• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د دفاعي تړون په بدل کې له کویت نه د انرژۍ په برخه کې همکاري غواړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۳ GMT+۱

رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان او کویټ د انرژۍ همکارۍ او پانګونې په بدل کې د یوه پراخ دفاعي تړون په اړه خبرې کوي. سرچینې وایي اسلام اباد د احتمالي تړون په بدل کې د انرژۍ د امنیت په برخه کې همکاري غواړي.

د رویټرز د راپور له مخې، پاکستان او د خلیج هېوادونو په تېر یوه کال کې د سیمه‌ییزو دفاعي تړونونو د رامنځته کولو پر امکاناتو کار کړی دی.

راپور زیاتوي، پاکستان لوی پوځ لري او خپلې جنګي الوتکې هم تولیدوي. د همدې پوځي ظرفیت له امله د خلیج د ځینو هېوادونو لپاره پاکستان د امریکا د امنیتي ملاتړ احتمالي بدیل یا بشپړوونکی ګڼل کېږي.

د منځني ختیځ یوې باخبره سرچینې، چې د کویټ د امنیتي پلانونو په اړه معلومات لري، رویټرز ته ویلي چې پاکستان د کویټ لپاره مناسب انتخاب بلل کېږي، ځکه له سعودي عربستان سره اوږدمهاله دفاعي اړیکې لري، سني اکثریت لرونکی هېواد دی، له امریکا سره ښې اړیکې لري او د نورو انتخابونو په پرتله لږ حساس ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي، ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان د یوه متقابل دفاعي تړون پر مسودې هم کار کوي. د راپور له مخې، بحرین هم د ورته دفاعي تړون لېوالتیا ښودلې او اردن د وسلو د پېر او پوځي روزنې په برخه کې د یوه جلا تړون غوښتنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، پاکستان دغه ډول دفاعي تړونونه د هغو پانګونو د جلبولو وسیله ګڼي چې هېواد یې ورته بېړنۍ اړتیا لري.

اسلام اباد د احتمالي تړون په بدل کې د انرژۍ د امنیت په برخه کې هم همکاري غواړي او کویټ په پاکستان کې د سون توکو د زېرمه کولو پر یوې پروژې هم غور کوي.

دوو سرچینو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ کم شي، تمه کېږي چې د پاکستان او کویټ ترمنځ د دفاعي تړون خبرې هم چټکې شي.

خو شنونکي خبرداری ورکوي چې پاکستان باید د داسې پراخو ژمنو له خطرونو څخه خبر وي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

یوازې د روانې جولای میاشتې په ترڅ کې په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري د درېیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستل شوی. خپرې شوې شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د یادې ډلې فعالیتونه او بریدونه زیات شوي دي.

