د ټورنټو سټار شبکې د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل یوه راپور کې ویلی، یونسي غوښتل، چې په کاناډا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، خو اوتاوا د دغه جواز له ورکولو ډډه کړې او له همدې امله امریکایي چارواکي هغه نه خوشې کوي.
د یونسي مور شفیقه جلالي چې په ټورنټو کې اوسېږي وایي، زوی یې یوازې د دوو یا درېیو دقیقو لپاره د ټېلیفون اجازه لري او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي.
د یونسي مدافع وکیلې ایرین سیمپسون ویلي، چې دا ځوان په کاناډا کې د کورنۍ د غړو د لرلو له امله د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د کاناډا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د هغوی غوښتنه اوس په فدرال محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.
یونسي دا مهال د هوسټن په شمال کې د «آیاېاېچ پولک» په توقیف ځای کې ساتل کېږي.
محمد یونسي په افغانستان کې اقتصاد لوستی وو او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د رازي په نوم د بېوزلو ښځو د ملاتړ په یوې ټولنه کې یې کار کاوه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا وتښتول شو، بندي شو او تر شکنجې او جبري کار لاندې راغی، خو وروسته په تېښته بریالی شو او د ایران، دوبۍ او برازیل له لارې یې د لاتینې امریکا له څو هېوادونو په پلي توګه تېرېدو وروسته ځان امریکا ته ورساوه.
د طالبانو د ګواښونو له امله د هغه کورنۍ هم له هېواده تېښتې ته مجبوره شوه او تېر کال کاناډا ته ورسېده.
د یونسي د ملاتړو ډلې د هغه د قانوني لګښتونو لپاره ۳۰ زره ډالر راټول کړي او د «رومیرو هاوس» په نوم د کډوالو یوې ټولنې د کاناډا د کډوالۍ له وزارت څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د ډونالډ ټرامپ د ادارې لهخوا درېیم هېواد ته د پناه غوښتونکو د شړلو د پروګرام په پیلېدو سره، د یونسي د روغتیايي او رواني وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کاناډا د کډوالۍ ادارې په دې اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې لنډمهالي جوازونه یوازې په استثنايي شرایطو کې ورکول کېږي.