د بحرین د دفاعي ځواکونو قومانداني: د ایران یوشمېر هوایي بریدونه شنډ او لهمنځه وړل شوي

د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ اعلان کړی، چې ایران د ملکي وګړو په بریدونو سره خپل «دښمنانه او منظم چلند» ته دوام ورکوي. یادې قوماندانۍ ویلي، چې د بحرین د هوايي دفاع سیسټمونو د سېشنبې په سهار د ایران یوشمېر هوایي بریدونه شنډ او لهمنځه وړي دي.