په روانه میاشت کې په بلوچستان کې یادې ډلې په لومړي برید کې (د جولای په ۵مه) د کوټې د هنه اوړک د ببري کلي په سیمه کې پنځه ملکي کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
تر یاد برید یوه ورځ وروسته (د جولای په ۶مه) د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې پر پولیسو برید وشو، چې نهه پولیس په‌کې ووژل شول او ۲۲ نور وتښتول شول. د دغه پولیسو مړي وروسته د کوټې د منګله په غرنۍ سیمه کې وموندل شول.
یوه اونۍ وروسته (د جولای ۱۵مه) په درېیمه پېښه کې د هرنایي ولسوالۍ د شعبان په سیمه کې د څلورو حکومتي کارکوونکو مړي وموندل شول، چې په ډزو وژل شوي وو. د دغه درېیو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي فعالیت
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تحریک طالبان پاکستان د جوړښت راهیسې په بلوچستان کې فعالیت لري او د دغه ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې یې تنظیمي جوړښت له هماغه وخت راهیسې فعال پاتې دی.
هغه وویل، په ۲۰۲۶کال کې یادې ډلې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د جولای په میاشت کې یې په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د مانګي پمپنګ سټېشن پر پولیسو برید چې شاوخوا ۳۰ پولیس په‌کې ووژل شول او همدارنګه د هنه اوړک برید د یادې ډلې د وروستیو پراخو بریدونو بېلګې دي.
عبدالله خان زیاته کړه، پخوا به تحریک طالبان پاکستان په دوو، درېیو یا پنځو کسیزو ډلو بریدونه کول؛ خو اوس د کوټې شاوخوا په وروستیو بریدونو کې لسګونه او د ځینو اټکلونو له مخې تر ۲۰۰ پورې وسله‌والو برخه اخیستې، چې دا د یادې ډلې په تګلاره کې لوی بدلون ښيي.
هغه وویل، دغه پوښتنه هم راپورته کېږي چې دومره لوی شمېر وسله‌وال څنګه دغه سیمو ته رسېدلي دي. هغه وایي، تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان کې بریدونه کوي.
هغه د ۲۰۱۶کال د کوټې پر وکیلانو ځانمرګی برید، په لورالايي کې د اېف سي پر مرکز برید او د ۲۰۲۲کال د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په کوټه کې لومړنی ځانمرګی برید د بېلګو په توګه یاد کړي دي.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ اړیکې
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ همکاري له ۲۰۱۳کال راهیسې روانه ده او دواړه ډلې یو بل ته لوژستیکي ملاتړ برابروي.
د هغه په خبره؛ ځینې وخت یوه ډله برید ترسره کوي خو مسوولیت یې بله ډله مني، څو امنیتي ځواکونه مغشوش کړي او دغه همکاري د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شوې ده. هغه زیاته کړه، د دغه ډلو ترمنځ نظریاتي اختلاف ډېر اهمیت نه‌لري؛ ځکه دواړه خواوې د پاکستان دولت خپل هدف ګڼي او د همدې موخې لپاره همکاري کوي.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي تر بریدونو وروسته د پرلت دوام
د کوټې په کویله پاټک سیمه کې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم د پېښې پرضد د وژل شویو پولیسو د کورنیو او سیاسي ګوندونو پرلت نهمې ورځې ته وغځېده. د کوټې پرلت په ملاتړ د بلوچستان سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنو د پنجشنبې په ورځ په دغه ایالت کې بشپړ کاربندیز اعلان کړی.

100%

تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده.
د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا د ترلاسه شوې هوکړې د مسودې له مخې؛ په وروستۍ هوکړه کې د کوټې، مستونګ، خضدار، هرنایي، زیارت، کچهي او نوشکي په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د جدي عملیاتو ماده هم شامله ده.
د روانې اوونۍ په پیل کې د پرلت کمېټې او سیاسي ګوندونو اعلان کړی و، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي. د همدې اعلان له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې پراخ لاريونونه ترسره شول.

د کوټې پرلت په ملاتړ په ټول بلوچستان کې کاربندیز روان دی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د زیارت پېښې پر ضد د کوټې پرلت په ملاتړ د بلوچستان سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنو د پنجشنبې په ورځ په دغه ایالت کې بشپړ کاربندیز اعلان کړی. دغه پرلت د کوټې د کويله پاټک په سیمه کې له تېرو نهو ورځو راهیسې روان دی.

تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده.

د روانې اوونۍ په پیل کې د پرلت کمېټې او سیاسي ګوندونو اعلان کړی و، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي. د همدې اعلان له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې پراخ لاريونونه ترسره شول.

د پرلت کمېټې غړي او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پرلت د غوښتنو په ملاتړ د چمن، ژوب، ګوادر، پنجګور، پښېن او یوشمېر نورو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پنجشنبې په ورځ ښځو او ماشومانو هم په پراخه کچه د پرلت په ملاتړ اعتراضونه کړي دي. د نوموړي په وینا؛ که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو د اعتراضونو لړۍ به لا پسې پراخه او سخته شي.
د یادونې ده، د جولای په شپږمه د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، چې په‌کې نهه پولیس ووژل شول او ۲۲ نور یې له ځان سره یوړل چې وروسته یې مړي وموندل شول.

د دغه برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر غاړه اخیستی و.

