• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ تړون مات شوی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سخت خبرداري په ورکولو سره ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی پوځي تړون مات شوی او امریکا به پر ایران سختو بریدونو ته دوام ورکړي.

د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، ټرمپ ویلي: «د دوی ډېری تجهیزات له منځه تللي دي. د دوی د الوتکو ضد وسایل موږ تېره شپه هدف وګرځول».

هغه زیاته کړې: «هر ځل چې دوی ډرون راولېږي، موږ پرې سخت ګوزار کوو».

ټرمپ ویلي، چې ایران له یوې هوکړې سرغړونه کړې ده: «موږ تړون درلود، خو دوی هغه مات کړ. دوی یې تل ماتوي... نو موږ به پرې ډېر سخت ګوزارونه وکړو».

هغه همداراز ویلي چې امریکا به د هرمز تنګي کنټرول وساتي او ښايي د منځني ختیځ امنیتي عملیات په دوامداره توګه پر غاړه واخلي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

یمني وسله وال وايي سعودي عربستان د صنعا نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱
100%

د یمن وسله‌والو ادعا کړې چې د صنعا نړیوال هوايي ډګر د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې په نښه شوی دی. د یادو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سري د دوشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ویلي، سعودي عربستان هوايي بریدونه کړي او دا یې د «د ترینګلتیا د کمېدو د پړاو پای» بللی دی.

سري خبرداری ورکړی چې «دغه تېری به بې ځوابه او بې سزا پاتې نه شي».

د راپور له مخې، د هوايي ډګر او شاوخوا سیمو د تخلیې امرونه هم صادر شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې له کلونو راهیسې د یمن په سوېل کې مېشت دی، د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله‌والو پر وړاندې جګړه کوي، چې د یمن په شمال کې فعالیت لري.

تر اوسه سعودي چارواکو د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

اسماعیل بقایي: موږ پر هېڅ سیمه‌ییز هېواد برید نه‌دی کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۴ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) په یوې خبري غونډه کې ویلي: «موږ د سیمې پر هیڅ هېواد برید نه‌دی کړی او نه به یې وکړو». خو سپاه پاسداران او د ایران پوځ بیا د منځني ختيځ په ځینو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبرونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې وخت کې د سپاه پاسداران او د ایران پوځ اعلان کړی چې په اردن، بحرین، عمان، قطر او کویټ کې یې د امریکا پر پوځي اډو او تاسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

بقایي زیاته کړه: «رښتیا هم باید کلمې په سمه توګه وپېژندل شي او په کره ډول وکارول شي». هغه وویل، د ایران دفاعي بریدونه یوازې د هغو اډو، تاسیساتو او موقعیتونو پر وړاندې ترسره کېږي چې امریکا یې د ایران پر ضد د برید لپاره کاروي؛ لکه د لوژستیکي او ملاتړ مرکزونه.

نوموړي وویل، ایران څو ځلې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې امریکا او اسراییل د دوی له خاورې، تاسیساتو یا امکاناتو څخه د ایران پر وړاندې د بریدونو د پلان، چمتووالي او عملي کولو لپاره استفاده وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه غوښتنه دوامداره وبلله او ویې ویل، دا د ښه ګاونډیتوب او د نړۍوالو قوانینو د منل شوو اصولو پر بنسټ ولاړه ده. د هغه په وینا؛ د سیمې هېوادونه مکلف دي، چې اجازه ورنه کړي د دوی له خاورې د ایران پر ضد کار واخیستل شي.

بقایي ټینګار وکړ، چې ایران به د خپل ځان په دفاع کې هېڅ ډول ځنډ ونه کړي او زیاته یې کړه: «هره سیمه یا د هر هېواد هره برخه چې د ایران پر وړاندې د برید لپاره وکارول شي، په طبیعي ډول به د ایران د دفاعي اقداماتو تر پوښښ لاندې راشي».

هغه زیاته کړه، چې د دغه دفاعي اقداماتو وخت، طریقه، څرنګوالی او ځای به د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد د شرایطو له مخې ټاکي او عملي کوي.

ایرانی چارواکی: د امریکا د بریدونو د احتمالي زیانونو ارزونه په اتو ښارونو کې روانه ده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱
100%

د ایران د خوزستان ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال ولي‌الله حیاتي، ویلي چې د دوشنبې سهار وختي د امریکا د بریدونو پر مهال د دغه ولایت په اتو ښارونو کې یو شمېر سیمې په نښه شوې او د احتمالي زیانونو ارزونه لا هم دوام لري.

حیاتي د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي، چې د اهواز، امیدیه، ماهشهر، بهبهان، دزفول، اندیمشک، آبادان او د شادګان شاوخوا سیمې د امریکايي توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

هغه زیاته کړې، په اهواز کې د ښار له محدوده بهر دوه ځایونه لګېدلي او هغه راپورونه یې رد کړي چې ګواکې د اهواز هوايي ډګر په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په اندیمشک کې یو ځای، په بهبهان او دزفول کې څو سیمې، په امیدیه او ماهشهر کې څلور ځایونه او همدارنګه په آبادان او د شادګان په شاوخوا کې یو شمېر نورې سیمې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د خوزستان د والي امنیتي مرستیال ویلي، اړوندې ادارې د احتمالي زیانونو د ارزونې او د زیانمنو سیمو د څېړنې په حال کې دي او د لومړنیو ارزونو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم له رسنیو سره شریک شي.

اسوشیټډ پرېس: امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران پوځي اهداف په نښه کړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
100%

سوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو په خپلو وروستیو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند توغندیز سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات او پوځي بېړۍ په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي چې د بریدونو اصلي موخه د سپاه پاسداران هغه پوځي وړتیاوې وې چې د توغندیو، هوايي دفاع او سمندري عملیاتو لپاره کارول کېږي.

تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د ځای، د زیانونو د کچې او یا د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د ایران له لوري هم د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

انتونیو ګوترېش: تهران او واشنګټن دې خپل پاتې اختلافونه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د فارس خلیج په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایران او امریکا یې غوښتي چې ژر تر ژره خبرو ته بېرته راستانه شي.

ګوټرېش د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو د ایران بریدونه، د ایران پر ضد د امریکا پوځي بریدونه او د تهران له لوري په ګاونډیو هېوادونو کې پر هدفونو ترسره کېدونکي بریدونه باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د سیمې روان تاوتریخوالی د لا پراخې بې‌ثباتۍ لامل کېدای شي او ټول ښکېل لوري باید له پوځي اقداماتو ډډه وکړي.

ګوټرېش ویلي: «له ایران او امریکا غواړم چې بېړنۍ خبرې اترې بېرته پیل کړي او پاتې اختلافونه د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د هغه په وینا، ډیپلوماسي او سیاسي خبرې د روان کړکېچ د پای ته رسولو او د سیمې د ثبات د ټینګښت تر ټولو اغېزمنه لار ده.