• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیکا کې په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ور کړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی. په دغه ټانکر کې په مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو.

د طالبانو د پکتیکا امنیه قومندانۍ نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۲۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ټانکر موټر کې په ډېر مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه یې بل ځای ته ولېږدوي.

د پکتیکا د طالبانو مسوولینو په وینا، دغه موټر د سروبي ولسوالۍ د رباط له سیمې څخه بار شوی و او غوښتل یې چې دغه لرګي غزني ولایت ته یوسي.

د طالبانو د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد ناقانونه بار د سروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سیمه کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د سرتېرو له خوا کشف او ونیول شو.

د دغه قاچاقي لېږد په تړاو د یاد ټانکر موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو زیاته کړې، چې نیول شوی موټر چلوونکی دا مهال د دوی په توقیف کې دی او د پېښې په اړه ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان د صنایعو وزیر: غواړو له افغانستان او قرغیزستان څخه د فلزاتو اومه توکي وارد کړو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
100%

د قزاقستان د صنایعو او ودانیزو چارو وزیر اعلان کړی، چې د خپلو اوسپنې فابریکو لپاره یې له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو په اړه نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د قزاقستان د صنایعو وزیر یرساین ناګاسپایف ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د فلزاتو په سکټور کې د تولید کچه ۹۷،۳ سلنې ته رسېدلې وه. د ناګاسپایف په وینا، په دغه سکټور کې د تولید کمښت د فابریکو د منظمې بیارغونې او د هېواد د کاني زېرمو د تدریجي زوړوالي له امله رامنځته شوی و.

د دې ستونزې د هواري لپاره قزاقستان پر کورنیو تولیداتو د تمرکز تر څنګ، له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو تړونونه کړي دي.

د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، په وروستیو میاشتو کې د قزاقستان د فلزاتو د فابریکو لپاره د مسو، جستو او سرو زرو د خامو موادو په رسولو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې صنعتي وده ۱،۸ سلنه نوره هم ښه شوې ده. یرساین ناګاسپایف زیاته کړې چې د نویو تولیدي فابریکو په پرانیستل کېدو سره، د قزاقستان د تولیداتو سکټور په لومړۍ نیمایي کې ۹،۸ سلنه وده کړې ده.

طالبانو په پروان کې له میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه «کافر کلا» د لرغونې سیمې په نامه ثبت کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په فرنجل سیمه کې له میلاده ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې کلا د لرغونې سیمې په نامه ثبت شوې ده. دغه سیمه چې د کافر کلا په نوم یادېږي، تاریخي مخینه یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې زمانې ته رسېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس په دې اړه وویل چې د فرنجل سیمې اړوند کافر کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر مستحکم او ستراتیژیک ځای کې جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کلا ګڼ شمېر امنیتي برځونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري چې په خپله زمانه کې ترې د پوځي او دفاعي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه چې د دوی ریاست ژمن دی د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې په اړه د طالبانو د مشر فرمان په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي ځایونو د بیارغونې لپاره هڅې وکړي.

هغه همداراز د پروان ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د تاریخي ځایونو په پېژندلو، ثبت او ساتنه کې له دغه ریاست سره پوره همکاري وکړي.

د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دغې تاریخي کلا په شمالي برخه کې یوه لرغونې کلیواله سیمه هم موقعیت لري چې د «بودا کلي» په نوم یادېږي او د سیمې د لرغوني کلتور ښکارندویي کوي.

افغان، روسي او قزاقستاني سوداګرو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب د افغانستان، روسیې او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د ۴۴۶،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې. دغه هوکړې ودانیز مواد، درمل، خوراکي توکي او کرنیز خدمتونه رانغاړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د کاروبارونو ترمنځ(B2B) سوداګرۍ د پانګونې د هڅونې، بازارونو ته د لاسرسي د اسانه کولو او په سیمه کې د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

د یادې خونې په وینا، دا ډول ناستې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو د پراخېدو لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دغسې غونډو په لړ کې د افغانستان، روسیې او قزاقستان سوداګر، پانګوال او د خصوصي سکټور استازي سره راټول شوي وو، چې نوي سوداګریز فرصتونه وڅېړي، د خصوصي سکټور ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو وغږیږي.