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي

د اعلامیې له مخې، د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په درېیو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دغه شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ وړاندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د عملیاتو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور په حواله ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو تلفاتو ډېره برخه د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې که څه هم یوازې د ملکي وګړو تلفات په خپله د جنګي جرم ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي وګړو د پرله‌پسې وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د دې اړتیا ډېروي چې د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز د اپرېل د ۲۷مې نېټې د کونړ هوايي برید ته اشاره کړې او د یوناما د معلوماتو له مخې یې ویلي چې په دغه برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې په دې برید کې یې څلور کلنې لور د لاس ګوتې له لاسه ورکړې او ۱۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

اعلامیه همداراز د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید ته اشاره کوي چې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز شوی و. د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د دوی څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، له همدې امله یې دغه برید «غیرقانوني او بې‌تفکیکه» بللی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او توپچي بریدونو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او دا وضعیت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له بهیر سره یوځای، بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: په بشري مرستو بار ۴۵ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ننوتې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۴۵ باروړونکې لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او نورې مرستندویه لارۍ هم د ننوتلو په حال کې دي.

طاهر اندرابي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پاکستان «هیڅکله» افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد مخه نه ده نیولې او تل یې هڅه کړې چې دغه مرستې افغانانو ته ورسېږي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نور موټر هم تورخم ته پر لاره دي او ټاکل شوې په نږدې وخت کې افغانستان ته داخل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه لا هم د سوداګریزو توکو او مسافرو پر مخ تړلې ده او یوازې د بشري مرستو او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ترې محدود تګ راتګ کېږي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني او طالب چارواکو ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرامد خوراکي مرستو یو شمېر باروړونکو لاریو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د تورخم دروازې تړل کېدو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ او ترانزیټي تګ راتګ د پام وړ اغېز کړی او سوداګرو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د تګ راتګ د عادي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

رویټرز: پاکستان د امریکا او ایران په جګړه کې له ښکېلېدو اندېښمن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
100%

رویټرز په خپل یوه راپور کې ویلي چې پر سعودي عربستان د یمن د وسله والو تازه بریدونو پاکستان سخت اندېښمن کړی او داسې احتمال شته چې اسلام اباد به هم په دغه کړکېچ کې ښکیل شي.

حوثي وسله والو وروسته له هغه پر سعودي عربستان توغندیز بریدونه وکړل چې ریاض یې د دوی تر ولکې لاندې د یوه هوايي ډګر په بمبارولو تورن کړ. دغو بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ څلور کلن اوربند مات کړ. د یاد اوربند له ماتېدو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي رویټرز ته وویل:«زموږ ملکي او نظامي مشرانو ایران ته په لوړه کچه پیغام رسولی چې پر سعودي عربستان بریدونه پر پاکستان برید دی او دا زموږ سره کرښه ده».

سعودي عربستان تېر کال له پاکستان سره د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې په زرګونو پاکستاني سرتېري او جنګي جېټ الوتکې په سعودي کې مېشتې دي. امنیتي شنونکي وايي، دا اندېښنې شته چې د جګړې د غځېدو په صورت کې به پاکستان تر خپل دفاعي تړون لاندې پوځي مداخلې ته اړ شي.

پاکستاني چارواکي وايي، د ایران د کورني وضعیت او د تصمیم نیونې بهیر له نږدې څاري.

د راپورونو له مخې، په ایران کې د ولسمشر مسعود پزشکيان او بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملکي ادارې د لیدلورو او د سپاه پاسداران د نظامي تګلارو ترمنځ اختلافات په زیاتېدو دي او داسې ښکاري چې هلته د پرېکړو کنټرول تر ډېره د نظامي برخې په لاس کې دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، پاکستان په سیمه کې د یوه مهم ډیپلوماتیک لوبغاړي په توګه د ځان ښودلو هڅه کوي او په همدې چوکاټ کې یې د تېرې میاشتې په منځګړيتوب کې د امریکا او ایران ترمنځ د یوه لنډمهالي تړون په لاسلیکولو کې هم مرسته کړې وه.