• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: څنګه چې مو داعـ . ـش له منځه یووړ ښایي د ایران سپاه پاسداران هم له منځه یوسو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، لکه څنګه چې امریکا د داعـ . ـش ډله له منځه یووړه، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک هم له منځه یوسي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داعش په څېر به سپاه پاسداران هم له منځه یوسي، وویل: «هو، ښايي. وبه ګورو چې څه پېښېږي».

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت د لیدنې او خبرو اترو غوښتونکی دی او ادعا یې وکړه چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو باید له کلونو راهیسې له تهران سره بل ډول چلند کړی وای.

ټرمپ وویل، د ایران چارواکي «ډېر سخت مذاکره کوونکي» دي او ادعا یې وکړه چې د تېرو ۴۷ کلونو په اوږدو کې یې نړیوال غولولي دي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د بارک اوباما د حکومت له خوا له ایران سره پر اټومي هوکړې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې د اوباما ادارې د نغدو پیسو په ورکړې او د سلګونو میلیارډونو ډالرو په خوشې کولو سره د ایران حکومت لا زړور کړ او د هغه د اټومي پروګرام د پراختیا زمینه یې برابره کړه.

هغه همدارنګه د امریکا د بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه عملیات په مناسب وخت ترسره شول او د ایران اټومي پروګرام یې پای ته ورساوه.

ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران حکومت اوس «په جدي ډول کمزوری شوی» او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځي وړتیا شاوخوا ۹۱سلنه، د توغندیو زېرمه یې له ۸۸ تر ۹۰ سلنه او همدارنګه د بې‌پیلوټه الوتکو، د وسلو د تولید او د توغندیو د توغولو وړتیا یې هم په پراخه کچه راکمه شوې ده.

سره له دې، هغه ټینګار وکړ چې ایران لا هم خطرناک دی، خو په وینا یې اوس د یوې هوکړې غوښتونکی دی او د امریکا بریدونه یې د تهران د دریځ د بدلون اصلي لامل وبلل.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو نوې څپه پای ته ورسوله

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د جولای په ۱۴مه یې د امریکا په وخت د شپې په ۱۰ بجو د ایران د پوځي موخو پر وړاندې د بریدونو نوې څپه پای ته رسولې ده. د سنټکام په وینا؛ دغه عملیاتو اووه ساعته دوام وکړ.

سنټکام ویلي، په دې موده کې هرمز تنګي ته نږدې او د ایران په ساحلي سیمو کې لسګونه پوځي موخې د امریکا د جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او د سمندري ځواکونو د بېړیو له‌خوا په کره بریدونو کې په نښه شوې.

د سنټکام په وینا؛ په دغه بریدونو کې د ایران د توغندیو او ډرونونو مرکزونه، سمندري پوځي وړتیاوې او ساحلي دفاعي سیستمونه په نښه شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه عملیاتو موخه دا وه، چې د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې سوداګریزې بېړۍ او ملکي عمله ګواښي.

سنټکام ویلي، دغه بریدونه په داسې وخت کې ترسره شول چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د بېړیو د سمندري تګ‌راتګ پر وړاندې کلابندي یو وار پیل شوې وه. د دوی په وینا؛ دغه سمندري کلابندي د امریکا د ختیځ وخت د ماسپښین له ۴ بجو عملي شوې ده.

په پای کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونه لاهم په بشپړ چمتووالي کې دي او د خپل اعلی قوماندان (د امریکا د ولسمشر) د هر ډول امر د عملي کولو لپاره چمتو دي.

امریکا د ایران ۱۳۰ مېلیون ډالره شتمني کنګل کړه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د سې‌شنبې په ورځ د ایران د مرکزي بانک سره پر تړلو حسابونو او څو ډیجیټلي کڅوړو بندیزونه ولګول، چې له امله یې د ایران تر ۱۳۰ مېلیون ډالرو زیاته شتمني کنګل شوه.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د امریکا خزانې وزارت د ایران د ناقانونه مالي فعالیتونو د ګډوډولو او کمزوري کولو لپاره اقدام کوي چې په‌کې د ډیجیټلي شتمنیو ناوړه ګټه اخیستنه هم شامله ده.

هغه وویل، د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ایران د مرکزي بانک اړوند څو ډیجیټلي کڅوړې تر بندیز لاندې راوستې او د دغه اقدام په پایله کې تر ۱۳۰ مېلیون ډالرو زیاته شتمني کنګل شوې ده.

بېسنټ زیاته کړه، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د حکومت مالي لارې په جدي ډول وڅاري او هڅه به وکړي چې د ایران حکومت د ناقانونه فعالیتونو له عوایدو څخه بې‌برخې کړي.

سېنټکام: امریکايي ځواکونو د ايران د بندرونه او ساحلي سیمو محاصره بیا پیل کړه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر وخت نن شپه ۱۱نیمې بجې (سې‌شنبه د چنګاښ ۲۳مه) د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو کلابندي بیا پیل کړه.

سېنټکام په يوې خبرپاڼه کې ویلي، اوسمهال په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي بېړۍ او په سلګونه پوځي الوتکې په فعالیت بوختې دي.

سېنټکام له دې وړاندې پر ايران د نورو بريدونو د پيلولو د خبر ورکولو ترڅنګ د ايراني بندرونو او ساحلي سيمو د کلابندۍ ويلي وو.

