وویل چې پیسې پسې راشه. دا پیسې د کاروبار لپاره وې، خو د کورنیو چارو وزارت د اختطاف ضد ریاست کارکوونکو ونیوه.»

د سرچینې په وینا، نور نوري غوښتل د خوراکي توکو د یوه دوکان لپاره پیسې ترلاسه کړي. هغه وايي، د نوموړي یوه ملګري ورته زنګ وهلی و چې غوښتل یې د دوکان د پیل لپاره پور ورکړي.

تر اوسه روښانه نه ده چې هغه پیسې چې نوري پسې ورغلی و، څه شوې او د دې پېښې تر شا اصلي انګېزه څه ده.

د نوري ټولګیوال ادعا کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د هغه د پلار د ټولنیزو رسنیو حسابونو پاسورډونو غوښتنه هم کړې ده.

سرچینې وویل چې د نوري کورنۍ د نوموړي په اړه اندېښمنه او د نوموړي په اړه د وضاحت غوښتنه کوي.

تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

یاده دې وي چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نیونو او توقیفونو په اړه د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو ادارو هم بار بار اندېښنې څرګندې کړي دي.

یوناما او د بشري حقونو څار بنسټ په خپلو راپورونو کې د ځینو کسانو د خپل‌ سرو نیونو، د تورونو د نه روښانتیا او د قانوني بهیر د مراعت په اړه اندېښنې ثبت کړې دي. طالبان بیا وایي چې د امنیتي پېښو او جرمونو په تړاو د دوی اقدامات د نافذه اصولو له مخې ترسره کېږي.

پولنډي ځواکونو د سرحدي عملیاتو پر مهال د افغانانو په ګډون ۷۱ کډوال نیولي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۱
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی چې د لیتوانیا او بلاروس له پولو سره په درې ورځنیو عملیاتو کې یې ۷۱ کډوال، چې یو شمېر افغانان هم په کې شامل دي، نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو ادارې د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان د پولنډ، لیتوانیا او بلاروس پر سرحدونو پېژندل شوي او تر نیول کېدو وروسته، د قانوني مراحلو له بشپړېدو سره سم د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پولنډي ځواکونو یو اوکراینی وګړی هم نیولی، چې د دې ادارې په وینا د پنځو کډوالو د لېږد لپاره سرحدي سیمې ته تللی و او د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي، نیول شوي کډوال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د میکانېزم له مخې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته د لیتوانیا اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو افغانانو د امنیتي اندېښنو، ټولنیزو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله هڅه کړې چې د بلاروس او لیتوانیا له لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

د بلاروس او پولنډ پوله له ۲۰۲۱ کال راهیسې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. پولنډ په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره په دې سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي او پر سرحدونو یې لا زیات محدودیتونه لګولي دي.

له دوشنبې د فراغت مراسمو تر کابل د زده‌کړو بندیز؛ د افغان نجونو دوه بېلابېل واقعیتونه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
100%

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د یو شمېر زده‌کوونکو چې ډېری یې نجونې وې، د فراغت مراسمو د جوړېدو خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له نږدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري له زده‌کړو محرومې دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د سامانیانو ښوونځي د یو شمېر زده‌کوونکو د فراغت په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شوي، چې د سفارت د معلوماتو له مخې، د فارغانو ډېری برخه نجونې وې.

د سفارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې فارغانو له خپلو زده‌کړو د بریالي فراغت وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

په مراسمو کې د افغانستان سفیر جنرال محمدظاهر اغبر، د ښوونځي د مشرتابه او ښوونکو هڅې وستایلې او په ځانګړي ډول یې د ښوونځي له ادارې مننه وکړه.

اغبر فارغانو ته په خطاب کې وویل: «د ملي یووالي او همغږۍ ساتنه وکړئ، د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټینګار وکړئ او د ناپوهۍ، افراطیت او تیارو پر وړاندې مبارزه وکړئ.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې ځوان نسل د افغانستان د روښانه او اباد راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغان کډوالو او ډیپلوماټانو د ماشومانو لپاره د زده‌کړو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په افغانستان کې نجونې له ۲۰۲۲ کال د مارچ راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ محرومې دي. وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګېد، چې له امله یې میلیونونه افغان نجونې له رسمي زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او فرهنګ سازمان (یونسکو) په وار وار ویلي چې افغانستان اوسنی یوازینی هېواد دی چې په ملي کچه یې نجونې له منځنیو او لېسو زده‌کړو منع کړې دي. د دغو ادارو د ارزونو له مخې، دا محدودیت د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري پرمختګ اوږدمهاله منفي اغېزې لري او د میلیونونو نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو هېوادونو په پرله‌پسې ډول له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو حق تضمین کړي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د نجونو د زده‌کړو موضوع د اسلامي شریعت او د مناسب تعلیمي چاپېریال له برابرېدو سره تړلې ده، خو تر اوسه یې د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.