• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف ګوند د عمران خان د خوشې کېدو لپاره په ټول پاکستان کې احتجاجي غورځنګ پیلوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پرېکړه کړې، چې د اګست له پنځمې نېټې به له زندانه د دغه ګوند د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو او د نورو غوښتنو د منلو لپاره د هېواد په کچه احتجاجي غورځنګ پيل کړي.

دغه پرېکړه د ګوند د لنډمهاله مشر بيرسټر ګوهر علي خان په مشرۍ د اسلام‌اباد په خېبر پښتونخوا هاوس کې د پارلماني ګوند په غونډه کې شوې ده. د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجه ویلي، په دغه غورځنګ کې به ولسي غونډې، لاريونونه او احتجاجونه شامل وي.
د هغه په وينا؛ د احتجاجي پلان د وروستي کولو لپاره به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمودخان اڅکزي او د مجلس وحدت المسلمين له مشر علامه راجه ناصر عباس سره هم سلا مشورې وشي.
بيرسټر ګوهر علي خان خبري غونډې ته ويلي، چې (د اګست په ۵مه) د عمران خان د بند درېيم کال پوره کېږي او په همدې مناسبت به په ټول هېواد کې احتجاجي غونډې او لاريونونه ترسره شي.
هغه ادعا وکړه، چې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي ته عدالت نه‌دی رسېدلی او په هېواد کې بايد د ظلم او بې‌انصافۍ لړۍ پای ته ورسېږي. د ګوند د ملي اسمبلۍ مشر ملک عامر وويل، د کمېټو د بایکاټ پرېکړه لاهم پرځای ده او هر ډول بدلون به یوازې د عمران خان له مشورې او لارښوونې وروسته وشي.
په همدې حال کې د تحریک انصاف وکيل اوېس يونس چودري د اډياله زندان ادارې ته د شپږو ګوندي مشرانو نوملړ سپارلی؛ څو نن له عمران خان سره د ليدنې اجازه ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
100%

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د بشارالاسد د رانسکور شوي حکومت د کیمیاوي وسلو متخصص ډګروال احمد حبیب علي له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت زیاته کړې، دغه کس د بشارالاسد د حکومت پر مهال د سارین ګازو د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.

د سوریې کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کیمیاوي وسلو دغه متخصص په لاذقیه ولایت کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، احمد حبیب علي د قرداحې ولسوالۍ د «حرف المسیتره» د کلي اوسېدونکی دی، چې د علمي څېړنو او مطالعاتو د مرکز د مشر په توګه یې دنده ترسره کوله او په ۴۱۷ قطعه کې د سارین ګاز د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.

وزارت زیاته کړې، د لومړنیو تحقیقاتو د پایلو پر بنسټ، تورن شخص یو له هغو افسرانو څخه ګڼل کیږي، چې په سارین ګاز د بار شاوخوا شلو بمونو د جوړولو نظارت یې کاوه، چې د هر یوه وزن ۲۵۰ کیلوګرامه وو او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې پر سوري ښارونو او ښارګوټو په بریدونو کې کارول شوي وو.

وزارت په ډاګه کړې، چې له نیول شوي کس څخه لا هم پوښتنې روانې دي او د پوښتنو او ګروېږنو له بشپړېدو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان له‌خوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.

فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.

اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربه‌توب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.

نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.

له افغانستان څخه وتل او د سپینې ماڼۍ رازونه؛ د جو بایډن د خاطراتو کتاب خپرېږي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».

هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل په‌کې شامل وو.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.

۸۳ کلن بایډن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د خپل کتاب په تړاو په یوه تبلیغاتي ویډيويي پیغام کې ویلي: «له هغه وخته چې ما ولسمشري پرېښې، ډېرو خلکو له ما څخه پوښتنه کړې، جو، څه کوې»؟

هغه له خپلو مینه‌والو او هغو کسانو څخه مننه کړې، چې د ده د ښې روغتیا هیله یې کړې او زیاته یې کړه: «ما خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی. زه د سرطان له تشخیص سره لاس او ګرېوان یم او درملنه مې روانه ده، چې ډېره ښه پر مخ روانه ده».

جوبایډن په دې ویډيويي پیغام کې څرګنده کړې، د خپلې ولسمشرۍ (۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵) پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له‌خوا د امریکا پر کانګرس د برید، د اوکراین جګړه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو څو مهمې شېبې یادې کړي دي.

بایډن زیاته کړه، چې په دې کتاب کې به دا هم راشي چې «ما ولې پرېکړه وکړه چې بیا ځلي ځان نوماند کړم او ولې مې پرېکړه وکړه چې له نوماندۍ تېر شم».

د کتاب په اړه د هغه په دې تبلیغاتي ویډیو کې د محاصره شویو فلسطینیانو او په‌کې د امریکا د رول په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر په توګه د هغه د روغتیا په اړه له پرله پسې پوښتنو سره سره، ۸۱ کلن بایډن پرېکړه وکړه، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

خو د ۲۰۲۴ کال په جون کې د ټرمپ پر وړاندې په یوه ناکامه او کمزورې ټاکنیزه مناظره کې تر راڅرګندېدو او د ډیموکراتانو د بې‌ساري فشارونو له امله، بایډن له ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو اعلان وکړ.

ورپسې ټرمپ د بایډن پر ځای د معرفي شوې کاندیدېد هغه د وخت مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس ته ماتې ورکړه. ټرمپ، چې د جون په میاشت کې ۸۰ کلن شو، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۹ کال کې خپله کاري دوره پای ته رسوي، د بایډن د عمر ریکارډ به مات کړي.