له دې وړاندې هم سېنټکام په خپله اېکس‌پاڼه کې ويلي وو، چې نن د ختیځ امریکا په وخت له غرمې وروسته په ۳ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د ایران د وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پر دغه نظام د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره کارول کېدل.

د ایران د بهرنیو چار وزارت مرستیال: امريکا د اسلام‌اباد د هوکړه‌لیک يادښت له منځه يووړ

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستيال کاظم غريب‌ابادي د سې‌شنبې په ماښام د چنګاښ په ۲۳مه، د ايران له دولتي راډيو او ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، چې امريکا نه يوازې د اسلام‌اباد د تفاهم يادښت له مخې خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې دغه تفاهم يې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

هغه وويل، د هرمز تنګي په اړه د ایران پرېکړه د اسلام‌اباد د تفاهم يادښت له مادو او د هېواد له ملي حاکميت سره بشپړ سمون لري، خو امريکا خپلې ټولې ژمنې پرېښې دي.

غريب‌ابادي د ايران پر وړاندې د امريکا د سمندري محاصرې د اعلان په يادولو سره وويل، که واشنګټن له خپلو څلورو يا پنځو ژمنو څخه يوازې يوه هم پوره نه‌کړي، په ځانګړي ډول هغه ژمنه چې پوځي عمليات به بيا نه‌پيلوي، همدا د دې تفاهم د له منځه تلو لپاره بسنه کوي.

هغه وويل، د اسلام‌اباد د تفاهم يادښت بنسټ، د جګړې پر سمدستي او دايمي درېدو او د لبنان په ګډون د ايران پر ضد په ټولو جبهو کې، د پوځي عملياتو پر پای ته رسېدو ولاړ و.

غريب‌ابادي زياته کړه، امريکا په تېرو دوو اونيو کې دوه ځله د ايران پر ضد پوځي عمليات بيا پيل کړي او په دې سره يې وښوده چې یاد تفاهم ته ژمنتیا نه‌لري. د هغه په وينا، له همدې امله اوس د اسلام‌اباد د تفاهم يادښت له مخې، نه امريکا او نه هم اسلامي جمهوريت هېڅ ډول ژمنه پر غاړه لري.

هغه وويل، که څوک له اسلامي جمهوريت څخه وغواړي، چې د دې تفاهم ژمنو ته بېرته وګرځي، د بېلګې په توګه د بېړيو د تګ راتګ لپاره د هرمز تنګی بېرته پرانيزي، دا غوښتنه «بې‌بنسټه او بې‌اساسه» ده او اسلامي جمهوريت يې مشروع نه ګڼي.

غريب‌ابادي دا هم وويل، کله چې يو هېواد د جګړې پر مهال له امنيتي او ملي ګټو سره له جدي ګواښ سره مخ وي، نو د نړيوال قانون يادونه «حقوقي وجاهت نه‌لري». هغه زياته کړه، يرغلګرو هېوادونو د نړيوال قانون بنسټيز اصول تر پښو لاندې کړي او له همدې امله بايد له اسلامي جمهوريت څخه تمه ونه‌شي چې لا هم خپلو نړيوالو ژمنو ته پابند پاتې شي.

نوموړي د هرمز تنګي په اړه وويل، اسلامي جمهوريت د عمان پر ملي حاکميت د تېري نيت نه لري، خو دا سمندري لاره بايد د هغو کړنو لپاره ونه کارول شي چې د ايران له ملي امنيت سره په ټکر کې وي.

دې ایراني چارواکي زياته کړه، د سمندري حقونو اړوند نړيوالو کنوانسيونونو له مخې، د بېړيو تګ راتګ بايد د ساحلي هېوادونو حاکميت او امنيت له ګواښ سره مخ نه کړي. د هغه په وينا، د جګړې په شرايطو کې اسلامي جمهوريت بايد يوازې پر خپلو سيمه‌ييزو اوبو نه، بلکې پر ټول هرمز تنګي بشپړ کنټرول ولري.

د بحرین د دفاعي ځواکونو قومانداني: د ایران یوشمېر هوایي بریدونه شنډ او له‌منځه وړل شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۱
100%

د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ اعلان کړی، چې ایران د ملکي وګړو په بریدونو سره خپل «دښمنانه او منظم چلند» ته دوام ورکوي. یادې قوماندانۍ ویلي، چې د بحرین د هوايي دفاع سیسټمونو د سې‌شنبې په سهار د ایران یوشمېر هوایي بریدونه شنډ او له‌منځه وړي دي.

د بحرین د دفاعي ځواک په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه هېواد ټول واحدونه او ځواکونه د بحرین د ساتنې لپاره د پوځي او دفاعي چمتووالي په تر ټولو لوړه کچه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ له خلکو او اوسېدونکو غوښتي، چې د بریدونو پاتې شونو ته نږدې نه‌شي او د هر ډول نااشنا یا شکمن شي په اړه ژر تر ژره مسوولو چارواکو ته خبر ورکړي.

دغه یادې پوځي ادارې زیاته کړې، چې د بحرین شاهي انجینري ساحوي واحدونه بشپړ چمتووالی لري چې د خوندیتوب اصولو په رعایت سره د دغه بریدونو پاتې شوني راټول او خوندي کړي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د ملکي وګړو او شخصي شتمنیو د موخه ګرځولو لپاره د توغندیو او ډرونونو قصدي کارول له نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ په پای کې د خپلو ځواکونو د پوځي چمتووالي او هوښیارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې ځواکونه یې د هېواد د دفاع د دندې ترسره کولو لپاره چمتو دي.