دوی همدارنګه د هغو نورو افغانانو د نيولو او ايستلو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې چې پخوا يې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
سېت مګزينر، جولي جانسن، جېمز ار. والکينشاو، ډان ګولډمن، شري تاندار او لامونيکا مکايور چې د امريکا د کانګرس غړي دي، دغه ليک د سېشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه خپور کړ.
دوی له کورني امنيت وزير څخه غوښتي چې روښانه کړي ولې محمد نذير پکتياوال، سره له دې چې نه يې جرمي مخینه لرله او نه هم د جرم کومه محکوميت، خو بیا هم ونيول شو او د ايستلو لپاره يې چمتووالی نيول کېده.
محمد نذير پکتياوال د کب په ۲۲مه هغه مهال د امريکا د کډوالۍ ادارې مامورانو د خپل کور مخې ته ونيو، چې غوښتل يې خپل ماشومان ښوونځي ته ورسوي.
د هغه د کورنۍ په وينا، پکتياوال د ساه لنډۍ ناروغي لرله او مېرمنې يې هڅه کړې وه چې د تنفس ځانګړی سپرې ور ورسوي. د امريکا د کډوالۍ ادارې وروسته وويل چې نوموړی له نيول کېدو وروسته د ساه تنګۍ له امله روغتون ته ولېږدول شو او په بله ورځ يې ژوند له لاسه ورکړ.
د کانګرس غړو د امريکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره د پکتياوال همکارۍ ته په اشارې ويلي چې د هغه مړينه د مخنيوي وړ وه.
په ليک کې راغلي: «دا د منلو وړ نه ده چې هغه کس چې په زړورتيا يې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه، په دومره اسانۍ د هماغه حکومت له لوري چې ده ورته خدمت کړی و، له پامه وغورځول شي. د هغه کورنۍ حق لري چې د نوموړي د مړينې د لامل په اړه بشپړ ځوابونه ترلاسه کړي».
د کانګرس دغو استازو همدارنګه له کورني امنيت وزارت څخه پوښتنه کړې چې تر اوسه څو پخواني افغان همکاران نيول شوي او له امريکا ايستل شوي دي، او څو نور لا هم د نيول کېدو يا ايستلو له ګواښ سره مخ دي.