د بایډن د خاطراتو دا کتاب د روان زیږیز کال د نومبر په ۱۷مه خپرېږي، چې د منځمهاله حساسو ټاکنو څخه یوازې څو اونۍ وروسته وخت دی.

کاملا هرېس هم تېر کال خپل د خاطراتو کتاب خپور کړی وو. دغه کتاب چې «۱۰۷ ورځې» نومېږي، د هغې د هغو لنډو ټاکنیزو هڅو او کمپاین په اړه دی چې د بایډن له وتلو وروسته یې د ټرمپ پر وړاندې ترسره کړې وې.

100%
کاملا هرېس له خپل کتاب سره

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې، د امریکا جګپوړو ډیموکراټ چارواکو چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند د ماتې ارزونه کوله، دې پایلې ته ورسېدل چې د غزې په اړه د بایډن د ادارې دریځ د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس لپاره یو «بشپړ منفي» او زیانمنونکی فکتور وو.

روسیې په اوکراین کې د اټومي انرژۍ د یو لوړ پوړي انجینر د وژل کېدو ادعا کړې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱
100%

د روسیې د دولتي اټومي شرکت روساتوم د معلوماتو له مخې، د اوکراین په یو ډرون برید کې د زاپوریژیا اټومي برېښناکوټ ارشد انجنیر الکساندر یاکوفلیف او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د روساتوم مشر الکسي لیخاچیف وویل چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ د یاد اټومي سټېشن د ساحې او د انرخودار ښار ترمنځ پر یو خدماتي موټر شوی دی.

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اونیو کې پر اوکراین د برید پر مهال د زاپوریژیا اټومي برېښناکوټ چې په اروپا کې تر ټولو لوی دی، تر خپل کنټرول لاندې راوست. د روساتوم مشر الکسي لیخاچیف پر لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې د دغه سټېشن پر وړاندې د بریدونو په اړه غلي پاتې دي او په وینا یې، دا چاره د اوکراین د حکومت لخوا د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې په دې سیمه کې په بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي دا برید په کلکه وغانده او دا یې پر اټومي سټېشن او د هغې پر مدیریت یو د نه منلو وړ برید وباله چې د اټومي خوندیتوب لپاره جدي ګواښ دی. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ټیلیګرام ولیکل چې دا د کییف د رژیم یو جنایت دی او له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس څخه یې وغوښتل چې دغه وژنه په ښکاره توګه وغندي.

د کرملین ماڼۍ تېره جمعه هم پر اوکراین تور پورې کړی و چې د اټومي برېښناکوټ پر وړاندې یې ترهګریز بریدونه زیات کړي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف اوکراین تورن کړ چې پر ملکي تاسیساتو او هغو زېربناوو بریدونه کوي چې مستقیم له اټومي سټېشن سره تړاو لري. اوکراین تر اوسه د دغه نوي برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د امريکا کانګرس د نذير پکتياوال د مړينې په اړه له کورني امنيت وزارت څخه وضاحت غوښتی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
100%

د امريکا د کانګرس شپږو ډيموکرات استازو د امريکا د کورني امنيت له وزير مارک وين مولين څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکي محمد نذير پکتياوال د جسد د طبي معاينې بشپړ راپور خپور کړي.

دوی همدارنګه د هغو نورو افغانانو د نيولو او ايستلو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې چې پخوا يې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

سېت مګزينر، جولي جانسن، جېمز ار. والکينشاو، ډان ګولډمن، شري تاندار او لامونيکا مک‌ايور چې د امريکا د کانګرس غړي دي، دغه ليک د سې‌شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه خپور کړ.

دوی له کورني امنيت وزير څخه غوښتي چې روښانه کړي ولې محمد نذير پکتياوال، سره له دې چې نه يې جرمي مخینه لرله او نه هم د جرم کومه محکوميت، خو بیا هم ونيول شو او د ايستلو لپاره يې چمتووالی نيول کېده.

محمد نذير پکتياوال د کب په ۲۲مه هغه مهال د امريکا د کډوالۍ ادارې مامورانو د خپل کور مخې ته ونيو، چې غوښتل يې خپل ماشومان ښوونځي ته ورسوي.

د هغه د کورنۍ په وينا، پکتياوال د ساه لنډۍ ناروغي لرله او مېرمنې يې هڅه کړې وه چې د تنفس ځانګړی سپرې ور ورسوي. د امريکا د کډوالۍ ادارې وروسته وويل چې نوموړی له نيول کېدو وروسته د ساه تنګۍ له امله روغتون ته ولېږدول شو او په بله ورځ يې ژوند له لاسه ورکړ.

د کانګرس غړو د امريکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره د پکتياوال همکارۍ ته په اشارې ويلي چې د هغه مړينه د مخنيوي وړ وه.

په ليک کې راغلي: «دا د منلو وړ نه ده چې هغه کس چې په زړورتيا يې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه، په دومره اسانۍ د هماغه حکومت له لوري چې ده ورته خدمت کړی و، له پامه وغورځول شي. د هغه کورنۍ حق لري چې د نوموړي د مړينې د لامل په اړه بشپړ ځوابونه ترلاسه کړي».

د کانګرس دغو استازو همدارنګه له کورني امنيت وزارت څخه پوښتنه کړې چې تر اوسه څو پخواني افغان همکاران نيول شوي او له امريکا ايستل شوي دي، او څو نور لا هم د نيول کېدو يا ايستلو له ګواښ سره مخ دي.