• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي تېرکال له افغانستان نه نږدې ۳۰۰زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېرکال له افغانستان نه شاوخوا ۲۹۰زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د یاد وزارت ویاند احسان‌الله احسان ویلي، چې دغه مېوې هند، قطر، متحده عربي اماراتو، د منځنۍ اسیا هېوادونو، روسیې او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هغه په وینا؛ د دغه صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۱ مېلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي. د شمېرو له مخې؛ مڼې د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په سر کې ځای لري، ورپسې انګور د ۴۱ مېلیون ډالرو په ارزښت دویم او انار درېیم مقام خپل کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز وایي، د تېرکال پرتله د زردالو او توتانو صادرات هم دوه برابره زیات شوي دي. د افغان سوداګرو په وینا؛ تر دې وړاندې د افغانستان تازه مېوې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېدې، خو اوس د کړکېچنو اړیکو له امله دغه صادرات عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته اړول شوي دي.
ورته مهال په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې ریاست خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۵۳زره ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي امریکا، اروپا، اسیا او د سیمې یوشمېر هېوادونو ته صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ افغان زده‌کوونکي له څو کلونو خواریو وروسته له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو روان بهیر له امله اوس هغه کورنۍ هم بېرته افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، چې ماشومانو یې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې زده‌کړې کولې.

د دغه کورنیو له ډلې څخه یوه هم د اسدالله کورنۍ ده، چې له څو کلونو راهیسې په پېښور کې اوسېده او اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې ده. اسدالله وایي، چې هغه په تېرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان په یوه دولتي ښوونځي کې زده‌کړې کړې او سږکال یې د لسم ټولګي ازموینه هم ورکړې ده.
د هغه په وینا؛ د ناڅاپي ستنېدو پرېکړې یې زده‌کړې له جدي ستونزو سره مخ کړې؛ ځکه نه یې د زده‌کړو اسناد په بشپړ ډول انتقال شوي او نه هم پر دې ډاډه دی، چې په افغانستان کې به ورته د همدې کچې ښوونې زمینه برابره وي.

هغه زیاته کړه، چې ډېری ملګري او ښوونکي یې پاکستانیان دي او له هغوی سره مخه ښه کول ورته له احساساتي پلوه ډېر ستونزمن دي. اسدالله وویل، سره له دې چې له پاکستان نه وتل ورته اسانه کار نه‌دی؛ خو د خپل پلار د پرېکړې درناوی کوي ځکه اوسني شرایط نور د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.

بل لور ته د اسدالله پلار رحمت ګل وویل، چې په ۱۹۹۰کال کې د خوندیتوب او کار موندنې په موخه پاکستان ته تللی و او له هغه وخت راهیسې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
د هغه په وینا؛ د وروستیو اقداماتو، نیونو او قانوني فشارونو له امله یې پرېکړه وکړه، چې په عزت خپل هېواد ته ستون شي؛ څو د احتمالي نیونو او نورو ستونزو مخه ونیسي.

رحمت ګل وویل، د دوی تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو ماشومانو په ځانګړي ډول د اسدالله د زده‌کړو او راتلونکي په اړه ده؛ ځکه هغه به اوس اړ شي چې په افغانستان کې له سره د زده‌کړو لپاره د داخلې او مناسبو ښوونیزو فرصتونو لټه وکړي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زده‌کړې همالته ترسره کړې دي.

د پوهنې متخصصینو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغان کورنیو ناڅاپي او په پراخه کچه ستنېدل د زرګونه ماشومانو پر زده‌کړو منفي اغېز کوي. د دوی په باور؛ په افغانستان کې د دغه ماشومانو لپاره د مناسبو او دوامداره ښوونیزو فرصتونو برابرول لاهم یوه جدي ننګونه او مهمه پوښتنه ده.

تېرو درېیو میاشتو کې؛ له هرات نه د ۴۵ مېلیون ډالرو په ارزښت ۵۳زره ټنه صادرات شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې ریاست خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۵۳زره ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي امریکا، اروپا، اسیا او د سیمې یوشمېر هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یاد ریاست اجرایوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې د دغه صادراتو ټولیز ارزښت ۴۵ مېلیونه او ۱۰۵زره امریکایي ډالرو ته رسېږي. د نوموړي په وینا؛ په دغه صادراتو کې تر ډېره تازه او وچه مېوه، ګران بیه ډبرې، طبیعي نباتات او نور کورني تولیدات شامل دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې ریاست زیاتوي، چې د صادراتو کچه د تېرکال د ورته مودې پرتله لوړه شوې ده. د دوی په وینا؛ د تېرکال په لومړیو درېیو میاشتو کې د صادراتو ارزښت ۳۳ مېلیون ډالره و، چې د روان کال له صادراتو څخه کم دی.

طالبان د صادراتو دغه زیاتوالی د اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې نښه بولي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی و، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۱۱۷ ټنه تازه مېوه عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته صادره شوې ده چې ارزښت یې ۱۴۶زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د احصایې اداره: په روان کال کې د کرنیزو ځمکو کچه ۱۰،۲ سلنه زیاته شوې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې په افغانستان کې د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو کچه د تېر ۱۴۰۴ کال په پرتله شاوخوا ۱۰،۲ سلنه لوړه شوې ده.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې ټولټال له درې میلیونه هکټاره زیاتې کرنیزې ځمکې تر کښت لاندې وې. د راپور له مخې، له دې ډلې ۲،۱ میلیونه هکټاره اوبیزې او شاوخوا ۸۷۴ زره هکټاره نورې للمي ځمکې دي.

