راپور کې ادعا شوې، چې د دوی لهخوا درې افغان بزګران وژل شوي او پوځ هڅه کړې چې دغه «جنایت» پټ وساتي. د افشا کوونکو د شهادتونو له مخې؛ برتانوي سرتېرو به افغان بندیان پر لیفټراک پورته کول، ماشین به یې لوړاوه او بیا به یې په چټکۍ حرکت ورکاوه؛ څو بندیان لاندې ولوېږي.
دغه خپلواک کمېسیون چې د برېتانیا د دفاع وزارت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو پرضد د جګړهییزو جنایتونو تورونه او د دغه پېښو د پټولو هڅې څېړي.
مونیکا ګرینفیل چې د برتانوي ځانګړو ځواکونو لپاره یې د پخلنځي او ګودام کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړې، دغه کمېسیون ته ویلي چې سرتېرو به بندیان د خپلې تفریح لپاره له لیفټراک څخه غورځول.
هغې ویلي، یو سرتېری یې په یاد دی چې په ویاړ سره یې د بندیانو غورځولو کیسه کوله. ګرینفیل د دغه ځواکونو وضعیت داسې یاد کړی، چې ګواکې فعالیتونه یې نه څارل کېده او سرتېرو ځانونه د هر ډول حسابورکونې څخه ازاد ګڼل.
بل افشاکوونکی کریسټوفر ګرین چې د ۲۰۱۲کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې یې د برېتانیا پوځ د احتیاطي ځواک غړي په توګه دنده ترسره کړې، ویلي چې د هلمند ولایت په یوه کلي کې د درېیو افغان بزګرو وروڼو د وژنې په اړه یې معلومات لرل.
د هغه په وینا؛ د دوی استخباراتي ډله ډاډه وه چې وژل شوي کسان یوازې بزګران وو او هېڅ داسې شواهد نه وو، چې دا ثابته کړي چې هغوی دې د طالبانو قوماندانان وي. ګرین زیاته کړې، کله چې یې غوښتل د یادې پېښې په اړه خپلې اندېښنې له یوه پوځي افسر سره شریکې کړي له سخت غبرګون او د طالبانو د ملاتړ له تور سره مخ شو او د عملیاتو د ثبت شوې ویډیو د لیدو اجازه هم ورنه کړل شوه.
د هغه په وینا؛ د برېتانیا حکومت د دغه درېیو وروڼو له وژل کېدو وروسته د هغوی مور ته ۳زره او ۶۳۴ پونډه مالي مرسته ورکړه، چې دا د بېګناه کسانو د وژنې مسوولیت منلو نښه وه. د برېتانیا د دفاع وزارت ویاند د دغه ادعاوو په غبرګون کې ویلي، لندن د افغانستان جګړې د خپلواکو څېړنو بشپړ ملاتړ کوي او له هغو اوسنیو او پخوانیو دفاعي کارکوونکو مننه کوي چې په دې اړه یې شهادت ورکړی دی.