اسراییلي رسنۍ: تلابیب د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي کړکېچ د پراخېدو لپاره چمتووالی نیسي

د اسراییلي رسنۍ « ۱۲ کانال» شبکې راپور ورکړی چې تلابیب د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي پوځي کړکېچ د پراخېدو لپاره چمتووالی نیسي. د راپور له مخې، دا ارزونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو او روانو ډیپلوماټیکو تحولاتو وروسته شوې ده.