د راپور له مخې، د اوبیزو ځمکو کچه درې سلنه او د للمي ځمکو کچه ۳۳ سلنه لوړه شوې ده. ادارې د دې زیاتوالي لامل پر وخت ورښتونه او د روان کال مناسب اقلیمي شرایط بللي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېرې اوبیزې کرنیزې ځمکې په هلمند ولایت کې ثبت شوې دي، چې نږدې ۲۶۲ زره هکټاره جوړوي. له هلمند وروسته کندهار له ۱۶۳ زره، هرات له ۱۵۷ زره او کندوز له ۱۳۶ زره هکټاره اوبیزو ځمکو سره په لوړو ځایونو کې دي.

راپور زیاتوي، چې د للمي کرنیزو ځمکو له پلوه تخار ولایت په لومړي ځای کې دی، چې شاوخوا ۱۵۷ زره هکټاره ځمکه تر کښت لاندې لري. له هغه وروسته بدخشان، هرات، سرپل او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د للمي کرنیزو ځمکو ډېره برخه پکې ثبت شوې ده.

د یادې ادارې په وینا، د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو د شمېرو پرتله ښيي چې د اوبیزو ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په هرات، غزني، زابل، فراه او کندهار ولایتونو کې او د للمي ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوی دی.

ادارې ویلي، دا معلومات یې د «ریموت سنسنګ» ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ انځورونو په مرسته راټول کړي دي.

افغانستان چې په وروستیو څو کلونو کې یې پرله‌پسې وچکالي تجربه کړې، په روان لمریز کال کې د ورښتونو د نسبي زیاتوالي شاهد و. خو ورسره په بېلابېلو ولایتونو کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خلکو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه واړول.

کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.

ای‌سي‌سي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ای‌سي‌سي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.

اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ای‌سي‌سي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو څار بنسټ غړې: د محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په اړه دې بشپړ معلومات خپاره شي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټغړې الیسا کلمن، د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د افغان پناه‌غوښتونکي محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په تړاو د روڼتیا، حساب‌ورکونې او د هغه د بشپړ عدلي طبې معاينې د راپور د خپرېدو غوښتنه کړې ده.

د شمېرو له مخې، د تېر کال د مرغومي (جدي) میاشتې راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې لږ تر لږه ۵۴ کسان مړه شوي دي.

محمد نذیر پکتیاوال، ۴۱ کلن افغان پناه‌غوښتونکی و، چې نږدې لس کاله یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. نوموړی د تېر کال د کب په ۲۳مه، په ټکساس ایالت کې له نیول کېدو څخه تر ۲۴ ساعتونو کم وخت وروسته، د هغه څه له امله چې امریکايي چارواکو یې «الرژیک غبرګون» بللی، مړ شو.

د هغه د مړینې سند له مړینې څخه ۱۰۳ ورځې وروسته خپور شو.

الیسا کلمن ویلي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د مړینې د اعلان پر مهال هغه «ناقانونه مجرم کډوال» بللی و، په داسې حال کې چې نوموړي هېڅ جرمي محکومیت نه درلود او د امریکا له پوځ سره د کلونو همکارۍ له امله یې دې هېواد ته د لنډمهالي ننوتلو قانوني اجازه ترلاسه کړې وه.

د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه هم د ارزونې په حال کې وه، خو د امریکا حکومت د تېر کال د لیندۍ (قوس) میاشتې راهیسې د افغان وګړو د پناه غوښتنې دوسیو ارزونه درولې ده.

د راپور له مخې، پکتیاوال د کب په ۲۲مه، هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې خپل ماشومان ښوونځي ته یوسي. د هغه کورنۍ «افغان ایواک» سازمان ته ویلي چې نوموړی د تنفسي ناروغۍ له امله د تنفسي سپرې اړتیا لرله او مېرمن یې هڅه کړې وه چې دغه درمل ورته ورسوي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد څخه شکایت وکړ، روغتون ته ولېږدول شو او بله ورځ یې ساه ورکړه.

د بشري حقونو د څار سازمان غړې ویلي، د پکتیاوال مړینه د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف‌ځایونو کې د مړینو د مخ پر زیاتېدو لړۍ یوه برخه ده. د هغې په وینا، د امریکا د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته، په دغو توقیف‌ځایونو کې د مړینو په اړه د روڼتیا غوښتنې زیاتې شوې دي.

که څه هم د پکتیاوال د مړینې په سند کې د مړینې لامل «پېښه» ثبت شوی، خو کلمن وايي چې دغه پایله د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه نورې پوښتنې راولاړوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د امریکا حکومت د پکتیاوال د کورنۍ، د پناه‌غوښتونکو د حقونو د ملاتړو بنسټونو او د کانګرس د یو شمېر غړو له غوښتنو سره سره، د دې قضیې په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې قضیې د بشپړې څېړنې ترسره کول او د محمد نذیر پکتیاوال د عدلي معاينې بشپړ راپور خپرول د روڼتیا او حساب‌ورکونې د تأمین لپاره یو مهم او لومړنی ګام دی.