قطر: د ایران په ګډون به د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد په پوځي اقدام کې ګډون ونه کړو

د قطر حکومت هغه راپورونه رد کړي چې د ځینو اسراییلي رسنیو له خوا خپاره شوي وو او ادعا یې کوله چې دوحې د ایران پر ضد په احتمالي پوځي اقدام کې د ګډون موافقه کړې ده.

د قطر حکومت هغه راپورونه رد کړي چې د ځینو اسراییلي رسنیو له خوا خپاره شوي وو او ادعا یې کوله چې دوحې د ایران پر ضد په احتمالي پوځي اقدام کې د ګډون موافقه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول ادعاوې د هغو کسانو له لوري مطرح کېږي چې غواړي سیمه د لا ډېرو شخړو او کړکېچونو پر لور بوځي.
د دغه وزارت په وینا، قطر نه پخوا او نه هم په راتلونکي کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو، د ایران په ګډون، پر ضد په هېڅ ډول پوځي اقدام کې ګډون کړی او نه به هم ګډون وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دوحې بهرنۍ تګلاره د خبرو اترو، منځګړیتوب او د شخړو د سولهییز حل پر بنسټ ولاړه ده او د سیمهییز ثبات او امنیت ملاتړ کوي.
د قطر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د احتمالي پوځي اقداماتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، او په همدې لړ کې ځینو اسراییلي رسنیو د قطر د احتمالي رول په اړه هم ادعاوې کړې وې، چې دوحې یې اوس په رسمي ډول رد کړې دي.

