سېنټکام: امریکايي ځواکونو د ايران د بندرونه او ساحلي سیمو محاصره بیا پیل کړه

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر وخت نن شپه ۱۱نیمې بجې (سېشنبه د چنګاښ ۲۳مه) د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو کلابندي بیا پیل کړه.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر وخت نن شپه ۱۱نیمې بجې (سېشنبه د چنګاښ ۲۳مه) د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو کلابندي بیا پیل کړه.
سېنټکام په يوې خبرپاڼه کې ویلي، اوسمهال په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي بېړۍ او په سلګونه پوځي الوتکې په فعالیت بوختې دي.
سېنټکام له دې وړاندې پر ايران د نورو بريدونو د پيلولو د خبر ورکولو ترڅنګ د ايراني بندرونو او ساحلي سيمو د کلابندۍ ويلي وو.
له دې وړاندې هم سېنټکام په خپله اېکسپاڼه کې ويلي وو، چې نن د ختیځ امریکا په وخت له غرمې وروسته په ۳ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د ایران د وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پر دغه نظام د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره کارول کېدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستيال کاظم غريبابادي د سېشنبې په ماښام د چنګاښ په ۲۳مه، د ايران له دولتي راډيو او ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، چې امريکا نه يوازې د اسلاماباد د تفاهم يادښت له مخې خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې دغه تفاهم يې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
هغه وويل، د هرمز تنګي په اړه د ایران پرېکړه د اسلاماباد د تفاهم يادښت له مادو او د هېواد له ملي حاکميت سره بشپړ سمون لري، خو امريکا خپلې ټولې ژمنې پرېښې دي.
غريبابادي د ايران پر وړاندې د امريکا د سمندري محاصرې د اعلان په يادولو سره وويل، که واشنګټن له خپلو څلورو يا پنځو ژمنو څخه يوازې يوه هم پوره نهکړي، په ځانګړي ډول هغه ژمنه چې پوځي عمليات به بيا نهپيلوي، همدا د دې تفاهم د له منځه تلو لپاره بسنه کوي.
هغه وويل، د اسلاماباد د تفاهم يادښت بنسټ، د جګړې پر سمدستي او دايمي درېدو او د لبنان په ګډون د ايران پر ضد په ټولو جبهو کې، د پوځي عملياتو پر پای ته رسېدو ولاړ و.
غريبابادي زياته کړه، امريکا په تېرو دوو اونيو کې دوه ځله د ايران پر ضد پوځي عمليات بيا پيل کړي او په دې سره يې وښوده چې یاد تفاهم ته ژمنتیا نهلري. د هغه په وينا، له همدې امله اوس د اسلاماباد د تفاهم يادښت له مخې، نه امريکا او نه هم اسلامي جمهوريت هېڅ ډول ژمنه پر غاړه لري.
هغه وويل، که څوک له اسلامي جمهوريت څخه وغواړي، چې د دې تفاهم ژمنو ته بېرته وګرځي، د بېلګې په توګه د بېړيو د تګ راتګ لپاره د هرمز تنګی بېرته پرانيزي، دا غوښتنه «بېبنسټه او بېاساسه» ده او اسلامي جمهوريت يې مشروع نه ګڼي.
غريبابادي دا هم وويل، کله چې يو هېواد د جګړې پر مهال له امنيتي او ملي ګټو سره له جدي ګواښ سره مخ وي، نو د نړيوال قانون يادونه «حقوقي وجاهت نهلري». هغه زياته کړه، يرغلګرو هېوادونو د نړيوال قانون بنسټيز اصول تر پښو لاندې کړي او له همدې امله بايد له اسلامي جمهوريت څخه تمه ونهشي چې لا هم خپلو نړيوالو ژمنو ته پابند پاتې شي.
نوموړي د هرمز تنګي په اړه وويل، اسلامي جمهوريت د عمان پر ملي حاکميت د تېري نيت نه لري، خو دا سمندري لاره بايد د هغو کړنو لپاره ونه کارول شي چې د ايران له ملي امنيت سره په ټکر کې وي.
دې ایراني چارواکي زياته کړه، د سمندري حقونو اړوند نړيوالو کنوانسيونونو له مخې، د بېړيو تګ راتګ بايد د ساحلي هېوادونو حاکميت او امنيت له ګواښ سره مخ نه کړي. د هغه په وينا، د جګړې په شرايطو کې اسلامي جمهوريت بايد يوازې پر خپلو سيمهييزو اوبو نه، بلکې پر ټول هرمز تنګي بشپړ کنټرول ولري.
د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ اعلان کړی، چې ایران د ملکي وګړو په بریدونو سره خپل «دښمنانه او منظم چلند» ته دوام ورکوي. یادې قوماندانۍ ویلي، چې د بحرین د هوايي دفاع سیسټمونو د سېشنبې په سهار د ایران یوشمېر هوایي بریدونه شنډ او لهمنځه وړي دي.
د بحرین د دفاعي ځواک په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه هېواد ټول واحدونه او ځواکونه د بحرین د ساتنې لپاره د پوځي او دفاعي چمتووالي په تر ټولو لوړه کچه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.
د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ له خلکو او اوسېدونکو غوښتي، چې د بریدونو پاتې شونو ته نږدې نهشي او د هر ډول نااشنا یا شکمن شي په اړه ژر تر ژره مسوولو چارواکو ته خبر ورکړي.
