د رویټرز د راپور له مخې، پاکستان او د خلیج هېوادونو په تېر یوه کال کې د سیمهییزو دفاعي تړونونو د رامنځته کولو پر امکاناتو کار کړی دی.
راپور زیاتوي، پاکستان لوی پوځ لري او خپلې جنګي الوتکې هم تولیدوي. د همدې پوځي ظرفیت له امله د خلیج د ځینو هېوادونو لپاره پاکستان د امریکا د امنیتي ملاتړ احتمالي بدیل یا بشپړوونکی ګڼل کېږي.
د منځني ختیځ یوې باخبره سرچینې، چې د کویټ د امنیتي پلانونو په اړه معلومات لري، رویټرز ته ویلي چې پاکستان د کویټ لپاره مناسب انتخاب بلل کېږي، ځکه له سعودي عربستان سره اوږدمهاله دفاعي اړیکې لري، سني اکثریت لرونکی هېواد دی، له امریکا سره ښې اړیکې لري او د نورو انتخابونو په پرتله لږ حساس ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي، ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان د یوه متقابل دفاعي تړون پر مسودې هم کار کوي. د راپور له مخې، بحرین هم د ورته دفاعي تړون لېوالتیا ښودلې او اردن د وسلو د پېر او پوځي روزنې په برخه کې د یوه جلا تړون غوښتنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، پاکستان دغه ډول دفاعي تړونونه د هغو پانګونو د جلبولو وسیله ګڼي چې هېواد یې ورته بېړنۍ اړتیا لري.
اسلام اباد د احتمالي تړون په بدل کې د انرژۍ د امنیت په برخه کې هم همکاري غواړي او کویټ په پاکستان کې د سون توکو د زېرمه کولو پر یوې پروژې هم غور کوي.
دوو سرچینو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ کم شي، تمه کېږي چې د پاکستان او کویټ ترمنځ د دفاعي تړون خبرې هم چټکې شي.
خو شنونکي خبرداری ورکوي چې پاکستان باید د داسې پراخو ژمنو له خطرونو څخه خبر وي.