• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کورني تاوتریخوالي له امله؛ په نوښار کې یوه ښځه د خپل مېړه له‌خوا په ډزو وژل شوې ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په کړوي کلي کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه ۲۰ کلنه ښځه د خپل مېړه له‌خوا په ډزو وژل شوې او تر پېښې وروسته دغه کس له سیمې تښتېدلی دی. ځایي پولیسو ویلي، د یاد کس د نیولو لپاره یې د پلټنې او تالاشۍ عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو په وینا؛ د یادې پېښې په اړه یې شواهد راټول کړي او مړی یې د عدلي معاينې لپاره روغتون ته لېږدولی دی. د پولیسو لومړنیو پلټنو له مخې؛ ښکاري چې دغه کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپله مېرمن وژلې او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

پولیس وايي، د وژل شوې مېرمنې خپلوانو د وېرې له امله د یادې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته؛ په چارسده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱
100%

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. د چارسدې د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د روانې جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې راهیسې د روانو عملیاتو پرمهال تر ۱۱۵ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

نیول شوي کسان لومړی په پېښور کې د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول کېږي او هلته د قانوني او اداري چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي. دغه عملیات د چارسدې پولیسو او ځایي ادارې تر مستقیم څار لاندې ترسره کېږي، چې په‌کې د بېلابېلو سیمو تالاشي او د استوګنځایونو پلټنه هم شامله ده.

ځایي چارواکي وایي، دغه بهیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بشپړ شوی نه‌وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل (د جولای په ۱۰مه) پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول. د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي.

دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې د صوبې په کچه د عملیاتو ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د بنو په عملیاتو کې د پنځو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره (سي‌ټي‌ډي) وايي، د بنو ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د دغې ادارې او سیمه‌ییزو پولیسو په ګډو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر نور تښتېدلي دي.

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د وسله‌والو د موجودیت په اړه د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول.

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې ویلي، چې په عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي، خو یو شمېر نور په تېښته بریالي شوي دي. د ادارې په وینا، د تښتېدلو وسله‌والو د نیولو لپاره د هغوی تعقیب او په سیمه کې د لټون او پاک‌کارۍ عملیات لا هم روان دي.

د پولیسو په وینا، له وژل شویو وسله‌والو څخه پنځه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه، پنځه مرمۍ‌دانۍ، دوه لاسي بمونه او په زیاته اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د عملیاتو پر بریا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د ځانګړو وسلو او تاکتیکونو ډلې او سیمه‌ییزو پولیسو د مسلکي وړتیا او زړورتیا ستاینه کړې ده.

هغه ویلي: « د ترهګرو او د هغوی د همکارانو او ملاتړو شبکو پر وړاندې به استخباراتي عملیات لا اغېزناک شي. ترهګر به د هغوی تر خوندي پټنځایونو پورې تعقیب او د قانون منګولو ته وسپارل شي».

خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان له تر ټولو ناامنو سیمو څخه ګڼل کیږي. د شخړو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، یوازې د روان کال په دویمه ربع کې په دغه ایالت کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۷۵ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو هم ویلي، چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د وسله‌والو پر وړاندې څه باندې دوه زره استخباراتي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸۲ وسله‌وال وژل شوي او ۵۰۴ نور نیول شوي دي. دا عملیات په داسې حال کې دي چې په همدې موده کې پر پولیسو نږدې ۳۰۰ بریدونه شوي دي.

پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او جبري ستنولو عملیات لا چټک کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک
100%

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ورځ تر بلې پراخېږي. پاکستاني چارواکي وایي، په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو پر ضد عملیات روان دي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د جبري ستنولو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او کډوال د خپل برخلیک په اړه اندېښنې لري.

د پاکستاني چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د سې‌شنبې په ورځ له ۴۴۰۰ څخه ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. په دې ډله کې ۱۷۶۸ تنه د ثبت سند(پي ار او) لرونکي، ۶۱۶ د افغان تابعیت کارت (ای سي سي) لرونکي او ۲۰۸۰ هغه کسان وو چې د پاکستان د حکومت په وینا، په غیرقانوني توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.

په خېبر پښتونخوا کې د صوابۍ ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې یې ۳۵۰ افغانان نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

د صوابۍ مرستیال کمېشنر ډاکټر طارق‌الله ویلي، لا هم شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان په دې ولسوالۍ کې پاتې دي او حکومت به هغوی هم پیدا او افغانستان ته ولېږي.

هغه ویلي: «د حکومت پالیسي روښانه ده، نور هېڅ افغان ته د پاتې کېدو اجازه نشته».

100%

یو افغان کډوال چې له لسو کلونو راهیسې په صوابۍ کې ژوند کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې ونه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل:«له څو ورځو راهیسې مو ژوند په بشپړ ډول بدل شوی دی. ماشومان مو له وېرې ښوونځي ته نه شي تللی او موږ خپله هم د اړتیا وړ توکو د اخیستو لپاره بازار ته په ډاډه زړه نه شو وتلی. هره شېبه وېره لرو چې پولیس به راشي او موږ به ونیسي. که افغانستان ته په زور واستول شو، نه کور لرو، نه د کار زمینه او نه هم داسې څوک شته چې زموږ ملاتړ وکړي».

