یمني وسله وال وايي سعودي عربستان د صنعا نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی

د یمن وسلهوالو ادعا کړې چې د صنعا نړیوال هوايي ډګر د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې په نښه شوی دی. د یادو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سري د دوشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ویلي، سعودي عربستان هوايي بریدونه کړي او دا یې د «د ترینګلتیا د کمېدو د پړاو پای» بللی دی.
