• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: امریکا تېره اوونۍ طالبانو ته ۲۵ میلیونه ډالر نغدې پیسې ورکړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی احتمالي متحدینو طالبانو ته ۲۵ میلیونه ډالر نغدي پیسې ورکړې دي.

ښاغلي صالح پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د دغو نغدو پیسو د ورکړې په اړه کره او پیاوړي اسناد په لاس کې لري.

نوموړي د طالبانو پر لوېدیځ ضد څرګندونو او شعارونو نیوکه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د دغو نغدو پیسو د کڅوړو د تسلیمولو تر شا پرتو لاملونو باندې جدي غور وکړي. د هغه په وینا، هر ځل چې د طالبانو لوېدیځ ضد خبرې یا برعکس د هغوی په تړاو څرګندونې اورئ، باید د دغو نغدو پیسو د ورکړې اصلي علت وپوښتئ.

امرالله صالح همداراز په خپل یادښت کې پوښتنه کړې، چې ولې امریکا اوسمهال یوازې له طالبانو سره یو پټ تړون لري او بل هېڅ لوري سره داسې هوکړه نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو پټو معاملو او نغدو پیسو د لېږد په اړه باید له دواړو لوریو څخه جدي پوښتنې مطرح شي.

د مخکېني نظام دغه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د دوی موندنې ښيي چې دغه ۲۵ میلیونه ډالر په بشپړ ډول په نغدي بڼه طالبانو ته سپارل شوي دي. تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو رسمي چارواکو او یا په کابل کې د طالبانو حکومت د امرالله صالح د دغو تازه ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امرالله صالح پر سیاسي پلویانو فشارونه زیات شوي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو په غور ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ځوانان د امرالله صالح په مشرۍ د «زرغون بهیر» سیاسي جریان سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

•
•
•

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

نور کیسې

ایراني چارواکی او د ننګرهار طالب والي د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال‌زاده، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ننګرهار د طالب والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې په جلال‌اباد کې د ایران سرقونسل هم ګډون درلود او دواړو لوریو د ننګرهار او ایران د سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا، د کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو، د روزنیزو پروګرامونو، د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د سیمه‌ییزو کادرونو د ظرفیت لوړولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.

په دې غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو ادارو یو شمېر طالب مسوولانو هم ګډون کړی و.

ننګرهار د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د افغانستان د ختیځو سوداګریزو لارو د مهمې څلورلارې په توګه د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. ایران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمزوري کېدو او پر پوله د پرله‌پسې ستونزو له امله، ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره په مهم اقتصادي شریک بدل شوی دی.

هانا نیومن: اروپا کې کونسلګریو ته د طالبانو د لاسرسي هڅې د جلاوطنه افغانانو ژوند ګواښي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې اروپا کې افغان کونسلګریو ته د طالبانو د لاسرسي هڅې د هغو کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولای شي چې له افغانستان څخه وتلي دي.

مېرمن نیومن په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کډوالو د بېرته شړلو په تړاو د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو بلنه او افغان کونسلګریو ته د هغوی د لاسرسي هڅې د اندېښنې وړ دي. د هغې په وینا، دا چاره به هغه افغانان له خطر سره مخ کړي چې د طالبانو له ځپلو او ظلمونو تښتېدلي او په اروپا کې مېشت شوي دي.

د اروپا پارلمان دغه غړې د دې ټولنې لپاره د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر توماس برن څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د شورا د ریاست له لارې د دغو قانوني تشو مخه ونیسي. هغې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د داسې پرېکړو مخنیوی وکړي چې د کډوالو امنیت ګواښي.

د مېرمن نیومن په وینا، د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د بېرته شړلو په اړه هر ډول معامله او هغوی ته په اروپا کې د افغان ډیپلوماتیکو استازولیو سپارل به په اروپا کې د مېشتو افغان پناه غوښتونکو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي او هغوی به له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې نږدې ۵۰ افغان پناه غوښتونکي د داوطلبانه ستنېدو د پروګرام په چوکاټ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وايي افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درمنلې مرکز د رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او وايي چې افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د علي‌اباد تدریسي روغتون کې د افغانستان تر ټولو لوی د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلی او له تجهیز او د متخصصینو له ګومارنې وروسته به فعالیت پیل کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ د یاد مرکز له چارو لیدنه وکړه او مسوولانو ته یې د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه کړې ده.

ندیم د لیدنې پر مهال ویلي، افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دغه مرکز په فعالېدو سره به د سرطان ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره به بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴۱۷ میلیونه افغانۍ لګول شوې او ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.

وزارت زیاتوي، د مرکز د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو لپاره ۹۶۴ میلیونه افغانۍ او د نورو طبي تجهیزاتو لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو د تدارکاتي پروسې چارې بشپړې شوې او د نورو وسایلو د تدارک بهیر به هم ژر پیل شي.

ندیم د مرکز مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د اړتیا په صورت کې له هېواده بهر متخصص تخنیکي کارکوونکي هم استخدام کړي. هغه وویل، په دې برخه کې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره هم خبرې شوې دي.

طالبانو د څه باندې ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه وسوځول

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک ویلي، د څه باندې ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیون افغانیو په ارزښت له شمال او شمال ختیځ زون څخه راټول شوي زاړه بانک نوټونه یې په بلخ کې سوځولي دي.

د افغانستان بانک ویلي، په سوځول شویو بانک نوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون، سل ګون، پنځه سویز او زرګون افغانیو نوټونه شامل وو..

دیاد بانک دویم مرستیال محمد اخند ویلي، د هېواد د بانکي او مالي سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې هېوادوالو ته معیاري، اسانه او شفاف بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه له هېوادوالو غوښتي چې د بانک نوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د بانکنوټونو له ژر زړېدو او د نوو پیسو د چاپ له اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.

سراج‌الدین حقاني له ورزشکارانو سره په لیدنه کې پر یووالي ټینګار وکړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دغه وزرات د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره په لیدنه کې ویلي، چې وزرشکاران باید د تعصب او بدبینۍ پر ځای د یووالي پیغام خپور کړي.

دطالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د فوټبال لوبډلې په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

حقاني له لوبغاړو وغوښتل چې ورزش ته لا ډېره پاملرنه وکړي، خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي.

هغه همداراز سپارښتنه کړې چې لوبغاړي د ښو اخلاقو بېلګه وګرځي، د ورورولۍ، اتحاد او ملي یووالي پیغام خپور کړي او له تعصب او بدبینۍ څخه لرې واوسي.

د نوموړي په وینا، د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به د کورنیو چارو وزارت ملاتړ له لوبډلې سره دوام ولري.