• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو تر زیاتېدو وروسته له هرمز تنګي د کښتیو تګ‌راتګ کم شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د کښتۍ چلوونې معلومات ښيي، چې د امریکا له‌خوا د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ له بیا پیل وروسته په لومړۍ ورځ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر د تېرې ورځې پرتله نږدې نیمایي ته راټیټ شوی دی. ورته مهال د ایران او امریکا ترمنځ په فارس خلیج کې پوځي بریدونه هم دوام لري.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د کپلر د بېړیو څار شرکت د معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ یوازې ۷ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۱۳ و.

د دغه معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ ډېری تېرېدونکې بېړۍ د ایران د اوبو له لارې تېرې شوې. دغه کمښت په داسې حال کې ثبت شوی، چې امریکا د ایران د بندرونو سمندري کلابندي بېرته پیل کړې او د دواړه هېوادونو ترمنځ په فارس خلیج کې پوځي نښتې هم زیاتې شوې دي.

رویټرز لیکلي، کړکېچ د شنبې ورځې له وروستیو راهیسې هغه مهال زیات شو چې د ایران حکومت اعلان وکړ د هرمز تنګی یې تړلی دی. د دواړه خواوو پوځي عملیاتو د دغه مهمې سمندري لارې د بېړیو په تګ‌راتګ کې خنډونه رامنځته کړي دي.

د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تېلو او ګازو صادرات د هرمز تنګي له لارې ترسره کېدل. د کپلر د معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ څلور تشې بېړۍ فارس خلیج ته ننوتې، له دې ډلې درې کوچنۍ تېل وړونکې بېړۍ او یوه د غلو دانو بار وړونکې بېړۍ شاملې وې.

همدارنګه هغه درې بېړۍ چې په همدې ورځ له هرمز تنګي ووتلې، اوبلن پټرولیم ګاز، ډبروسکاره او تېل لېږدول. رویټرز راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې په ورځ د سویزمکس په نوم یوه تېل وړونکې بېړۍ چې د سعودي عربستان یو مېلیون بېرله خام تېل یې لېږدول د هرمز تنګي له لارې داسې تېره شوه، چې د خپلې پېژندنې اتومات سیستم یې بند کړی و.

د کپلر د معلوماتو له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ د خامو تېلو لېږدوونکې او همدارنګه د اوبلن طبیعي ګاز لېږدوونکې هیڅ بېړۍ له هرمز تنګي نه‌دي تېرې شوې.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

•
•
•

نور کیسې

امریکا پر ایران د بریدونو نوې څپې د پای ته رسېدو خبر ورکړ

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران د پوځي موخو پر وړاندې د امریکا د بریدونو نوې څپه پای ته رسېدلې ده. سنټکام زیاته کړې، د دغه بریدونو موخه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران د وړتیاوو کمول دي.

د سنټکام په وینا؛ په دغه عملیاتو کې د بندر عباس په ګدون د ایران د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې او د ساحلي څار تاسیسات د کره هدایت کېدونکو مهماتو پرمټ په نښه شوي دي.

سنټکام زیاته کړې، د دغه بریدونو موخه دا وه چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا نوره هم کمه کړي. دغه امریکايي قوماندانۍ همدارنګه ویلي، چې امریکايي ځواکونو تر دې مخکې د همدې ورځې په ترڅ کې د ۹۰ دقیقو په عملیاتو کې د لوی تنب ټاپو د ساحلي دفاع مورچلې او د کروز توغندیو مرکزونه هم په نښه کړي وو.

مخکې د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د لرستان ولایت په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: څنګه چې مو داعـ . ـش له منځه یووړ ښایي د ایران سپاه پاسداران هم له منځه یوسو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، لکه څنګه چې امریکا د داعـ . ـش ډله له منځه یووړه، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک هم له منځه یوسي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داعش په څېر به سپاه پاسداران هم له منځه یوسي، وویل: «هو، ښايي. وبه ګورو چې څه پېښېږي».

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت د لیدنې او خبرو اترو غوښتونکی دی او ادعا یې وکړه چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو باید له کلونو راهیسې له تهران سره بل ډول چلند کړی وای.

ټرمپ وویل، د ایران چارواکي «ډېر سخت مذاکره کوونکي» دي او ادعا یې وکړه چې د تېرو ۴۷ کلونو په اوږدو کې یې نړیوال غولولي دي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د بارک اوباما د حکومت له خوا له ایران سره پر اټومي هوکړې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې د اوباما ادارې د نغدو پیسو په ورکړې او د سلګونو میلیارډونو ډالرو په خوشې کولو سره د ایران حکومت لا زړور کړ او د هغه د اټومي پروګرام د پراختیا زمینه یې برابره کړه.