یادې خونې ویلي، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وخت ناوخت د کاروبارونو ترمنځ سوداګرۍ (B2B) غونډې جوړوي، څو د افغان سوداګرو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې، پانګونه وهڅول شي او د صادراتو او وارداتو لپاره نوي بازارونه وموندل شي.

برتانوي ځانګړو ځواکونو «افغان بندیان د خپلې تفریح لپاره له لوړو ځایونو غورځول»

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د برېتانیا له‌خوا د افغانستان جګړې د څېړنې خپلواک کمېسیون ته دوو شاهدانو ویلي، چې برتانوي ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د خپلې «تفریح» لپاره پر لیفټراک (د بار وړلو ماشین) پورته کول او بیا یې له هغه ځایه لاندې غورځول.

راپور کې ادعا شوې، چې د دوی له‌خوا درې افغان بزګران وژل شوي او پوځ هڅه کړې چې دغه «جنایت» پټ وساتي. د افشا کوونکو د شهادتونو له مخې؛ برتانوي سرتېرو به افغان بندیان پر لیفټراک پورته کول، ماشین به یې لوړاوه او بیا به یې په چټکۍ حرکت ورکاوه؛ څو بندیان لاندې ولوېږي.

دغه خپلواک کمېسیون چې د برېتانیا د دفاع وزارت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو پرضد د جګړه‌ییزو جنایتونو تورونه او د دغه پېښو د پټولو هڅې څېړي.

مونیکا ګرینفیل چې د برتانوي ځانګړو ځواکونو لپاره یې د پخلنځي او ګودام کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړې، دغه کمېسیون ته ویلي چې سرتېرو به بندیان د خپلې تفریح لپاره له لیفټراک څخه غورځول.

هغې ویلي، یو سرتېری یې په یاد دی چې په ویاړ سره یې د بندیانو غورځولو کیسه کوله. ګرینفیل د دغه ځواکونو وضعیت داسې یاد کړی، چې ګواکې فعالیتونه یې نه څارل کېده او سرتېرو ځانونه د هر ډول حساب‌ورکونې څخه ازاد ګڼل.

بل افشاکوونکی کریسټوفر ګرین چې د ۲۰۱۲کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې یې د برېتانیا پوځ د احتیاطي ځواک غړي په توګه دنده ترسره کړې، ویلي چې د هلمند ولایت په یوه کلي کې د درېیو افغان بزګرو وروڼو د وژنې په اړه یې معلومات لرل.

د هغه په وینا؛ د دوی استخباراتي ډله ډاډه وه چې وژل شوي کسان یوازې بزګران وو او هېڅ داسې شواهد نه وو، چې دا ثابته کړي چې هغوی دې د طالبانو قوماندانان وي. ګرین زیاته کړې، کله چې یې غوښتل د یادې پېښې په اړه خپلې اندېښنې له یوه پوځي افسر سره شریکې کړي له سخت غبرګون او د طالبانو د ملاتړ له تور سره مخ شو او د عملیاتو د ثبت شوې ویډیو د لیدو اجازه هم ورنه کړل شوه.

د هغه په وینا؛ د برېتانیا حکومت د دغه درېیو وروڼو له وژل کېدو وروسته د هغوی مور ته ۳زره او ۶۳۴ پونډه مالي مرسته ورکړه، چې دا د بې‌ګناه کسانو د وژنې مسوولیت منلو نښه وه. د برېتانیا د دفاع وزارت ویاند د دغه ادعاوو په غبرګون کې ویلي، لندن د افغانستان جګړې د خپلواکو څېړنو بشپړ ملاتړ کوي او له هغو اوسنیو او پخوانیو دفاعي کارکوونکو مننه کوي چې په دې اړه یې شهادت ورکړی دی.