د ایران د بېلابېلو ښارونو یو شمېر اوسېدونکو راپور ورکړی چې د پنجشنبې په شپه، د چنګاښ په ۲۵مه، د قدس، اراک، فریدونکنار، بروجرد او اهواز په ښارونو کې د جنګي الوتکو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د شپې شاوخوا ۹:۱۰ بجې د قدس ښار په اسمان کې د جنګي الوتکې غږ اورېدل شوی دی.
همداراز، د اراک ښار یوه اوسېدونکي ویلي چې د جنګي الوتکو کمزوري غږونه یې اورېدلي، چې ښايي د تهران یا کرج پر لور روانې وې.
په همدې حال کې، د اهواز ښار اوسېدونکو ویلي چې د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې په دغه ښار کې د څو زورورو چاودنو غږونه واورېدل شول، چې د دوی په وینا، یو شمېر یې د «درې لارې تپې» له سیمې څخه اورېدل کېدل.
تر اوسه ایراني چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او د چاودنو یا د جنګي الوتکو د فعالیت په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.
د اسراییلي رسنۍ « ۱۲ کانال» شبکې راپور ورکړی چې تلابیب د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي پوځي کړکېچ د پراخېدو لپاره چمتووالی نیسي. د راپور له مخې، دا ارزونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو او روانو ډیپلوماټیکو تحولاتو وروسته شوې ده.
د دغه راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه خپور شوی، اسراییلي چارواکي باور لري چې امریکا ښايي په راتلونکو ورځو کې خپل بریدونه د ایران تر غیرپوځي بنسټونو هم وغځوي.
راپور زیاتوي، په تلابیب کې داسې اټکل کېږي چې که د واشنګټن او تهران ترمنځ روان کړکېچ کم نه شي، نو راتلونکې اوونۍ به د دواړو لورو ترمنځ د شخړې د لا پراخېدو احتمال موجود وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ویلي، که د ایران اسلامي جمهوریت بېرته د خبرو مېز ته حاضر نه شي، امریکا به د ایران پر بنسټیزو زېربناوو او پلونو خپل بریدونه پراخ کړي.
تر اوسه ایراني چارواکو د اسراییل د ۱۲ کانال د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران تر دې وړاندې ټینګار کړی چې د بهرني فشار او پوځي ګواښونو تر سیوري لاندې به خبرو ته حاضر نه شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، په سیمه کې د احتمالي پوځي نښتو او د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ختیځ وخت له مخې د ماسپښین په دوو بجو، چې د ایران په وخت د ماښام له ۹:۳۰ بجو سره سمون خوري، پر ایران د هوايي بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
سنټکام په یوه اعلامیه کې ویلي، دا بریدونه د پنځمې پرلهپسې شپې لپاره ترسره کېږي او موخه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي وړتیاوو لا ډېر کمزوري کول دي.
د امریکا پوځ ویلي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې هغه هدفونه په نښه کېږي چې د ایران د پوځي ظرفیت برخه ګڼل کېږي، خو د بریدونو د دقیقو سیمو، زیانونو او تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل د بریدونو او متقابلو اقداماتو ادعاوې کوي.
تر اوسه ایراني چارواکو د سنټکام د دې وروستۍ ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د پایلو په اړه هم خپل معلومات نه دي خپاره کړي.
د کښتۍ چلوونې معلومات ښيي، چې د امریکا لهخوا د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ له بیا پیل وروسته په لومړۍ ورځ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر د تېرې ورځې پرتله نږدې نیمایي ته راټیټ شوی دی. ورته مهال د ایران او امریکا ترمنځ په فارس خلیج کې پوځي بریدونه هم دوام لري.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د کپلر د بېړیو څار شرکت د معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ یوازې ۷ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۱۳ و.
د دغه معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ ډېری تېرېدونکې بېړۍ د ایران د اوبو له لارې تېرې شوې. دغه کمښت په داسې حال کې ثبت شوی، چې امریکا د ایران د بندرونو سمندري کلابندي بېرته پیل کړې او د دواړه هېوادونو ترمنځ په فارس خلیج کې پوځي نښتې هم زیاتې شوې دي.
رویټرز لیکلي، کړکېچ د شنبې ورځې له وروستیو راهیسې هغه مهال زیات شو چې د ایران حکومت اعلان وکړ د هرمز تنګی یې تړلی دی. د دواړه خواوو پوځي عملیاتو د دغه مهمې سمندري لارې د بېړیو په تګراتګ کې خنډونه رامنځته کړي دي.
د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تېلو او ګازو صادرات د هرمز تنګي له لارې ترسره کېدل. د کپلر د معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ څلور تشې بېړۍ فارس خلیج ته ننوتې، له دې ډلې درې کوچنۍ تېل وړونکې بېړۍ او یوه د غلو دانو بار وړونکې بېړۍ شاملې وې.
همدارنګه هغه درې بېړۍ چې په همدې ورځ له هرمز تنګي ووتلې، اوبلن پټرولیم ګاز، ډبروسکاره او تېل لېږدول. رویټرز راپور ورکړی، چې د سېشنبې په ورځ د سویزمکس په نوم یوه تېل وړونکې بېړۍ چې د سعودي عربستان یو مېلیون بېرله خام تېل یې لېږدول د هرمز تنګي له لارې داسې تېره شوه، چې د خپلې پېژندنې اتومات سیستم یې بند کړی و.
د کپلر د معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ د خامو تېلو لېږدوونکې او همدارنګه د اوبلن طبیعي ګاز لېږدوونکې هیڅ بېړۍ له هرمز تنګي نهدي تېرې شوې.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران د پوځي موخو پر وړاندې د امریکا د بریدونو نوې څپه پای ته رسېدلې ده. سنټکام زیاته کړې، د دغه بریدونو موخه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران د وړتیاوو کمول دي.
د سنټکام په وینا؛ په دغه عملیاتو کې د بندر عباس په ګدون د ایران د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې او د ساحلي څار تاسیسات د کره هدایت کېدونکو مهماتو پرمټ په نښه شوي دي.
سنټکام زیاته کړې، د دغه بریدونو موخه دا وه چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا نوره هم کمه کړي. دغه امریکايي قوماندانۍ همدارنګه ویلي، چې امریکايي ځواکونو تر دې مخکې د همدې ورځې په ترڅ کې د ۹۰ دقیقو په عملیاتو کې د لوی تنب ټاپو د ساحلي دفاع مورچلې او د کروز توغندیو مرکزونه هم په نښه کړي وو.
مخکې د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د لرستان ولایت په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.