هغه وايي، ډېری افغان کورنۍ اوس خپلې ورځې د پټېدو او د راتلونکي د نامعلوم برخلیک په اندېښنه تېروي. همداراز د صوابۍ د پولیسو چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې افغانانو ته پناه ورکړي یا خپل کورونه په کرایه ورکړي، له قانوني اقدام سره به مخ شي.

100%

بل لورته په هریپور او مومندو ولسوالیو کې هم پولیسو د عملیاتو پر مهال ۷۴ افغانان نیولي او د پېښور لنډمهالي مرکز ته یې لېږدولي، څو وروسته افغانستان ته واستول شي.

د چارواکو په وینا، هغه ټول افغانان چې قانوني ویزه نه لري یا یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وي، نیول کېږي او له هېواده ایستل کېږي.

ثمرالدین چې د ډیری کلونو راهیسې په هریپور کې اوسېده او اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دی، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «موږ کلونه په پاکستان کې تېر کړل. زموږ ماشومان دلته لوی شوي او ژوند مو له همدې ټولنې سره تړلی دی، خو اوس داسې احساس کوو چې هر څه مو له لاسه وځي. افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره یوازې د ځای بدلول نه دي، بلکې د ژوند له نوې او سختې بې‌باورۍ سره مخ کېدل دي. هیله لرو چې نړیواله ټولنه زموږ وضعیت له نږدې وڅاري او د هغو افغانانو لپاره چې د خطر له امله وتلي، یوه قانوني او انساني حل‌لاره ومومي».

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍاو د کډوالۍ نړیوال سازمانپه خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي، چې د جون له ۲۸مې څخه د جولای تر څلورمې پورې ۱۹ زره او ۱۳۰ افغانان د تورخم، غلام خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

100%

د راپور له مخې، د تېرو اوونیو په پرتله د بېرته ستنېدونکو شمېر ۵۹ سلنه زیات شوی دی او یوازې په همدې موده کې ۱۶۳۸ افغانان په جبري ډول له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د جبري ستنولو د چټک زیاتوالي یو مهم لامل د جولای د لسمې نېټې له ضرب‌الاجل سره تړلې اندېښنې او د پاکستان د امنیتي عملیاتو پراخېدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو ایستل د خپلې کډوالۍ پالیسۍ د تطبیق برخه بولي، د بشري حقونو بنسټونه او نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې جبري ستنول، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې افغانستان ته په ستنېدو له امنیتي او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي، د بشري حقونو له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

پاکستاني ځواکونو په بنو کې په یوه کالج کې د وسله والو پر «پټنځي» هوايي برید کړی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر یوه دولتي کالج چې ویل کیږي وسله‌والو په ولکه کې نیولی و، هوايي برید شوی. ځینې سرچینې وایي، دا برید د پاکستاني جیټ الوتکو له خوا شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په سویلي ولسوالۍ بنو کې دولتي سرچینې وایي چې د وسله والو پر یوه پټنځای ډرون برید شوی چې پکې د مرګ‌ژوبلې وېره ښودل کېږي.

د بنو ځايي خبریالان وایي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د بکاخیل تحصیل په مداروپ نرمي خیل سیمه کې پر یوه دولتي کالج شوی دی. هغوی وویل چې د ډزو لړۍ وخت په وخت روانه وه او غږونه یې تر لیرې لیرې اورېدل شوي دي.

ځینو ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د وسله والو پټنځایونه د پاکستاني جیټ الوتکو له خوا په نښه شوي دي خو د ځايي سرچینو له خوا یې پخلی نه دی شوی.

عیني شاهدان وایي چې په برید کې د دغه کالج ودانۍ په نښه شوې او ړنګه شوې ده.

حکومتي سرچینو ویلي، چې له دغه کالج نه وسله والو د پټنځي په توګه کار اخېست.

د خیبر پښتونخوا حکومت له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل دوه ګونې پالیسي وبلله

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره تجارت پرانېستی دی خو له افغان ورور هېواد سره لارې تړل شوې دي. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات د مرکزي حکومت کار دی او دوی ورسره تړاو نه لري.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند او ایالتي وزیر شفیع جان له افغانستان سره د سوداګرۍ بندول دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره سوداګري خلاصه ده خو له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل چې «موږ د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ منځګړیتوب کوو چې دا یو ښه کار دی، خو زموږ د خپل مسلمان ګاونډي او ورور هېواد افغانستان پر وړاندې له پوره ځواک څخه کار اخیستل کېږي».

نوموړي وویل چې که له افغانستان څخه وسله وال ورځي، نو باید پر وړاندې یې خامخا اقدام وشي خو زیاته یې کړه، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په وار وار له مرکزي حکومت سره د افغانستان د لارو پر پرانیستلو خبرې کړې دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا لارې به تر کله تړلې ساتل کېږي.

شفیع جان د افغان کډوالو پر وړاندې د روانو عملیاتو په اړه وویل چې دا د مرکزي حکومت موضوع ده او دوی پکې ښکیل نه دي.