افغان کډوال: پاکستاني پولیس افغانان نیسي او د پېسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

افغانستان ته ستنېدونکی یو کډوال فرمان افغان وایي، د مزدورۍ له لارې یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې؛ خو څو ځلې د پولیسو له لوري ونیول شو. هغه وایي: «یو ځل درې ورځې په زندان کې وساتل شوم او د خوشې کېدو لپاره مې ۳۰زره کلدارې ورکړې. دویم ځل بیا ۳۵زره کلدارې راڅخه واخیستل شوې».

هغه زیاته کړې: «زموږ عاید دومره نه و څومره چې له موږ د پیسو د ورکړې غوښتنه کېده. بالاخره مې پلار پرېکړه وکړه، چې نور په پاکستان کې پاتې کېدل ناشونې دي؛ نو افغانستان ته ستنېږو».

د فرمان په وینا، هغه اوس‌ د حمزه بابا مزار ته نږدې د کډوالو د ساتنې په مرکز کې دی؛ خو هلته د بنسټیزو اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دی. هغه وایي، په پنډغالي کې نه د څښاک اوبو اسانتیا شته نه د اوسېدو مناسب ځای؛ ښځې، ماشومان او سپین ږېري د سختې ګرمۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ستنېږي. دغه کډوال وایي، چې د ستنېدو پرمهال له اداري ستونزو، د بنسټیزو اسانتیاوو له نشتوالي او د ناروښانه راتلونکي له جدي اندېښنو سره مخ دي.

افغان کډوال ګل اشرف وایي، چې په بېلابېلو سیمو کې پولیسو په دوامداره توګه د هویت او قانوني اسنادو پلټنه کوله. د نوموړي په وینا؛ هغه کسان چې اړین قانوني اسناد یې نه‌لرل نیول کېدل او افغانستان ته استول کېدل.

ګل اشرف وویل: «ما د پېښور په بورډ بازار کې یوه هټۍ لرله؛ خو د مجبورۍ له امله مې هغه د خپل اصلي ارزښت څخه په ډېره ټیټه بیه وپلورله. اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته روان یم، چې هلته به د ژوند نوی پړاو پیل کړو».

هغه زیاته کړې: «په پنډغالي کې اداري چارې ډېرې سوکه روانې دي. زموږ سامانونه تر شین اسمان لاندې پراته دي او که باران وشي، د خرابېدو وېره یې شته. موږ له فیصل‌اباد نه تر پېښور او بیا افغانستان پورې موټر کرایه کړی و؛ خو کله چې پېښور ته ورسېدو موټر چلوونکي له مخکې تګ څخه انکار وکړ او د اضافي کرایې غوښتنه یې وکړه، چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ شو».

له کراچۍ نه ستنېدونکي بل افغان کډوال فاروق شاه وویل، چې د پولیسو د پرله‌پسې عملیاتو او چاپو له امله یې خپل کاروبار بند کړ او د بېرته ستنېدو پرېکړه یې وکړه. هغه وویل: «اوس‌مهال موږ د کډوالو په پنډغالي کې یو؛ خو دلته بنسټیزې اسانتیاوې نږدې په نشت حساب دي. د ناستې لپاره نه مناسب سیوری شته، نه پاکې اوبه، نه روغتیايي خدمتونه او نه هم نور اړین امکانات. شته خېمې هم زړې او ناکافي دي».

فاروق شاه له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې په دغه پنډغالو کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری، روغتیايي خدمتونه، د حفظ الصحې اسانتیاوې، تشنابونه، خوراکي توکي او نورې بنسټیزې اسانتیاوې ژر تر ژره برابرې کړي؛ څو افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له نورو بشري ستونزو سره مخ نه‌شي.