هغه همدارنګه د امریکا د بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه عملیات په مناسب وخت ترسره شول او د ایران اټومي پروګرام یې پای ته ورساوه.

ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران حکومت اوس «په جدي ډول کمزوری شوی» او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځي وړتیا شاوخوا ۹۱سلنه، د توغندیو زېرمه یې له ۸۸ تر ۹۰ سلنه او همدارنګه د بې‌پیلوټه الوتکو، د وسلو د تولید او د توغندیو د توغولو وړتیا یې هم په پراخه کچه راکمه شوې ده.

سره له دې، هغه ټینګار وکړ چې ایران لا هم خطرناک دی، خو په وینا یې اوس د یوې هوکړې غوښتونکی دی او د امریکا بریدونه یې د تهران د دریځ د بدلون اصلي لامل وبلل.

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو نوې څپه پای ته ورسوله

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د جولای په ۱۴مه یې د امریکا په وخت د شپې په ۱۰ بجو د ایران د پوځي موخو پر وړاندې د بریدونو نوې څپه پای ته رسولې ده. د سنټکام په وینا؛ دغه عملیاتو اووه ساعته دوام وکړ.

سنټکام ویلي، په دې موده کې هرمز تنګي ته نږدې او د ایران په ساحلي سیمو کې لسګونه پوځي موخې د امریکا د جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او د سمندري ځواکونو د بېړیو له‌خوا په کره بریدونو کې په نښه شوې.

د سنټکام په وینا؛ په دغه بریدونو کې د ایران د توغندیو او ډرونونو مرکزونه، سمندري پوځي وړتیاوې او ساحلي دفاعي سیستمونه په نښه شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه عملیاتو موخه دا وه، چې د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې سوداګریزې بېړۍ او ملکي عمله ګواښي.

سنټکام ویلي، دغه بریدونه په داسې وخت کې ترسره شول چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د بېړیو د سمندري تګ‌راتګ پر وړاندې کلابندي یو وار پیل شوې وه. د دوی په وینا؛ دغه سمندري کلابندي د امریکا د ختیځ وخت د ماسپښین له ۴ بجو عملي شوې ده.

په پای کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونه لاهم په بشپړ چمتووالي کې دي او د خپل اعلی قوماندان (د امریکا د ولسمشر) د هر ډول امر د عملي کولو لپاره چمتو دي.

امریکا د ایران ۱۳۰ مېلیون ډالره شتمني کنګل کړه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د سې‌شنبې په ورځ د ایران د مرکزي بانک سره پر تړلو حسابونو او څو ډیجیټلي کڅوړو بندیزونه ولګول، چې له امله یې د ایران تر ۱۳۰ مېلیون ډالرو زیاته شتمني کنګل شوه.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د امریکا خزانې وزارت د ایران د ناقانونه مالي فعالیتونو د ګډوډولو او کمزوري کولو لپاره اقدام کوي چې په‌کې د ډیجیټلي شتمنیو ناوړه ګټه اخیستنه هم شامله ده.

هغه وویل، د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ایران د مرکزي بانک اړوند څو ډیجیټلي کڅوړې تر بندیز لاندې راوستې او د دغه اقدام په پایله کې تر ۱۳۰ مېلیون ډالرو زیاته شتمني کنګل شوې ده.

بېسنټ زیاته کړه، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د حکومت مالي لارې په جدي ډول وڅاري او هڅه به وکړي چې د ایران حکومت د ناقانونه فعالیتونو له عوایدو څخه بې‌برخې کړي.

سېنټکام: امریکايي ځواکونو د ايران د بندرونه او ساحلي سیمو محاصره بیا پیل کړه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر وخت نن شپه ۱۱نیمې بجې (سې‌شنبه د چنګاښ ۲۳مه) د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو کلابندي بیا پیل کړه.

سېنټکام په يوې خبرپاڼه کې ویلي، اوسمهال په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي بېړۍ او په سلګونه پوځي الوتکې په فعالیت بوختې دي.

سېنټکام له دې وړاندې پر ايران د نورو بريدونو د پيلولو د خبر ورکولو ترڅنګ د ايراني بندرونو او ساحلي سيمو د کلابندۍ ويلي وو.

له دې وړاندې هم سېنټکام په خپله اېکس‌پاڼه کې ويلي وو، چې نن د ختیځ امریکا په وخت له غرمې وروسته په ۳ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د ایران د وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پر دغه نظام د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره کارول کېدل.