هغه وويل، د هرمز تنګي په اړه د ایران پرېکړه د اسلاماباد د تفاهم يادښت له مادو او د هېواد له ملي حاکميت سره بشپړ سمون لري، خو امريکا خپلې ټولې ژمنې پرېښې دي.
غريبابادي د ايران پر وړاندې د امريکا د سمندري محاصرې د اعلان په يادولو سره وويل، که واشنګټن له خپلو څلورو يا پنځو ژمنو څخه يوازې يوه هم پوره نهکړي، په ځانګړي ډول هغه ژمنه چې پوځي عمليات به بيا نهپيلوي، همدا د دې تفاهم د له منځه تلو لپاره بسنه کوي.
هغه وويل، د اسلاماباد د تفاهم يادښت بنسټ، د جګړې پر سمدستي او دايمي درېدو او د لبنان په ګډون د ايران پر ضد په ټولو جبهو کې، د پوځي عملياتو پر پای ته رسېدو ولاړ و.
غريبابادي زياته کړه، امريکا په تېرو دوو اونيو کې دوه ځله د ايران پر ضد پوځي عمليات بيا پيل کړي او په دې سره يې وښوده چې یاد تفاهم ته ژمنتیا نهلري. د هغه په وينا، له همدې امله اوس د اسلاماباد د تفاهم يادښت له مخې، نه امريکا او نه هم اسلامي جمهوريت هېڅ ډول ژمنه پر غاړه لري.
هغه وويل، که څوک له اسلامي جمهوريت څخه وغواړي، چې د دې تفاهم ژمنو ته بېرته وګرځي، د بېلګې په توګه د بېړيو د تګ راتګ لپاره د هرمز تنګی بېرته پرانيزي، دا غوښتنه «بېبنسټه او بېاساسه» ده او اسلامي جمهوريت يې مشروع نه ګڼي.
غريبابادي دا هم وويل، کله چې يو هېواد د جګړې پر مهال له امنيتي او ملي ګټو سره له جدي ګواښ سره مخ وي، نو د نړيوال قانون يادونه «حقوقي وجاهت نهلري». هغه زياته کړه، يرغلګرو هېوادونو د نړيوال قانون بنسټيز اصول تر پښو لاندې کړي او له همدې امله بايد له اسلامي جمهوريت څخه تمه ونهشي چې لا هم خپلو نړيوالو ژمنو ته پابند پاتې شي.
نوموړي د هرمز تنګي په اړه وويل، اسلامي جمهوريت د عمان پر ملي حاکميت د تېري نيت نه لري، خو دا سمندري لاره بايد د هغو کړنو لپاره ونه کارول شي چې د ايران له ملي امنيت سره په ټکر کې وي.
دې ایراني چارواکي زياته کړه، د سمندري حقونو اړوند نړيوالو کنوانسيونونو له مخې، د بېړيو تګ راتګ بايد د ساحلي هېوادونو حاکميت او امنيت له ګواښ سره مخ نه کړي. د هغه په وينا، د جګړې په شرايطو کې اسلامي جمهوريت بايد يوازې پر خپلو سيمهييزو اوبو نه، بلکې پر ټول هرمز تنګي بشپړ کنټرول ولري.