دغه یادې پوځي ادارې زیاته کړې، چې د بحرین شاهي انجینري ساحوي واحدونه بشپړ چمتووالی لري چې د خوندیتوب اصولو په رعایت سره د دغه بریدونو پاتې شوني راټول او خوندي کړي.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د ملکي وګړو او شخصي شتمنیو د موخه ګرځولو لپاره د توغندیو او ډرونونو قصدي کارول له نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د بحرین د دفاعي ځواک عمومي قوماندانۍ په پای کې د خپلو ځواکونو د پوځي چمتووالي او هوښیارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې ځواکونه یې د هېواد د دفاع د دندې ترسره کولو لپاره چمتو دي.
اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خلیج فارس یو شمېر هېوادونو په یوه ګډ پیغام کې واشنګټن ته د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
دې ورځپاڼې د خلیج فارس د دوو ډیپلوماټانو له قوله لیکلي چې یاد هېوادونو د تېرې اوونۍ په پای کې په یوه ګډ پیغام کې امریکا ته ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له بیا پیلېدو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې، د خلیج فارس ځینو هېوادونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد روانو عملیاتو کې هم ګډون کړی، که څه هم د دوی رول لا هم محدود بلل شوی، خو ویل شوي چې اوس په تهاجمي اقداماتو کې فعاله ونډه لري.
اسراییل هیوم لیکلي چې د دغو هېوادونو د دریځ بدلون تر ډېره د ایران له لوري د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر قطر او د هغه هېواد د طبیعي ګازو پر تاسیساتو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له امله رامنځته شوی دی.
د راپور پر بنسټ، قطر چې پخوا یې د ایران پر ضد د خلیج فارس د هېوادونو د ګډ دریځ د جوړېدو مخه نیوله، پر خپلې خاورې له برید وروسته خپل مخالفت پای ته رسولی او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو هڅې یې هم درولې دي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې اسراییل په دې پړاو کې په مستقیم ډول په پوځي عملیاتو کې ګډون نه لري، خو د استخباراتي معلوماتو او لوژستیکي ملاتړ په برخه کې همکاري کوي.
په همدې حال کې، د اسراییل یوه امنیتي چارواکي اسراییل هیوم ته ویلي چې د تلابیب ارزونه لا هم دا ده چې ایران به په اوسني پړاو کې پر اسراییل له مستقیم برید څخه ډډه وکړي، ځکه د اسراییل پوځي بازدارندګي جدي ګڼي او نه غواړي د ځان پر ضد د یوې پراخې جګړې د بیا پیل زمینه برابره کړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران پر ضد یې د دریمې پرلهپسې شپې لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي. هممهاله، په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفارت د سیمهییز امنیتي وضعیت له امله د قونسلي ملاقاتونو د لغوه کېدو او د ویزې د عادي خدمتونو د ځنډېدو خبر ورکړی دی.
سینټکام ویلي چې د سر اعلی قومندان د لارښوونې له مخې یې د دوشنبې په ورځ د ماښام په ۴:۴۵ بجو د ایران پر ضد د بریدونو درېیم پرلهپسې پړاو پیل کړ.
د امریکا دغه قومندانۍ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «دا بریدونه به د ایران پر ځواکونو دروند لګښت تحمیل کړي او د دوی هغه وړتیا به کمزورې کړي چې پر بېګناه ملکي وګړو او د هرمز تنګي له لارې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه ترسره کړي.»
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د بریدونو د دقیقو هدفونو، د کارول شویو وسلو او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې، په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د سیمهییز امنیتي وضعیت له امله یې په ابوظبي کې سفارت او په دوبۍ کې قونسلګرۍ د جولای له ۱۳مې تر ۱۵مې پورې ټول قونسلي ملاقاتونه لغوه کړي دي.
د امریکا سفارت په خبرتیا کې ویلي: «که تاسو په دغو نېټو کې ملاقات لرئ، سفارت یا قونسلګرۍ ته مه راځئ؛ موږ به له تاسو سره د نوي وخت د ټاکلو لپاره اړیکه ونیسو.»
سفارت زیاته کړې چې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفارت او قونسلګري لا هم د «وتلو د امر» په حالت کې دي، چې له امله یې د امریکا غیراضطراري دولتي کارکوونکي له هېواده بهر انتقال شوي دي.
د خبرتیا له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د امریکا د ویزو ټول عادي خدمتونه لا هم ځنډول شوي او یوازې محدود قونسلي خدمات امریکايي اتباعو ته وړاندې کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، وایي د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تامین کوونکي لوري لګښت جبران باید وشي، خو ټینګار یې کړی چې ایران تل د دې ستراتیژیکې سمندري لارې «ساتونکی» پاتې شوی او همداسې به وي.
سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپوروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څوک چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي او مصون تګ راتګ تضمینوي، باید د دې خدمت په بدل کې مناسبه جبران ترلاسه کړي.
عراقچي د دوشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي: «د امریکا ولسمشر په بشپړه توګه سم وایي. هر څوک چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي او مصون تګ راتګ برابروي، باید د دې خدمت په بدل کې جبران ترلاسه کړي.»
هغه زیاته کړې: «ایران تل د هرمز تنګي ساتونکی پاتې شوی او د تل لپاره به هم همداسې وي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د احتمالي ۲۰ سلنې فیس یا لګښت په اړه هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «البته ۲۰ سلنه ډېره زیاته ده، موږ به عادلانه چلند وکړو.»
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو او مایع طبیعي ګاز د صادراتو لویه برخه ترې لېږدول کېږي. دا تنګی د فارس خلیج تولیدوونکي هېوادونه له نړیوالو بازارونو سره نښلوي او هر ډول امنیتي یا سیاسي کړکېچ پکې د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کولی شي.