اسماعیل بقایي: موږ پر هېڅ سیمهییز هېواد برید نهدی کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) په یوې خبري غونډه کې ویلي: «موږ د سیمې پر هیڅ هېواد برید نهدی کړی او نه به یې وکړو». خو سپاه پاسداران او د ایران پوځ بیا د منځني ختيځ په ځینو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبرونه ورکړي.
